Categories

اعلان

Loading…

د ورغوي د کرښي په اړه څېړنه

ژباړه: سحرګل سحر

(A) که چیري ستاسو د ورغوي کرښه ستاسو د منځنۍ ګوتي له لاندي برخې څخه پېل سوې وي نو تاسو تر مشر هم ښه یاست، ارزو لرونکي یاست، ازاد یاست، ځیرک او د پرېکړو کولو وړتیا لرئ، او تاسي یوڅه نازک طبیعته او نورو ته لږ ساړه یاست.

(B) که چیري ستاسو د ورغوي کرښه ستاسو د منځنۍ او اولي ګوتي له منځه پېل سوې وي نو بیا تاسو مهربان او زړه سوانده یاست، کله چي نور وګړي په ستونزو کي راګرځي نو بیا تاسو د هغوئ په اړه وارخطا او زړه نازړه یاست او خلک په تاسو باور کوي چي تاسو په پرېکړو کي عادل او ښه یاست.

(C) که چیري هغه د اولنۍ ګوتي نه پیل سي بیا نو تاسو داسي یاست لکه د (A)

(D) که چیري نوموړې کرښه د بټي ګوتي او د اولنۍ ګوتي له منځ څخه پېل سوې وي نو بیا تاسو صبرناک یاست، د ځان خيال ساتئ او همدارنګه ښه توجو، فکر او نرم زړه لرئ .

363 total views, 1 views today

6 comments

  1. خریدار Reply

    ډیرښایسته مطلب و ډیره مننه کاشکی دلاس دکرښودپیژندلو نوری برخی هم راوژباړل شی
    خوشاله شو
    په درنښت

  2. پاڅون Reply

    دا لینکه مې وړاندې په لومړيتوب ویب پاڼه لوستې وه،

    lomritob.com

    مننه چې بیا دې را یاده کړه، بوختونکې موضوع ده، د کمزورو عقیدو څښتن پرې ژر زړه بایلي.

  3. babrak Reply

    هر کمی تغیر له انه سره کیفی هم لری

  4. څارنوال علیزی Reply

    ښاغلی دګوتوکرښو پیزندونکی صاحب . : تاسو یواځی دګوتودهغو کرښو برخه تشریح کړیده چی مثبت او ګټمند دی مګردتاوان اومنفی پر خوا مو هیڅ بحث ندی کړی چی دکومی ګوتی کومی کرښی منفی اوتاوانی دی ؟هیله چی بحث مو تکمیل کړی . مننه

  5. روغ لیونی Reply

    ښاغلی سحر: په پښتو زبه کې د لاس هره ګوته نوم لري، یوه مې له یاده وتلي

    بـټــــه،(…)، منـــځوۍ، خچــــه، ګامچــــه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸