Categories

اعلان

Loading…

فاضل کندهاری/ محمد ابراهیم سپېڅلی

د کندهارښارعیدګاه دروازې لوی شیشک پرمخامخ پوخ سړک نهمي ناحیې ته غزېدلی دی، پردغه سړک لویدیځ پلوته محمود طرزي لیسه پرته ده، چي د طالبانو ترواکمني پوري د اختر لمونځونه پکښي کېدل، نو په همدې خاطرداټوله سیمه د عیدګاه په نامه یادیږي.

ددغي عیدګاه پرمخامخ یوه لویه پخوانۍ هدیره موجوده ده.

اوس دیادی هدیرې اکثره مځکي د اوسیدو په کورونواو په دوکانونو بدلي سوي دي.

په دې قبرستان کي د هیواد اوله هیواد څخه دباندي ځیني پېژندل سوي ادیبان، شاعران، عالمان او د پوهنیز ډګراتلان ښخ دي.

له بده مرغه په دې هدیره کي د ځینومشاهیرو قبرونه معلوم، خو د بې غورۍ له امله ورځ تربلي د ورانیدو او ورکیدو په حال کي دي او د ځینو مشاهیرو قبرونه بیا همدااوس هرچاته معلوم نه دي او ځانګړي پلټني غواړي.

په دې وروستیو کي کندهاري فرهنګیانو ددغسي پېژندل سويو علمي څيرو د ورک سویو قبرونو موندولو، تثبیت اود معلومونړېدولو قبرونو د رغولو، سرته يې د شناختي یا ډبرلیک لیکلو اودښې ژغورني په موخه فلزي پنجرې نصبولو ته ملاتړلې ده.

د بېلګی په ډول په روانه اوونۍ کي (یکشنبه ۱۲ – ۱۰ ـ ۲۰۱۵ ) د زړو معلومو قبرونو په لړکي د هیواد او سیمي د پېژندل سوي علمي شخصیت علامه حبیب الله کندهاري(حبواخوندزاده) قبر په عصري ډول جوړ، ډبرینه شناخته يې سرته جګه او د لاښې ساتني په موخه به يې پر قبر د فلزی پنجرې د راګرځولو چاري په دې نږدې ورځو کي پای ته ورسیږي.

استاد معصوم هوتک د (درنه کورنۍ) کتاب په ۱۲ مخ کي د یاد عالم په اړه لیکي: ( د ملافیض الله زوی علامه حبیب الله په معقولو او منقولو علومو کي د تبحردرجې ته رسېدلی و.

د علم او فضلت انګازې يې تر هیواد دباندي ملکونو(ایران، هند او حجاز)ته رسېدلي وې او په بهرکي يې د پوهانو له خوا د(محقق کندهاري)، (فاضل کندهاري) لقبونه ګټلي وو.

د خپل هیواد په علمي حلقو کي په (حبو اخوندزاده) مشهور دی.

حبواخوند زاده په (۱۲۱۳هجري قمري) کال د کندهارښارپه بامیزو کوڅه کي زېږېدلی دی.

لومړنۍ زده کړي يې د پلار ترڅارنه لاندي د کورنۍ له غړو څخه ترلاسه کړي دي.

هغه مهال، چي ځوان و، د وخت د دودیزو علوم (صرف، نحو،بلاغت، تفسیر،حدیث،فقه،اخلاقیات) ترڅنګ يې په ریاضي او نجوم کي هم زیاته مطالعه وکړه.

لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي (رح) د ۱۳۴۵ هجری لمریز کال د اریانا مجلې په وروستۍ ګڼه کي ددغه سترعالم په اړه د لیکل سوي مقالې په یوه برخه کي دریاضي، هندسې او منطق په برخه کي دعلامه فاضل کندهاري شهکارونه د شپاړسمي عیسوي پيړۍ د عالمانو فرانسس بیکن او رنه دیکارت له اکتشافاتو سره ورته ګڼلي دي.

دهیواد دغه لوی عالم ۳۴ داسي علمي اثار موږ ته په میراث راپرې ایښي دي، چي اکثره کتابونه يې تر زرپاڼي زیات او د څېړونکو لپاره غني ماخذونه دي.

علامه ابواخوندزاده پر مورنۍ ژبه پښتو سربیره په عربي او فاړسي ژبو نه یوازي پوهیدی، بلکي اکثره کتابونه يې په همدغو ژبو لیکلي دي.

فاضل کندهاري به تل خپلو شاګردانو ته ویل: ((هغه علم ته په بده سترګه مه ګورئ، چي په ژوند کي چاره ترې نه سته.

طب، حساب، نجوم او هندسه زده کړئ، ځکه چي د ژوند تهداب پر همدې علومو ولاړ دی.))

د علمي کتابونو ترلیکلو او د سلهاو شاګردانو تر روزولو وروسته دغه ستر انسان په (۱۲۶۳ هجري قمري) کال د ۵۲ کالو په عمر وفات اود اوسنی کندهار په همدغه لویه هدیره کي، چي مخکي يې یادونه وسوه خاورو ته وسپارل سو.

اوسمهال د کندهارښار په ډنډ څلور لاري کي د هرات کندهارپر لویه لار د (فاضل کندهاري) په نامه یوه لیسه هم سته، چي په سلهاوو زده کوونکي پکښي زده کړي کوي.

ددوی مقبره له هغه وخت راهیسي همداسي خاورینه پاته او نږدې وه، چي د نورو مشاهیرو دورک سويو قبرونو په ډول کوم غاصب ترخیټي لاندي کړی وای.

د کندهاري فرهنګیانو دالومړۍ ژغورونکې هڅه نه ده، بلکي څه موده وړاندي يې د احمدشاهي عصرد لوی شاعر پیرمحمد کاکړ قبضې ته برابره سوې مقبره هم ترزیاتو پلټونو وروسته تثبیت اودښې ژغورني په يې موخه فلزي پنجره پر راوګرځوله.

که د کندهاري فرهنګیانو ژغورونکي هڅي همداسي رواني وې، نو باوري یم، چي په دغه زړه هدیره اود کندهارپه نورو قبرستانونو کي به د مشاهیرو ورک قبرونه تثبیت اود له پامه لویدولو مقبرو سره به يې یوځای په اساسي ډول ورغوي، ترڅو راتلونکو نسلونه، نه یوازي خپل د علمي ډګر اتلان ښه وپېژني، بلکي ددوی پر قدمونو د کامیابۍ منزل ته ګړندي ګامونه هم واخلي.

خو په دې لارکي د اطلاعات او کلتور ریاست او وزارت ملاتړ ډېر اړین دی.

۱۳ – ۱۰ – ۲۰۱۵

دغه کالم د (سرخط ورځپاڼي) په یوشپېتمه ګڼه کي هم خپور سوی دی.

41 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *