Categories

اعلان

Loading…

دېوال ته ولاړه کړکۍ/لنډه کيسه/نصير احمد احمدي

بوډا په غوسه و، د نجارۍ په دوکان کې ولاړو دوو کسانو ته يې نه کتل،  له ځان سره ډونګېده، يوه خبره يې کوله:

_شرم دی! اوس هم له ما پيسې غواړې.

وروسته يې يو دم شاته وکتل، سوړ اسويلی يې وايست، ورو يې وويل:

_اه! ډاکتره،  ته مې خفه کړې.

 ډاکټر موسک شو، تر څنګ ولاړ ځوان ته يې سترګه ټينګه کړه، بوډا ته يې وکتل:

_فشار دې کتلی  شم.

بوډا خړ لستوڼۍ پورته کړ، ډاکټر يې تر مټ د فشار اله وتړله، الې دوه ځله چونګارې کړې. ډاکټر وخندل:

_  اتيا په يو سلو شلو کې، اتلس کلن زلمی درنه جوړ شوی دی.

د بوډا خندا زور ونيو:

_ټول د همدې کار له برکته، له کومې ورځې چې نجاري کوم، نه مې سا سوځي او نه هم د ستړيا احساس راته پيدا کېږي.  راته وګوره!  څلور  مياشتې مخکې اته نوي کېلو وم، خو اوس مې وزن اتياوو ته را ټيت شوی دی.

بوډا غلی شو، له غوږه يې پنسل ور واخيست،  د مېز پر سر ښوی لرګی يې دوه ځايه په نښه کړ.

ولاړ ځوان په بيړه اره ورته ونيوله.

بوډا په ملنډو وويل:

_دريشي دې سپېره نه شي.

د ځوان سر وځړېد.

بوډا مخامخ  ګوته ونيوله، په خوند يې وويل:

_ډاکټره، څنګه مې جوړه کړېده.

ډاکټر مخ واړاوه، دېوال ته  کږه وږه،  بدشکله کړکۍ ولاږه وه،  موسک شو:

_ښکلې ده:

بوډا خپل ټتر په سوک وواهه. په زوره يې وخندل:

_بيا ونه وايي چې د کار نه يې،.همدا اوس حاجې ګل محمد د  دوو نورو کړکيو د جوړېدو فرمايش راکړی دی، باور وکه، وايي چې ستا د کار مينه وال ډېر دي، سبا ته نه پاتې کېږي.

يودم يې ولاړ ځوان ته وکتل، په ملنډو يې وويل:

_خو زه لا اوس هم ځينو اولادونو ته حيران يم، ددې په ځای چې له پلار سره مرسته وکړي، د پلار جېب ته يې سترګې نيولې وي.

ځوان ځمکې ته کتل…

ډاکټر وويل:

_ښه نو، درنه لاړو.

بوډا لرګي ته اره ونيوله.

 *       *       *

د باندې نری باران اورېده، ځوان ځړېدلی سر روان و، ډاکټر پر اوږه لاس ور کېښود، ورو يې وويل:

_خوا مه بدوه، پلار دې دی.

ځوان غلی و.

دواړه د يوې دوه پوړيزه ودانۍ  تر راوتلي پيک لاندې ودرېدل، ډاکټر وويل:

_ګوره، پلار دې اتيا کلن دی، وزن يې ډېر و، لوړ فشار او د شکرې ناروغي لري، همدا کار يې ژوندی درته ساتلی شي، ته بايد له هغه سره احتياط وکړې.

ځوان ځمکې ته کتل…

ډاکټر وويل:

_پلار دې له نجارۍ سره مينه لري، خوند ورنه اخلي، هم يې وزن کم شوی  او هم  له روحي پلوه پياوړی دی.

د ځوان شونډې وخوځېدې:

_پوهېږم!

ډاکټر وخندل:

نو د خرڅو کړېو کړکيو پيسې مه ورنه غواړه.

ځوان سوړ اسوېلی وايست:

ته خو مې ملګری يې، د تنخوا ژوند دی، زه به تر څو حاجي ګل محمد ته پيسې ورکوم چې د پلار ماتې ګوډې کړکۍ ورنه واخلي.

ډاکټر غلی و.

ځوان وويل:

_پوهېږې ! حاجي ګل محمد اخيستې کړکي د سون  د  لرګيو په بيه پلوري.

 ډاکټر په حيرانۍ ورته کتل…

ځوان سوړ اسوېلی وايست.

_په کور کې اوړه خلاص ول، پور مې واخيست، خو اوس مجبوره يم چې د حاجي ګل محمد د کړکيو خرڅولو دوکان ته ورشم ، پيسې ورکړم او ورته ووايم چې پلار مې يوه بله نوې کړکۍ جوړه کړېده.

ځوان روان شو، ډاکټر پسې کتل، د ځوان د تور پطلون پايڅو ته روانو موټرو خړی اوبه ور شيندلې.

———————-

بدلون اوونيزه/لومړی کال/ ۴۸مه ګڼه/چهارشنبه/ تله/۲۲/ ۱۳۹۴

59 total views, 4 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *