Categories

اعلان

Loading…

د ډله ییز امنیتي تړون ټولنې په افغانستان کې د داعش پر فعالیتونو اندېښنه ښکاره کړه

تاند- د ډله ییز امنیتي تړون ټولنه، چې روسیه او د پخواني شوروي اتحاد یو شمېر جمهوریتونه یې غړي دي، وايي شاوخوا ۳ زره داعشیان په افغانستان کې فعالیت کوي.

د ډله ییز امنیتي تړون ټولنې د چهارشنبې په ورځ /اکتوبر۱۴مه/ د مرستیال سیکرترانو په کچه په خپله غونډه کې، چې په مسکو کې جوړه شوه، وویل چې د دوه زره او درې زره تنو ترمنځ داعشیان یا د اسلامي دولت د وسله والې سرزورې ډلې غړي په افغانستان کې موجود دي او عملاً په جګړه کې برخه لري.

د سپوټنیک نیوز خبري اژانس د راپور پر اساس د ډله ییز امنیتي تړون د ټولنې د مرستیال سیکرترانو په غونډه کې په مسکو کې د ایران او چین سفیرانو هم ګډون درلود.

دې ټولنې په افغانستان کې د داعش زیاتېدونکي نفوذ ته په پام اندېښنه ښکاره کړه چې له افغانستان سره د دې ټولنې د پولو امنیت به نور خراب شي.

د دوی په وینا په ځانګړي ډول د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ په پوله کې حالات مخ په خرابېدو دي.

په وروستیو کې فارن پالیسي خپرونې په یوه راپور کې وویل چې داعش یا د اسلامي دولت وسله والې سختدریځې ډلې د افغانستان په فاریاب کې د روزنې مرکزونه جوړ کړي دي. فاریاب له ترکمنستان سره پوله لري.

افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له درو جمهوریتونو لکه تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره ګډه پوله لري.

داعش د افغانستان په ننګرهار کې زیات فعال دي. ننګرهار په تېرو ۱۴ کلونو کې د پښتني ولایتونو په منځ کې یوازینی ولایت و چې د طالبانو له بلوا او پرمختګ ضد فعالیتونو خوندي و خو اوس داسي ښکاري چې په دغه ولایت کې نسبي پرمختګ د داعش په وسیله له منځه وړل کېږي.

71 total views, 1 views today

1 comment

  1. زلمی Reply

    داعشیانو ځناورو تاسی داسی ناحقه دغیرتی , پاک او سپیڅلو افغانانو وینی تویوی ددی پر ځای چه تاسی لاړ شی دپنجابی دا مردار تخم ورک کړی تاسی افغانسپڅلی قوم وژنی, تاسی باید په دی پوه شی داپلانونه دخارج لطرفه جوړیږی تاسی لکه ځناور خپل بی ګناه خلک وژنی دپردیو په دستور, تاسی دومره کاڼه او ړانده ځناور یاست چه پنجابی مردار قوم نه پیژنی چه د پنجاب خلګ نیم په نیمه حرامی دنیا ته راځی بغیر له اسلامی نکاح نه,!! او ددوی اکثره خلګ لمونځ نکوی او په لمانځه هیڅ نه پوهیږی تاسی هلته نه ځی چه هغو ته اسلام ورزده کړی او نیم نفوس چه ټول حرامزاده پیداشویدی دهغو سره حساب او کتاب نکوی ,,!!تاسی دلته دافغان مجاهد سپڅلی او مسلمان قوم وژنی تاسی باید پدی پوه شی چه تاسی به دلته یوه ورځ داافغان غیرتی قوم لخوا ژوندی په اور وسوځول شی داخبره یاد ساتی,,!!!!

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *