Categories

اعلان

Loading…

د بېړیو زیار/ شهسوارسنګروال‎

پښتو وييپوهنه او وييپرغاونه په نوم يو ارزښتمن او نوښتمن ، په زړه پورې ګټور پوهنتوني کتاب څو ورځې د مخه د درانه استاد  پوهاند زيار له خوا راولورول شو.
دغه کتاب يو ځل د مخه هم خپور شوی وو. خو دا دی اوس بيا  د استاد په هاندو هڅو تر بيا کتنې او زياتونې وروسته د مومند خپرندويه ټولنې له خوا چاپ او خپور شو.
کتاب له اخځليک نه پرته په ۷۷۸ مخونو کې بشپړ شويدی او له نيوليک نه وروسته د خپرندويې ټولنې يادښت د ټولمنلي استاد محمد آصف صميم په برکتي ګوتو کښل شويدی.
کله چې د کتاب څو پاڼې  اړوو د کتاب په ۱۸ مخ کې د ( پېژندګلوي) تر سر ليک لاندې د لوی استاد له قلمه څڅېدلې سريزه تر سترګو کېږي. د کتاب ۳۰ مخ په تندي لومړی څپرکی لولو، چې موږ ته په ټوله کې ( ژبه ) راپېژني …..
ژبه يوه تړوني ، ټولنيزه ورهڼيزه (کسبی) وسيله او ټولنيزه پديده ده . په ټولنه کې زده کېږي او په  ټولنه کې پر کار لوېږي ، او يوازې په انسانانو  پورې اړه  لري .
٬٬
يو وخت مې د ژبې په تړاو د يوه کتاب پاڼې اړولې چې د ژبې او علم تر سر ليک لاندې اوږدې خبرې شوې وې.
د ژبې په اړه يوه انګېرنه داسې وه چې : ( ژبه د فکر مستقيم واقعيت دی) ليکوال بیا د ژبې او د انساني ټولنې په جوړښت، د استاد د دغې خبرې د پخلی پر بنسټ چې ژبه  ( يوازې په انسانانو پورې اړه لري) لويه څېړنيزه ليکنه  کښلې وه  چې په وار وار يې دا خبره راغبرګوله چې انسان يو ټولنيز مخلوق دی او ژبه هم يوه ټولنيزه پديده….
د پښتو  وييپوهنه او وييپرغاونه د کتاب په لومړي څپرکي کې د (نومونې) تر لوی سرليک لاندې اړخي سر ليکونه هم لکه مانا ، پښويه ، پښوييزچار ، غږپوهه ، اوازپوهه ، کړ ، نوم ، د نوم ډولونه ، په سلګونو لوی او واړه سر ليکونه چې په (غونډله) پايته رسېږي تر سترګو کېږي.
د کتاب ۲ څپرکي کې لکه د لومړي څپرکي په څېر په خوږه ، سوچه او نګه پښتو ژبه ، ليکل شويدی.
هممانيزوالی ، څومانيزوالی او همجوليزوالي وييونه وي خو په پښتو ژبه کې د دغو وييونو د زيادښت لامل د پښتو ژبې غږيز ، خجيز ، ګړدود (وروسته د ليکدود نايووالی) او د ګړدود له مخې ليکدود ښايي د دغو په څېر د يادو توکو بنسټيز لامل وي ، ولې په ګړدود کې د يوه هيواد سيمه ييز او جغرافيوي جوړښت هم د پام وړ ګڼلی شو.
د افغانستان جغرافيوي جوړښت ، د سيندونو شتون ، د رودونو پورې را اورې غاړې ، د هيواد غرنيوالی ، دا ټول هغه سيميز لاملونه دي چې په يادو ژبنيزو توکو نيِغ په نيغه اغيزه کوي .
پوهاند زيار صيب ډېرې ښې بېلګې د لوستونکو د پوهاوئ لپاره  کښلي دي :  راواخله  ووړ ، وړوکی ، وړکی ، کمکی ، کوشنی ، ماشوم ، زموږ په سيمه کې په یادو وييونو ټول خلک پوهېږي – – – خو يوازې ( وړکی ) ډېر دود دی. د نورو هممانيزو وييونو کارونه لوستي کسان کوي ، احمد لا وړکی دی ، دا وړکی مه غموه ، دا وړکي نه څه بلا غواړئ ؟ – – –
د کتاب ۳ څپرکي سر ليک ( پښتو ويي پوهنې ته يوه لنډه کتنه ) نومېږي .
د پياوړي ، وياړلي او سرلوړي استاد څرګندونې چې د پښتو وييپوهنې په تړاو يې کړيدي ، نه يوازې خپلو هڅو ته تم شويدی بلکې د پښتو ژبې تېرسوو خواخوږو څېړونکو ، ژبپوهانو او بهرنيو ختيزپوهانو چې پدی اړه ليکنې کړيدي ، استاد ورغبرګ شويدی او په ډېر درناوي يې د هغوئ يادونه  کړيده .
د دغو ختيز پوهانو په لړ کې زیارصيب د جيمز دارمستېتر يادونه داسې کوي :
هسې خو په نومېرلې توګه د پښتو ويي پوهنې او ويي رغاونې او هممهاله د آر پوهنې پيلامه له جېمزدارمستېتر سره د نولسمې پېړۍ د نهمې لسيزې په روستيو کې رانښلي . ٬٬ (۱۱۶ مخ )
په ريښتنې چې جېمزدار مستېتر نه يوازې له پښتو ويي پوهنې سره مينه درلوده بلکې ده د پښتو ژبې سندری هم راټولې کړيدي . دارمستېتر وايي :
ما دا کوښښ کړيدی چې پښتو ژبې ته داسې خدمت وکړم لکه څنګه چې ( فوريل ) يونانيانو ته کړيدی .
له ده سربېره نورو ختيزپوهانو هم پښتو ادب ، ژبپوهنې او وييپوهنې ته د پام وړ خدمتونه کړيدي چې موږ پادری هيوز ، ميجرراورټی ، پروفېسربرنرډ ډورن ، هنري والټربېل ،کپتان واګان ، هوکس ، ترومپ ، کيپل ، کاکس ، هربرت پنزل ، او نور يادولی شو
۰
استاد پدغه څپرکي کې د نورو کورنيو او بهرنیو ليکوالو يادونه هم کړېده ۰موږ په کورنیو کې پير محمد کاکړ چې يوه ښونيزه پښتو پښويه کښلې ده او په بهرنيو ختيځپوهانو کې الماني ګويلدن شتيت ، د ساري په توګه يادولی شو.
همداراز د کتاب ۴ څپرکی وييرغاونه يا نورغاونې ته ځانګړی شويدی . استاد پدغه څپرکي کې يوې ډېرې موهمې برخې ته ګوته نېولې ده چې هغه د پښتو ژبې وييپانګه ده .
زه داسې انګېرم چې ښايي د نړۍ په بيلا بېلو ژبو په ځانګړي ډول د وروسته پاتې ټولنو په ژبو کې چې هلته لوستي او نالوستي وګړي د لږکيو او دیرکیو په نوم شتون لري ، ځني ټکي د پام وړ دي ، ځکه چې دغه ډلييز جوړښت ښېګڼې هم لري او بدګڼې هم . د ژبې دنګه والي او سوچه والي پر بنسټ د نالوستو ښېګڼه پدې کې ده چې  خپله ژبه يې د نورو ژبو له اغيز نه ژغورلې ده .
که موږ د پښتو ژبې په تړاو له ښارونو ډېر لرې کوروکلي ، بانډو او ان کېږديو ته سر ورښکاره کړو وبګورو چې د دوئی وييونه او ګړدودونه د پرديو ژبو له کلتوري او ژبني بريد نه خوندي پاتې دي .
ولې د لوستو په ځانګړي ډول د ژبپوهانو ښېګېنه پدې کې ده چې پښتو ژبه د ژبپوهنې په رڼا کې ( په تاريخي ، څېړنيزه او پرتليزه توګه ) وڅېړي او داسې يې کره کړي چې د پوهنتون ژبه شي ، د طب ژبه شي او د يوې علمي ژبې په توګه وځلېږي .
خو له بده مرغه زموږ لوستي بيا ډېر ځله د بلې ژبې په وييونو ډېره ډ ډه لګوي .همدا لامل دی چې استاد پدغه څپرکي  کې وييرغاونې ته ډېره پاملرنه کړې ده .
پدې اړه استاد کښلي دي : که وييرغاونه ونه شي ، داژمندويي ( تضمين ) څوک کولای شي چې پردي وييونه او نومونې (اصطلاحات) دې په يوه ژبه او ليکدود پښتو ته راولېږدول شي ؟ ،، ( ۱۳۶مخ) نو ځکه خو دېته ډېره اړتيا ده چې د وييرغاونې یا بيا رغاونې ټوليز آرونه او دويونه په بنسټيزه توګه وڅېړل شي .
دا رنګه د کتاب په  ۵-۶-۷ څپرکو کې د بېلنګونه ( اشتقاقات ) ، کړبېلنګونه ( فعلي اشتقاقونه)  او نو مبېلنګونه (اسمي مشتقات) تر سر ليکونو لاندې يوه بشپړه (له بېلګو او نمونو سره په ملتيا ) څېړنه شوېده چې لوستونکو په تېره پوهنتوني لوستوالو ، په ځانګړي ډول د ژبو او ادب پوهنځي ، د پښتو څانګې شاګردانو ته د يوه درسي کتاب په توګه زيات ارښت لري .
ژبنيز وييونه ، دريښې ، کړبېلنګونه ، بېلنګونو او مخبېلنګونو پر بنسټ د هرې ژبې د وييرغاونې لپاره زيات ارزښت لري. په پښتو ژبه کې له هر چا زيات په علمي بڼه د وييپوهنې ، وييرغاونې او په ټوله کې د ژبپوهنې په رڼا کې کوم بنسټيزه کار چې پدې هکله تر سره شویدی هغه د ډاکټر صيب زيار نه ستړی کيدونکی هاند او زیار دی .
استاد د ډېرو وييونو له مخې له يوه خپلواک ويي سره د مختاړي او روستاړي  په نښلو داسې نوي وييونه د وييپوهنې  او وييرغاونې  له مخې رامينځته کړيدي چې پښتو يې لا شتمنه کړېده .
پوهاند زيار د همدې کتاب په (۱۵۲ مخ) کې يو شمېر مثالونه راوړيدي ، لکه پوهنتون د ميږتون پر بنسټ ، له پوهنه (پوهن-) + تون ، مېلمستون د مړيستون (مړستون ) پر بنسټ له مړي (مړ-) + ستون څخه ، له دې سربېره په کړبېلنګونو او نومبېلنګونو کې هم استاد د يوه ويي د ګردان له مخې او د نوم (اسم) پر بنسټ هم ډېر مثالونه راوړي دي چې ډېر په زړه پورې دي ، (خور-) په (خورم-) خورو ، خورې ، خورئ ، خوري ، یا تيرمهال (وخوړ ، وخوړل ، وخوړه – – – په لسګونو نورې بېلګی پدغه کتاب کې لوستلی شی.
همدا ډول (پښتو وييپوهنه او وييرغاونه) کتاب کې نور ډېر سر ليکونه پدی اړوند لوستلی شی ، په ځانګړي ډول  ۸ څپرکی چې د تړنګونه (ترکيبات) تر سر ليک لاندې چې د کومو پښتو تړنګونو په اړه څېړنه شوېده د پام وړ ده ـ که چېرې په ټوله کې داسې ووايم ، ښايي مبالغه به مې نه وي کړې چې پوهاند دوکتور م.احمد زيار پدغه کتاب کې د تاريخي ژبپوهنې ، پرتليزې او څېړنيزې ژبپوهنې په اړه داسې يوه ګټوره او هر اړخيزه څېړنه کړېده چې په پښتو ژبه کې يې هيڅ ساری نه ليدلی کېږي.
د دی لپاره چې زما يادونه د دی کتاب په تړاو داسې وي لکه سمندر کې يو څاڅکی ، نو تاسو درانه لوستونکي که غواړئ د ژبپوهنې ، وييپوهنې او وييرغاونې په اړه بشپړ معلومات تر لاسه کړی ياد کتاب څو وارې ولولئ او ګټه ترې واخلئ .
بس همدومره

6 total views, 1 views today

1 comment

  1. Ibrahim Reply

    یعنې په یو وار لوستنې شونې نه ده چې اخذ ترې اوکړی شو ؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *