Categories

اعلان

Loading…

په پښتو کې د (گ) او (ګ) ناندریزې بڼې / خالد تکل

په پښتو کې د (گ) او (ګ) د ناندریزې بڼې د یوې د منلو په اړه استاد محمد اصف صمیم په خپله یوه مقاله کې لیکي: « د ١٩٩٠ز کال په جولاى کې د باړه ګلۍ د ليکدود څېړنغونډې په پرېکړو کې د ( ګ ) او ( گ) له بڼو ځنې (ګ) د رايو په يوښت او ډېرښت ځکه په کړۍ ومنل شو، چې همدې کړۍ (ګ) د نورو توريو ( ډ، ړ، ڼ، ټ ) په پښتو کولو کې هم نفس لرلى دى او د غونډې د دواړو خواوو ( پښتونخوا او افغاني پوهانو ) پرې د ملاتړ ګوته ولګوله، خو کله چې د ژبپوهنې وتلى استاد پوهاند زيار د پرېکړو پرېکړې په ارزونه کې راګډ شو، هغه په کړۍ ( ګ ) د ګاف منل وننګول او استدلال يې دا و، چې په کړۍ يوازې هغه توري کښل کېږي، چې په وينګ ( تلفظ ) کې يې ژبه کړۍ کېږي، يانې دا کړۍ (ګ) مورفيم ( morpheme ) د ژبې د کړۍ کېدو انځور دى.

د پوهاند صاحب نظر او دريځ افغاني پوهانو بې کټ وټه او د چا خبره په پټو سترګو ملاتړ کړ او پر علمي استدلال سربېره يې پرې دا دليل هم سربارى کړ، چې د دې بڼې ( گ ) ملاتړ ديموکراتيک هم دى.»

ستر ژبپوه پوهاند دوکتور استاد مجاور احمد زیار په خپل اثر پښتو پښویه (ګرامر) کې لیکي: پښتو ژبه (۲۹) بېواک (کانسوننټ) اوازونه لري، دغه اوازونه هر یو د زېږځی او زېږډول له مخې څېړل کېږي.

استاد زیار د (ټ، ډ، ڼ، ړ) بېواک اوازونو په اړه لیکي چې دا ټول غبرګژبیز غږونه دي. استاد کړۍ واله یا پنډک لرونکي دا اوازونه غبرګژبيز ښوولي دي.

د استاد زیار پښتو پښویه وروستی ځل په ۱۳۸۴ ل/۲۰۰۵ ز کال کې چاپ شوې ده.

استاد د پښتو پښوې په وروستي چاپ کې هم (گ) د (ګ) په بڼه لیکي او دا استدلال نه کوي چې مخکې د استاد صمیم په خبرو کې د استاد له خولې کوم قضاوت شوی دی؛ خو استاد زیار په خپل بل اثر (لیکلارښود) کې چې په ۱۳۸۶ ل ۲۰۰۷ز کال کې چاپ شوی دی د (گ) او (ګ) په اړه هغه خبره کړې  چې مخکې استاد صمیم په خپله مقاله کې ورته نغوته کړې ده.

د پوهاند استاد مجاور احمد زیار په باور د (گ) پر ځای (ګ) لیکل ناسم دود شوی دی، ځکه استاد وايي او د ژبپوهنې د علم له مخې (ټ، ډ، ړ، ڼ) دې غږونو ته غبرگژبیز غږونه وايي، د قاعدې له مخې موږ (ګ) ته غبرگژبیز نه شو ویلی، نو پکار هم نه ده چې د (گ)  پر ځای (ګ) ولیکو، ځکه پنډک لرونکي توري (گرافیمونه) غبرگژبیز دِي، خو (ګ) ته غبرگژبیز نه شو ویلی، ځکه د تلفظ پر وخت د غبرگژبیزو غوندې نه ادا کېږي.

خو د (گ)  پر ځای د (ګ) لیکل اوس دومره عام او دود شوي، چې مخنیوی يې هم ګران کار دی او ځینې چې اوس د ژبني تعصب پیریانو نیولي دي، نو هغوی ته چې د استاد زیار دلایل وای در سره يې نه مني او خپلې ببولالې غږوي.

نو پکار ده چې په کمپیوټرونو کې د لیکبڼو جوړونکې دې ټکي ته پام وکړي او د استاد زیار خبره عملي کړي او د ژبني ارزښت پر بنسټ همدا زور وال     ( گ) کره او معياري ومني.

150 total views, 3 views today

1 comment

  1. Afghan Shaheen Reply

    د (گ) توری رښتیا هم ښکلی ښکاری او زمونږ د پښتو ژبی اختلاف له دری سره هم کموی. که د چا د کمپيوتر کیبورد دری وی کولای شی د (گ) حرف همداسی ولیکی خو اوس ټول د پښتو کیبوردونه دا توری د ګ په شکل لیکی .

Leave a Reply to Afghan Shaheen Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *