Categories

اعلان

Loading…

نیویارک ټایمز: په افغانستان کې د داعش نفوذ په پراختیا دی

تاند- نیویارک ټایمز په نننۍ ګڼه کې په افغانستان کې د یوې بلې سختدریځې ډلې د نفوذ او ورسره د افغانانو د کړاوونو د ډېرېدو په اړه راپور خپور کړی دی.

په دې راپور کې، چې د ننګرهار له سرخرود ولسوالۍ څخه استول شوی، د یوې ښځې کیسه بیان شوې ده.

دا ښځه ملایکه نومېږي. ورځپاڼه وايي، ملایکه په اوونۍ کې لږترلږه ۳ ځلي غره ته خېژي چې له هغه ځایه د کورنۍ نورو غړیو ته ډاډ ورکړي چې د اسلامي دولت یا داعش غړیو ورسره غرض نه دی لرلی.

ملایکه غره ته د دې لپاره خیژي چې هلته موبایل ټېلفون کار کوي.

د دې تر کلي کوزې خوا ته د اسلامي دولت وسله واله سختدریځه ډله دېره ده، دوی دا سیمه درې میاشتې پخوا ونیوله. د دې سیمې اکثره کورونه د داعشیانو له لوري لوټ شوي، سوځول شوي او یا په زوره غضب شوي دي او د هغو ۸۰ کورنۍ مجبوره شوي چې جلال اباد ښار ته نژدې پناه واخلي.

ملایکه، چې شاوخوا پنځوس کلنه ښکاري، یوه له درو ښځو څخه ده چې د خپلو کورونو د ساتنې لپاره یې پرېکړه کړې چې کورونه به نه پرېږدي.

د دې خاوند ملاجان تېره میاشت وویل:«دا بېچاره (ښځه) د دوو پاتې خونو کړکۍ او دروازې ساتي. موږ ۱۰ وزې درلودې، دوی ټولې راڅخه یووړې.»

ملاجان د داعش غړیو نیولی و، دوه میاشتې ورسره اسیر و او بالاخره یې د ۵۰۰ ډالره باج په بدل کې خوشي کړ.

نیویارک ټایمز وايی، کله چې تېر کال راپورونه خپاره شول چې داعش په افغانستان کې سر راپورته کړی، چا ورته توجه ونه کړه خو اوس د دې ډلې خطر له کنټروله د وتلو په حال کې دی.

د افغانستان د ختیځو ولایتونو اوسېدونکي وايي چې دوی نه پوهېږي چې له داعشیانو سره څه وکړي. د دوی په وینا اکثره داعشیان هماغه خلک دي چې تر پرونه طالبان ول. په دې توپیر چې د داعش په جامه کې لا ډېرې پیسې، وسلې او امکانات لري. اوازې دي چې داعش خپلو جګړه مارو ته د ۴۰۰ – ۵۰۰ ډالره معاش ورکوي. په افغانستان کې چې بې روزګاري او بېوزلي خورا زیاته ده دا ډېرې زیاتې پیسې دي.

سره له دې چې اکثره داعشیان به پخواني طالبان وي خو دا ډله طالبان هم نه پرېږدي. په ډېرو سیمو کې یې له طالبانو سره نښتې کړي او د طالب په نوم ډلې ته اجازه نه ورکوي.

312 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸