Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان نوي پاسپورټونه به ۱۰ کلن وي او بیه یې ۵۵۰۰ افغانۍ ټاکل شوې

تاند- د افغانستان نوی پاسپورټ به، چې تازه ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان له لارې اعلان کړ، لس کلن وي او حتي یو ورځنی ماشوم به یې هم اخیستی شي.

ولسمشر غني په یوه تقنیني فرمان کې دا نوی پاسپورټ، چې ټول نړیوال معیارونه پکې په پام کې نیول شوي، اعلان کړ.

د دغه پاسپورټ بیه د لویانو لپاره ۵۵۰۰ افغانۍ او تر ۱۴ کلونو کشرانو لپاره ۳۲۵۰ افغانۍ ټاکل شوې ده خو که چا پاسپورټ ورک کړ نوی پاسپورټ به په ۱۱۵۰۰ افغانۍ ترلاسه کولی شي.

د نوي قانون له مخې د پاسپورټ د اعتبار موده لس کاله ټاکل شوې او حتي د یوې ورځې ماشوم ته هم جوړېدای شي.

د ولسمشر غني په فرمان کې ویل شوي چې په جګړه کې ټپي شویو امنیتي ځواکونو ته پاسپورټ وړیا دی.

د افغانستان نوي پاسپورټونه الیکترونیکي دي او هیڅ شی پکې په لاس نه لیکل کېږي.

یو شمېر هیوادونو ویلي چې نور د افغانستان پخواني پاسپورټونه، چې د پاسپورت د خاوند نوم او نور جزییات پکې په لاس لکیل شوي، نه مني.

210 total views, 1 views today

7 comments

  1. Safirullah Reply

    په پاسپورت کی پنځه او یا لس کاله کومه مهمه خبره نه ده، مهمه خبره د اعتبار ده چی نور هیوادونه ورته په احترام او اعتبار قایل وی. اوسنی کمپیوټری پاسپورتونو ته بعضی هیوادونه اعتبار نه ورکوی لکه امارات متحده. د افغانستان دولت باید ورسره خبری وکړی او دا مشکل حل کړی.

  2. silab niazi Reply

    لس کنه موده یی ښه اقدام ده

  3. Roohullah Amin Reply

    يواځي پاسپورټ کمپيوتري سه خاص فايده نلرى تذکرى بايد برقي شي ترسو دجرمونو مخه ونيول شي

  4. Afghan Shaheen Reply

    . یواځی پاسپورت د نړۍ په ډیرو هیوادونو کی اعتبار نه لری که څوک له خپل هیواده بهر سفر کوی نو د پاسپورت ترڅنګ باید د هویت کارت یا تذکره اوهغه هیواد ته د تللو ویزه هم ولری.
    له کمپیوتری پاسپورتونو سره باید د افغانستان ملی هویت کارت یا تذکره هم موجوده وی او د دواړو محتوی ، معلومات او ټول علایم یو له بل سره مطابقت ولری چی که کوم وخت په چا د جعلی پاسپورت درلودنکی اشتباه وشی نو د هویت کارت یی باید ثبوت کړی چی هغه اصلی دی

  5. جواد احمد Reply

    مونږ لپاره د اعتبار نيټه نه ده مهمه که هغه لس کلن وي او که پنځه کلن فقد مهمه داده چه بحرنيانو ته داعتبار وړ پاسپورت وي او له ولسمشير اشرف غني څخه دا غوړاړو چه په تذکرو د جدي اقدام وکړي تر سو فساد ختم شي

  6. Ahmad Gul Reply

    تظکیره به کلا کمپیوٹر کیژی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *