Categories

اعلان

Loading…

سپینې ماڼۍ له کندوزه د طالبانو د وتلو د اعلان هرکلی وکړ

تاند- د امریکا متحدو ایالتونو د طالبانو د هغه اعلان هرکلی وکړ چې له کندوز څخه خپل جګړه مار باسي.

د سپینې ماڼۍ ویندوی جاش ارنیسټ د سې شنبې په ورځ وویل:«فکر کوم چې دا د دې نښه ده چې افغان امنیتي ځواکونو په وروستیو څو کلونو کې خورا ښه وړتیا ترلاسه کړې ده.»

طالبانو وروسته له دې له کندوز څخه د خپلو کسانو د ایستلو اعلان وکړ چې شاوخوا دوه اوونۍ یې له افغان امنیتي ځواکونو سره په کندوز ښار کې جګړه وکړه. (د طالبانو اعلان)

راپورونه وايي چې په دې جګړه کې له ۴۰۰ تر ۵۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي او په سلګونو نور ژوبل شوي دي. دا هم ویل کېږي چې طالبانو په کندوز کې داسي بد ګوزار خوړلی چې اوس ممکن افغان امنیتي ځواکونه په دې ولایت کې هغه سیمې هم له طالبانو ونیسي چې په تېر یو کال کې یې د هغو د نیولو لپاره هلې ځلې ناکامې شوې وې.

افغان ځواکونه اوس په ګورتېپې او چهاردرې ولسوالۍ کې د طالبانو د ځپلو په عملیاتو بوخت دي. دا دوې سیمې او دغه راز ارچي ولسوالي په کندوز کې د طالبانو تر ټولو غښتلي سنګرونه ګڼل کېږي.

له بلې خوا طالبانو ویلي چې له کندوز ښاره ځواکونه باسي خو د هیواد په نورو برخو کې عملیات تېزوي.

طالبانو عملاً په غزني، زابل او کندهار کې حملو ته زور ورکړی دی.

د سپینې ماڼۍ ویندوی ښاغلي ارنیسټ وویل، دا حقیقت دی او یوه ماتې ده چې طالبانو کندوز ښار ونیوه، خو دا هم حقیقت دی چې افغان امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې بېرته منظم شي او ښار ونیسي. دا د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیا او له له خپل مسلک سره د لېوالتیا ښکارندويي کوي.

د طالبانو له لوري د کندوز نیولو د هغو کسانو دریځ پیاوړی کړ چې اصرار یې کاوه امریکا باید خپل پوځیان له افغانستانه ونه باسي ځکه چې د دوی په وینا افغان امنیتي ځواکونه لا هم دې پړاو ته نه دي رسېدلي چې د امریکا او ناټو ځواکونو له ملاتړه پرته په یوازې توګه د ترهګرو په وړاندې مقاومت وکړي.

د امریکا د کانګریس ځیني غړي اوس وايي چې امریکا باید د ۲۰۱۶ کال په پای کې له افغانستانه ټول پوځیان ونه باسي.

د طالبانو له لوري د کندوز نیولو ښايي د امریکا په هغه پلان کې هم تغییر راوستی وي چې پر اساس یې ټاکل شوې وه د روان ۲۰۱۵ کال تر پایه له افغانستانه د امریکا له شاوخوا ۱۰ زره ځواکونو څخه نیمايي ووځي.

6 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *