Categories

اعلان

Loading…

د شهید ډاکتر نجیب الله یوه نادره خاطره

ډاکتر محب زغم –

زما د امریکا د سفر له یونلیک څخه

… په دې مېلمستیا کې ښې قابلي وزمې وریجې هم وې او د هغه سړي مېرمنې پخې کړې وې چې په پاکستان، افغانستان، اوزبکستان او نورو آسیايي ملکونو کې یې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې کار کړی و. دغه سړي د هغو شپو کیسه راته وکړه چې طالبان په لومړي ځل د کابل تر دروازو راورسېدل خو بېرته په څټ شول. ده له ډاکتر نجیب الله سره د خپلو خبرو اترو کیسه داسې وکړه:

«د ۱۹۹۵ په فبرورۍ کې چې طالبان د کابل نیولو ته روان شول، زه د ملګرو ملتونو د یونیسف ادارې (د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره) مرستیال وم. په دې وخت کې زموږ مشرانو امر وکړ چې ټول به اسلام آباد ته ځئ او یوازې به د ملګرو ملتونو د پولیسو دوه تنه پاتې کېږي چې د «مېلمه» ساتنه وکړي. ما په مخابره کې په کراتو د «مېلمه» کلمه اورېدلې وه. دی پخوانی ولسمشر ډاکتر نجیب و. دوه کاله مې هلته کار کاوه او د ده په اړه مې اورېدلي وو چې خورا هوښیار او تعلیم یافته سړی دی. زما ځینو ملګرو چې د ده په حکومت کې یې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې کار کړی و، د ده د عالي لیډرشپ او د افغانستان د اجتماعي پرمختګ خصوصاً د روغتیا او تعلیم په برخه کې د ده د هڅو خبرې کولې. دوی ویل چې غرب پر غلطه روان و چې د مجاهدینو ملاتړ یې کاوه. مجاهدینو مکتبونه سوځول، نجونې یې له کار او تعلیمه منع کولې او له تمدن سره یې دښمني وه، حال دا چې د ډاکتر نجیب حکومت مترقي حکومت و او له غربي ارزښتونو سره په ټکر کې نه و.

له ډېره وخته مې په زړه کې ارمان و چې له ډاکتر نجیب سره خبرې وکړم او وګورم چې په دې څو کلونو کې چې دی د ملګرو ملتونو په دفتر کې اوسېږي او غیر له مطالعې بل کار نه لري، څومره بدل شوی دی. خو په دې وېرېدم چې که د دفتر مشر ته ووایم، هغه به راباندې شک وکړي. ځکه ما د بشرې مرستې په اداره کې کار کاوه او سیاسي دنده مې نه درلوده. که مې خپله غوښتنه څرګنده کړې وای، ممکن نورو راباندې د جاسوسۍ تور لګولی وای.

پاکستان ته چې لاړو، خبر شوو چې طالبان د کابل تر دروازو پورې رسېدلي وو خو بېرته شا ته تمبول شوي دي. مشرانو پرېکړه وکړه چې یوه ډله به د کابل دفتر ته ورولېږي. په دې ډله کې زما رتبه تر ټولو جګه وه نو کابل ته چې راغلو، مشري زما په برخه شوه. دا نو د افغانانو د نوي کال ورځ (نوروز) وه. ځان سره مې فکر وکړ چې همدا یې ښه موقع ده.

خپل ایتوپیايي همکار ته مې وویل: «فکر نه کوې چې دا به ښه کار وي چې «مېلمه» ته ورشو او د نوي کال مبارکي ورته ووایو؟» ده وویل: «ولې نه، وربه شو.» بازار ته لاړو او یو قوتی چاکلېټ مو واخیست.

تېره اوونۍ نهه راکټونه پر دفتر لګیدلي وو او یو خو یې د هماغه کوټې چت سوری کړی و چې «مېلمه» په کې اوسېږي. نو فکر وکړئ چې له دومره جنجالونو وروسته به ډاکتر نجیب څومره خوشحاله شوی وي چې یو امریکايي او یو ایتوپیايي له چاکلېټو سره ورغلي وو او غوښتل یې چې د نوي کال مبارکي ورکړي او یوازې دوستانه ګپ شپ ورسره ولګوي، نه سیاسي جر و بحث.

د ډاکتر نجیب الله غږ، سترګې، د هغه د مفکورو وضاحت او قوت مې لا هم داسې پر زړه دي لکه دا هرڅه چې پرون پېښ شوي وي. پر ښیښه یي مېز چیني چاینکه او څلور پیالې کېښودل شوې. ډاکتر نجیب او ورور یې د مېز بلې خوا ته راته مخامخ پر چوکیو کېناستل.

خواږه مجلس او د چایو پیالې چې یو په بل پسې تشېدلې. خو زما په ذهن کې یوه بله پوښتنه وه او په آخر کې مې وکړه. ډاکتر نجیب ته مې وویل چې دی له هغو کارونو پښېمانه نه دی چې د خاد د ریاست پر وخت یې کړي وو؟

ده چېغه کړه: «نه». او مېز یې په داسې زورور سوک وډباوه چې پیالې هوا ته پورته شوې. ویې ویل: «تاسې نه پوهېږئ چې موږ له څه رقم خلکو سره سر و کار درلود، تاسې نه پوهېږئ چې هغوی غوښتل دې وطن ته څنګه تباهي راوړي.»

هغه له اسلامیستو خوځښتونو سره د خپلې مبارزې په اړه لکچر ورکړ خو مسأله یې یوازې د افغانستان په کچه نه مطرح کوله. ده د ټولې متمدنې نړۍ خبره کوله. ده ویل چې اسلامیزم د سرطان غوندې دی او په ټوله نړۍ کې به ریښې وغځوي او دومره ورانۍ به وکړي چې تصور یې هم نه شې کولای. ده وویل: «د برلین دېوال چې ړنګ شو، ما بوش ته ولیکل چې سره ختم شول او نور نو سره د امریکا دښمنان دي، اوس زموږ ګډ دښمنان شنه دي.» خو مشر جورج بوش د ده د لیک ځواب ونه لېږه.

اونۍ وروسته چې د کابل ښار پر سړکونو ګرځېدم، ومې لیدل چې رښتیا هم مجاهدینو د اسلام په نامه څومره ورانۍ کړې دي. وروسته چې د سپټمبر پر یوولسمه القاعدې پر امریکا برید وکړ، د ډاکتر نجیب خبرې مې راپه زړه شوې او ځان سره مې وویل چې ده اسلامیستان ښه پېژندلي وو. ځان سره مې وویل چې که ډاکتر نجیب ژوندی وای، اوس به یې راته ویل چې «ګرانه النه! نه مې وو درته ویلي».»

دغه سړی چې Alan Brody نومېږي، په دې اړه مفصله مقاله لیکلې ده او که یې د لوستلو شوق لرئ، په دې پته یې موندلای شئ: http://www.vqronline.org/webexclusive/2008/01/02/brody-revisiting-afghanistan/

289 total views, 2 views today

3 comments

  1. mha Reply

    Him and Khalqi government as a whole killed many innocent Afghan citizens. They also killed President Dawood and all of his family including women and small children 12 people, which was very barbaric, wild, horrible and unforgivable act.

  2. څارنوال علیزی Reply

    عزتمندولوستونکو او لیکونکوسلامونه اونیکی هیلی می ومنی
    که موږ دانسانی زوند تاریخ ته وګورو ټول الهی ادیان پراسلام .
    چی دعدالت . ، تمدن اوپرمختګ دین دی راغلی دی . نه دوحشت او بربریت دین .، .
    دادین دصلح ،ارامش، خوښی و عدالت او پرمختګ دپاره دخپلو خاصو اصولو او روښانو موازینو په چوکات کی اوسمه ٍاوثابتی لاری په ښودلو سره منځ ته راغلی .که موږاللهی ادیانوتاریخ ته نظر واچو دا ټول الاهی ادیان پخپل وخت کی ډفسادونو ، بی عدالتیو ،ظلمونو پر ضد اودانسانی ژوند دټولنیزو او فردی چارو دسمو ن اوتنظیم دپاره دروښانو لارښوونو اوحکامو سره راغلی اوهردین بخبل وخت کی دخاصو شرایطو سره سم ټولنیز پرمختګ هم ګړیدی مثلا د اسلا م محمدی ص دین تمندن او پرمختګ پخپل وخت کی وګوری چی ژوندی مثالونه خورا ډیردی خوپه اوسنی عصر او زمان کی داسلام داحکامو خلاف شیطانی اوکفری سیا سی لاری چاری دی چی داسلام تر نامه لاندی اویا غیر له هغه سیاسی موخو ته درسیدلو دپاره نه اسلام اونه هم انسانیت ګوری.

    خو داکتر صاحب نجیب الله چی دخپل وخت دیو کمونست پلو ګوند اودولت عضواومشر و نو داسلام فلسفی په اړوند دنوموړی نظر همهغه داوټ ګروپ او انګروپ سوسیلوجیکی انکار ناپیره خصوصیاتو ترتاثیرلانی بلل کیدلایشی . وبس

  3. عبدالرووف لیوال Reply

    ډاکترصاحب ته سلامونه ! لاتراوسه خویې لادومره ورانی نه ده کړی خوانشاالله دوه کاله وروسته به وګورې چې خپله مسلمانان په  دې افراطیانو تولعنت ووایی-نښه دې همدا ستا لیکنه وی – اسلام درذات خودعیبی ندارد+ هرعیبی که است دراخوانګری وافراط ګری ماست

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *