Categories

اعلان

Loading…

د هلمند فرهنګي وضعيت/دريمه برخه/پوهنيار نوراحمد اېمل

الف: چاپي رسنۍ

چاپي رسنۍ په هلمند کې ډېر زوړ تاریخ لري، چې لومړۍ بېلګه يې د همدې ولايت په ګرشک ولسوالي کې د نيمروز په نوم اونيزه ده چې د روانې پېړۍ په لومړيو کلونو کې چاپېده. دا اونیزه د ډېرې لنډي مودې لپاره فعاله وه، خو اوس له فعالیته لوېدلې ده، تر دې لومړنۍ اونیزي وروسته په ۱۳۳۳ ل کال د هلمند جریدې په نوم یوې بلې  اونیزې فعالیت پیل کړ، چې له نېکه مرغه تر اوسه فعاله او پر سلسله وار ډول خپرېږي.

په یاده اونیزه کې د دولتي ادارو د پرمختګونو، د امنیت د ټينګښت، سولې او دې ته ورته نور موضوعات په منظم ډول خپرېږي او تر لوستونکو او مينه والو پورې رسېږي.

له ۱۳۸۲ لمريز کال راوروسته  د چاپي  رسنیو بې ساري  فعالیت پیل شو، په دې دوره کې لومړۍ فرهنګي او علمي مجله د بګړۍ په نامه له چاپه راووتله او وروسته ـ وروسته دا لړۍ چټکه سوه او اوس مهال په هلمند کي تر لسو زیاتې مجلې او اونیزي فعالیت کوي او وخت پر وخت له چاپه راوځي. اوس به د هلمند هره چاپي رسنۍ په لنډ ډول معرفي کړو:

بګړۍ مجله

بګړۍ په هلمند کې لومړنۍ ادبي، فرهنګي او ټولنیزه خپرونه ده، یاده مجله د نوي حکومت «۱۳۸۲ل» کال له پيل سره په هلمند ولایت کې لومړي چاپۍ رسنۍ ده د یادې مجلې لومړۍ ګڼه په ۱۳۸۳ لمريز کال د کوټې ښار په صحاف نشراتي چاپځای کې د بست فرهنګي ټولنې له لوري چاپ او په هلمند، کندهار او نورو بېلابېلو سیمو کې د علم او پوهې تر مينانو پورې ورسول شوه.

د بګړۍ مجلې د امتیاز څښتن د بست فرهنګي ټولنې مشر بریالی هلمند دی، مسول چلوونکی يې راز محمد نظامي او مرستیال يې شاه محمد دروېش دی.

 د بګړۍ لومړۍ څو ګڼې په ټيټ کاغذ کې چاپ شوې، خو موضوعات يې ښکلي، علمي او د خلکو د خوښۍ وړ وو، په یاده مجله کې ډېری مطالب د هلمندي لیکوالو دي او منځپانګه يې تر ډېره ادبي او فرهنګي موضوعاتو ته ځانګړې ده، د بګړۍ مجلې د دوهمي ګڼې د سرمقالې لپاره «بګړۍ که پکړۍ» سرلیک غوره شوی، د لومړۍ ګڼې تر چاپ وروسته د دې نوم په اړه د هېواد د ځينو لیکوالو په منځ کي نظري اختلاف راغلی و، چا بګړۍ معیاري بڼه بلله او چا پګړۍ، خو وروسته د بست فرهنګي ټولنې ادارې د پښتو ژبي له درنو ادیبانو او فرهنګپالو سره سلا مشورې وکړې او د دې سرلیک لاندي د هغوی نظریات لیکلي دي، چي زه به يې د دې سرمقالي څو کرښې دلته کټ مټ ولیکم:

«د بګړۍ مجلې لپاره د نورو فرهنګپالو تر څنګ د بست فرهنګي ټولنې، فرهنګي ځوانانو هوډ وکړ، چې د پښتو د خپرنیزو لیکنو د بډایه کېدو په موخه د یوې درې میاشتنۍ مجلې د خپرونې بهیر پیل کړي دا خپرنیز بهیر له نیکه مرغه د بګړۍ تر سپېڅلي نوم لاندي پیل شو، کېدای سي چې د بګړۍ د توري په هکله به خلکو ته پوښتنې پیدا وي، چې دا توری «پګړۍ» ده او که «بګړۍ»؟ په دې هکله موږ ډېري څېړنې کړي دي، په دې خاطر چې ژبه ولسي لاسته راوړنه ده په هغه پښتني اولس کې چې موږ ژوند کوو، دا توری په بګړۍ ویل کېږي موږ هم د پګړۍ پر ځای بګړۍ توری غوره کړ. د پوښتنو په لړ کې موږ د پیاوړي شاعر عبدالباري جهاني سره د صلاح مشورې لپاره دغه موضوع شریکه کړه، محترم جهاني صاحب د سیمې او اولس د ګړنو د مرعات په اختیارولو د بګړۍ توري ته د لومړیتوب حق ورکړ، همداراز مو له لوی استاد اکاډمیسن علامه عبدالشکور رشاد صاحب سره هم مشوره کړې، چې هغه بست فرهنګي ټولنې ته یو لیک رالېږلی، چې عنوان يې «بګړۍ که پګړۍ» دی، د پوهاند علامه رشاد صاحب لیک په کندهارۍ ګړدود  «بګړۍ» توری تايیدوي او محترم جهاني صاحب او په کندهار کې د هېواد ادبي او کلتوري ټولنې رئیس هم د بګړۍ د توري پر انتخاب ټينګار کوي، نو بست فرهنګي ټولنه هم د «بګړۍ» ویاړمن نوم  ته د انتخاب لپاره د لومړیتوب حق ورکړ» «بګړۍ مجله ـ ۱مخ»

د بګړۍ مجلې منځپاڼګه او بڼه:

د بګړۍ مجلې پښتۍ رنګه بڼه لري او پر  دوهمه ګڼه يې د علامه رشاد انځور راغلی دی او د مجلې پر پښتۍ په ژړ رنګ د بګړۍ نوم لیکل شوی او د دې نوم په منځ کې د هلمند نوم په تور رنګ لیکل شوی دی او د رشاد بابا تر عکس لاندې د هلمند د عالي دارالمعلمین د ودانۍ عکس راغلی او وړاندې ورته دا جمله «بیا دې هلمند په خروښېدو راغلی» لیکل شوې ده او د مجلې پر اخره پښتۍ په انګلیسي ژبه په غټ لیک د بګړۍ نوم لیکل شوی او په لښکرګاه ښار کې د کرزي لوبغالي ښکلی انځور له ورزشکارانو سره یو ځای ورباندې چاپ شوی دی. یاده ګڼه ټول ۷۲ مخه لري او ډېر موضوعات يې ادبي او فرهنګي بڼه لري او ټول مطالب یې ۳۲ دي  د مجلې پيل د بګړۍ مجلې د ادارې له  سرمقالې سره، چې عنوان يې «بګړۍ که پګړۍ»  شروع شوې ده د همدې مخ پر بل اړخ د رشاد بابا رالېږل شوی لیک، چې د علامه په خپل لاس لیکل شوی دی راغلی، په یاده مجله کې د محمد اسماعیل شریعتیار له لوري  یوه تاریخي لړۍ، چي عنوان يې «هلمند د تاریخ په اوږدو کي» را پیل شوې ده د دې لړۍ په هره کړۍ کې هلمند له بېلابېلو لیدلورو څخه په تاریخي ډول تر مطالعه لاندې نیول شوی، د شعر او نظم برخه يې د مجلې په وروستیو پاڼو کي قرار لري د دې برخې لپاره د «د  لونګو امېل» نوم غوره شوی او تر ۱۵ زیاتي غزلې او ازاد نظمونه راغلي دي او نور بېلابېلې ادبي او هنري کیسې او لنډې ادبي ټوټې يې محتوا جوړوي، د بګړۍ د دوهمي ګڼې د ځینو مطالبو عنوانونه په دې ډول دي:

۱. سرلیکه، اداره.

۲. بګړۍ که پګړۍ، علامه رشاد.

۳. هلمند د تاریخ په اوږدو کې، محمد اسماعیل شریعتیار.

۴. داسې برېښي چې قلم…. محمد اصف خواتى

۵. مینه او ګل، پیرمحمد کاروان.

۶. په کومه خوله به….؟، بریالی هلمند.

۷. په ملي هنداره کې…، حبیب الله رفیع.

۸. د تصوف تاریخچه. هدایت الله سلطاني.

۹. بیا دې هلمند په….، صالح محمد صالح.

۱۰. نن معاشونه راوړي»طنز»، عبدالنافع همت.

۱۱. ولي به نه ژاړم «طنز» درویش خوندي.

۱۲. د ماشومانو لپاره، محمد خان واصفي.

۱۳. د پرون مشر، شریف الله دوست.

۱۴. د بسوګۍ واده، مرسل احمدزۍ.

۱۵. د ژمي سړه شپه، عبدالصمد روحاني.

۱۶. ځواني، علاوالدین سلطاني.

۱۷. هنرمندي، رازمحمد نظامي.

۱۸. د لونګو امېل «بېلابېل شاعران»

نور بيا…

بدلون اوونیزه/لومړی کال/ ۴۸مه ګڼه/چهارشنبه/ تله/۲۲/ ۱۳۹۴

10 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *