Categories

اعلان

Loading…

د بل شاعري نه لولم/ اجمل ښکلى

څو ورځې مخکې مې له يوه شاعر ملګري واورېدل، چې له ويرې د نورو شاعري نه لولي، چې هسې نه، اغېز ترې واخلي او دى له خپلې لارې راوګرځوي.

دا خبره مې له ډېرو اورېدلې، چې که د نورو شاعري ولولې، اغېز به ترې واخلې، بيا به په شعوري او ناشعوري توګه د دوى خبرې تکراروې؛ خو دا خبره سمه نه ده.

د شاعرۍ لپاره شاعرانه قريحه يا وضعه پکار ده او د دې قريحې د روزنې او پياوړي کولو لپاره يواځې د طبيعت په ننداره، يا په ابتدايي فکر بسنه نه شي کېداى.

شاعر که خپل شاعرانه ذوق او کره کتنيز فکر ونه روزي، پرمختګ نه شي کولى. ولسي شاعران وګورئ، د موضوع او ژبې له پلوه يې شعرونه څومره نيمګړتياوې لري، ځکه چې نالوستي دي، پر مسايلورغنده  فکر نه شي کولى، د ادبي ژبې پر کمالونو او عيبونو نه پوهېږي، ځکه نو تر کلي محدود پاتې دي.

د دې شاعرانه قريحې د روزنې بېلابېلې لارې چارې دي، يوه دا چې شاعر په بېلابېلو پوهنو کې مطالعه ولري. دا مطالعه يې چې څومره پراخه وي، شاعري به يې هغومره پياوړې او عالي وي. د علمي مطالعې له لارې شاعر د بېلابېلو مسايلو په اړه معلومات پراخوي. دا معلومات له شاعر سره د موضوع په غوراوي او د غوره کړې موضوع په چاڼ کې مرسته کوي، مطلب چې موضوع ټولنې ته نقصاني نه وي، د تهذيب په خپراوي کې لاس وکړي او د تمدن د ګواښونکو توکو مخنيوى وکړي.

له شاعره د فلسفي هيله نه شي کېداى، چې دا دې درته اخلاق جوړ کړي؛ خو دومره ده چې په شعر کې وړاندې کړى فکر يې بايد د عوامو تر ذهنيته لوړ وي او  فرهنګ بډايه کړي. دا فکر حتمي نه دى، چې د ده خپل وي. د نورو دې وي؛ خو د ده کمال دا دى، چې شعر يې کړي.

  د شاعرانه قريحې د پياوړتيا بله لار په ادب پورې د تړلو علومو مطالعه ده. شاعر چې څومره د شعر له کمالونو خبر وي، هغومره پياوړى وي. هغه شاعران په سترو شاعرانو کې نه راځي، چې شعر يې د ژبې يا موضوع له پلوه عيبجن وي. د شعر پر رموزو چې پوه شوې، بيا به دې شعر پخپله مخ په بره روان وي، ځکه چې خپلسرى کره کتنيز ځواک به درسره مل وي، چې شعر به دې کمزورۍ ته نه پرېږدي، بيا چې څومره تمرين کوې، هغومره به دا ځواک پياوړى کېږي او هغومره به دې د ستروالي پر لور مزل رالنډېږي.

د شاعرانه قريحې د پياوړتيا بله لار د لويو شاعرانو لوست دى. ملګرى مې له همدې خبرې ويرېده، چې هسې نه شاعرۍ ته رانه د بل رنګ راننه ووځي؛ خو خبره بېخي سرچپه ده. که د نورو شاعري دې نه وي لوستي، ښايي د نورو اغېز راننه باسې ، ځکه چې انساني تجربې ګډې دي. له يوه شاعر د بل د اغېزمنۍ يو لامل راته ادب تاريخ همدا ښيي؛ خو که د نورو شاعري دې لوستي وي؛ نو بيا به لاسي ترې ځان ساتې، ځکه چې درمعلومه به وي، چې دا خيال د فلاني دى. پر شاعرانه رموزو او د بيان په طرز که ځان پوهوې؛ نو عملا يې بويه بېلګې ولولې، چې پته درته ولګي، چې د دې شاعر لويي په څه کې ده. د نورو شاعرانو په لوستو کې ويره نه ده پکار، پر ځان باور پکار دى.

د نورو شاعرانو له لوستو سره مو د موضوعاتو د غوراوي دايره پراخېږي. څوک چې نور شاعرانو نه لولي، د هغوى د کلمو او موضوعاتو زېرمه محدوده وي؛ خو چې نور شاعران ولولې، ذهن دې لکه له قيده چې ازاده شي، والوځي او هغه موضوعات هم ولجه کړي، چې پخوا ستا په ګومان کې هم نه وو. همدغسې شاعرانه ژبه هم پراخېږي، نوي ترکيبونه او نوي تصويرونو درته راځي.

شاعر هله د خپلې لارې خاوند کېداى شي، چې له نورو لارو خبر شي، ګنې يا خو به لار ونه باسي او که ويې هم باسي؛ نو مخ پر ترکستان به وي. دا راته وايي، چې د نورو لوست راته د خپل سبک د ايجاد شيمه راکوي.

بل د ښې شاعرۍ لپاره د شاعرانه ذوق پياوړتيا ضرور ده. شاعرانه ذوق په خپله شاعرۍ دومره نه پياوړى کېږي؛ نو پکار ده چې شاعر د خپل شاعرانه ذوق د پياوړي کولو لپاره ښه شاعري ډېره ولولي.

 که دا درې واړه مطالعې له يوه شاعر سره وي، بيا ورته پر مسايلو او طبيعت شاعرانه او واقعي فکر سخت نه دى، د بېلابېلو شيانو ترمنځ د تضاد او ورته والي اړيکه په اسانه موندلى شي.

53 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *