Categories

اعلان

Loading…

د پاکستان لوی درستیز د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د پیلېدو غوښتنه وکړه

تاند- د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف د طالبانو لاس ته د کندوز ښار له لوېدو وروسته د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې او پخلاینې د خبرو د پیلېدو غوښتنه وکړه.

جنرال راحیل شریف د جرمني په مونیخ (مونشن) کې امنیتي کنفرانس ته په وینا کې تاکید وکاوه چې له خنډونو سره سره په افغانستان کې د شخړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره سوله او پخلاینه مهمه ده.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز له ټولو نفوذ لرونکو خواوو وغوښتل چې د سولې هغه بهیر بېرته پیل کړي چې د سږ کال په جولای میاشت کې پیل شوه خو وروسته طالبان ترې تېر شول.

د جولای په اوومه طالبانو د افغانستان د حکومت له استازو سره د پاکستان په مري ښار کې مخامخ خبرې وکړې خو وروسته له دې چې د ملا عمر مړینه افشا شوه طالبانو دوهم پړاو خبرې، چې ټاکل شوې وه د جولای په ۳۱ مه وشي او د اوربند په اړه پکې خبرې وشي، لغوه کړې.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز هم د افغان طالبانو او افغان حکومت د استازو د خبرو د بیا پیلېدو غوښتنه کړې ده.

پاکستان په داسي وخت کې دا غوښتنه کړې چې طالبانو په خپله ۱۴ کلنه بلوا کې د لومړي ځل لپاره د یوه ولایت مرکز نیولی چې د سولې په خبرو کې د دې ډلې دریځ پیاوړی کولی شي.

560 total views, 1 views today

3 comments

  1. Alakozai Reply

    دا ټول دروغ دی پنجابی هیڅ وخت د افغانستان دوست نشی کیدلای او د افغانستان اوولس او حکومت باید نور ددی خاینینو پر درواغو باور ونکړی د پاکستان پوځ او استخبارات ټول دد جال د پروژو تدبیق کوونکی او د اسلام د بد نامولو لپاره کار کوی او د پنجابیان د پیسو لپاره خپله مور هم خرڅوی

  2. abullah Reply

    ښاغلی شریف د طالبانو سره د خبرو غوښتنه کړی ده، ایا طالبان په غیر د دی ښاغلې د هدایت پرته د خبرو اختیار لرې؟ بله دا چی که د پاکستان فوځ یوه میاشت د طالبانو سره مرست بنده کړې طالبان به د ماتی سره مخامخ نه شې؟ طالبان د پاکستان د حکومت او خاصتا د پاکستان د فوځ یوه برخه نده؟ نو بیا ولی د منافق د طالبانو نمایندګې نه کوې.

  3. منصور Reply

    لدی خبرو سره هسی وخت ضایع کیږی. اصلا خبری هیڅ پکار ندی له پنجاب سره او نه هم له طالبانو سره…بلکه جکړه یی هر وخت د حل ښه لاره ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2