Categories

اعلان

Loading…

اوباما له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پر پلان له سره غور کوي

تاند- یوه چګپوړي امریکايي چارواکي وویل، داسي ښکاري چې ولسمشر بارک اوباما له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو د بهیر د سوکه کولو یا د دغه بهیر د بشپړ درولو په خاطر د فشار له کبله خپله پرېکړه بدله کړې ده.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې نن /چهارشنبه/ په یوه راپور کې وویل، اوباما غواړي چې زیات شمېر پوځیان په افغانستان کې پرېږدي څو د القاعده او داعش پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړي.

ورځپاڼه وايي، د راتلونکي کال په پای کې د لږ شمېر پوځیانو، چې یوازې د امریکا د سفارت ساتنه وکړای شي، پاتې کېدل به د ولسمشر اوباما لپاره دا معنا ولري چې له خپل هدفه تېر شوی دی.

سره له دې چې اوباما اعلان کړی چې په افغانستان کې د امریکا جګړه پای ته رسوي، د طالبانو وروستیو حملو او پرمختګونو پینتاګون، د کانګریس ګڼ غړي او په واشنګټن کې د ملي امنیت د ادارې ډېری غړي دې نتیجې ته رسولی چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو حضور خورا مهم دی.

د ملګروملتو له یوه راپور سره سم، له ۲۰۰۱ را په دې خوا اوس تر بل هر وخت سختدریځي زیات خپاره شوي او تېره میاشت دوی یوازې په څو سوه کسانو کندوز ښار ونیوه. په عین وخت کې د القاعده شبکې غړي لا هم د افغانستان په غرونو کې پناهځایونه لټوي، او اسلامي دولت یا داعش له طالبانو څخه د کسانو د خپلولو له لارې د پښې ځای موندلی دی او د افغانستان په جګړه کې یې یو بل باب پرانستی دی.

نیویارک ټایمز وايي، دا پرمختیاوې سبب شوي چې سپینه ماڼۍ دې نتیجې ته ورسېږي چې په افغانستان کې په یو نه یو ډول د تروریستي ضد ځواک پرېښودلو ته اړتیا ده.

د ورځپاڼې د راپور پر اساس اوس یوازې په دې خبره پرېکړه لا نه ده شوې چې دغه ځواک څومره لوی وي او ایا امریکايي پوځیان د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي او که ورنه کړي.

ورځپاڼه د امریکايي چارواکو په قول، چې نومونه یې د هغوی په غوښتنه نه دي څرګند کړي، وايي هغه چارواکي چې له ۲۰۱۷ وروسته د ماموریت پر دوام ټینګار کوي، غواړي چې امریکا او ناټو دې په افغانستان کې لږترلږه دوې یا درې اډې ولري چې له هغو څخه بې پېلوټه الوتکې والوزي او خاص عملیاتي ځواک د سختدریځو پر ضد عملیات وکړي.

د نیویارک ټایمز له مخې د امریکا مرکزي استخباراتي اداره (سي آی اې) هم په افغانستان کې د پراخ حضور غوښتونکې ده.

حاضردمه د پخواني لوی درستیز جنرال مارتین دیمپسې وړاندیز، چې تېر دوبی یې وکړ، جدي ګڼل کېږي. دیمپسې د ۳ زره او ۵ زره ترمنځ د تروریستي ضد پوځیانو د پاتې کېدو ملاتړ کړی و.

خو د پینتاګون چارواکو ویلي چې یا دې یوازې د سفارت د ساتنې لپاره ۱۰۰۰ پوځیان پرېښودل شي او یا دې ۹۸۰۰ د افغان امنیتي ځواکونو روزنې او مشورې ته دوام ورکړي.

336 total views, 1 views today

2 comments

  1. منصور Reply

    دا ټوله جکړه امریکا د همدی لپاره راونه کړیده چی فوځونه پریږدی. ددوی د شمال د بی ثباته کولو پلان یو ځل جمهور رییس کرزی شنډ کړ. هغه وخت چی په هلیکوپترو کی به یی وسلوال کسان انتقالول. حقیقت

  2. منصور Reply

    کندوز ته هم سکوت د دوی په وینا شوی دی او ټول پلان یی دوی جوړ کړی وو.

Leave a Reply to منصور Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2