Categories

اعلان

Loading…

وسله والو طالبانو په هلمند کې ۲۹ سرحدي پولیس وژلي

تاند- چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په هلمند ولایت کې د افغان سرحدي پولیسو پر پوستو برید وکړ او ۲۹ تنه پوله ساتي یې ووژل.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د هلمند د ولایتي شورا غړي بشیراحمد شاکر وویل چې وسله والو طالبانو ۲۱ سرحدي پولیس د هغوی پر پوستو د حملې په مهال ووژل او ۸ تنه نور، چې ژوندي یې نیولي ول، درې ورځې وروسته ووژل.

افغان چارواکي وايي چې وسله وال طالبان عموماً اسیران وژني. د همدې لپاره یو شمېر کسان وايي چې باید له طالبانو سره هم ورته چلند وشي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس نه دي ویلي چې دا پېښه د هلمند په کومه سیمه کې شوې ده.

7 total views, 3 views today

2 comments

  1. Watandost Reply

    د تاند ويب پاڼي مسؤولينو ته:ـ
    له ډيري مودي راهيسي زه ستاسي دا پاڼه ګورم، خو دا يو سه وخت كيږي چي ستاسو دا ويب پاڼه د تاليب د وياند په توګه وظيفه اجرا كوي، هميشه داسي خبرونه خپروي چي د خلكو ذهنونه په تشويش كي اچوي، لږ په افغانستان رحم وكړي، تاسو به هم افغانان ياست، پكار خو داده چي د تاليب خبيث هيس قسم خبر خپور نكړي،
    دا خبره خو له لمر سخه هم زياته واضحه ده چي تاليب په اصل كي د پاكستان فوجيان دي، او د افغانستان بربادي د دوي مقصد دي، ستاسو نشرات بايد د تاليب خبيث پر ضد وي، او په افغانستان كي د پاكستان د تروريستي اعمالو افشا كول وي، او د دي لاري د تاليب خبيث يعني د (پاكستان) مخه نيول او ناكامول دي،
    نور بس دي په افغانستان رحم وكړي، تر كومه پوري به مونږ افغانان همداسي د جنګ په لمبو كي سوزو، په هره طريقه چي وي بايد پاكستان ته دا جنګ انتقال شي، دا جنګ بايد پر هغوي مسلط شي، نور بس دي، مونږ افغانانو ډيري ناخوالي وليدي

  2. زلمی Reply

    داشرف غنی کارونه سړی هک پک لیونی کوی, موږ چه طالبان ژوندی ونیسو , اشرف غنی یی سمدلاسه خوشی کړی وایی دا پښتانه دی ختاه وتلی دی بیا دا غلط کار نکوی, خو کله چه دملی اردو سرتیری دطالبانو لاسته ولویږی ځای پر ځای یی وژنی او یا یی هم ژوندی اور ته وراچوی , زه دغنی څخه دا پوښتنه کوم چه دا دملی ارد عسکر ولی پښتانه ندی اکثریت زموږ دملی سرتیری پښتانه دی, زه اشرف غنی دا وایم چه یا خو به ته ددی وطن نه یی او هم مطلق بیسواد سړی یی چه ته خپل دوطن په تاریخ او قومونو هیڅ خبر نه یی.!!

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *