Categories

اعلان

Loading…

ولسمشرله خلکو وغوښتل چې د پاکستان د نااعلان شوې جګړې په وړاندې د حکومت ننګه وکړي

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په هیواد کې د سولې ټینګېدو ته هیله وښوده، ویې ویل چې د خلکو په ملاتړ او د حکومت، نړیوالې ټولنې او د سیمې د هیوادونو په هلوځلو به د پخلاینې پروسه بریالۍ شي.

ښاغلي غني نن د لوی کندهار، لویې پکتیا او لوی ننګرهار له قومي مشرانو، مخورو او د ولایتي شوراګانو له استازو سره په کتنه کې تاکید وکاوه چې سوله او ثبات د ولس یوه اساسي غوښتنه ده او حکومت به د دې هدف لپاره له خلکو سره مرسته وکړي.

ولسمشر غني همداراز وویل چې افغانستان له تېرو ۱۴ کلونو راهیسي د پاکستان له نااعلان شوي جنګ سره مخامخ دی. ده پر افغانانو ږغ وکړ چې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره حکومت ته لاس ورکړي.

ولسمشر غني له واک ته رسېدو وروسته ټول تمرکز په هیواد کې د سولې او ثبات ټینګېدو ته واړاوه او د دې هدف لپاره یې زیاته هڅه وکړه چې له پاکستان سره اړیکې ښې کړي او دا هیواد د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې پر ځای دوستانه سیاسي او اقتصادي همکاریو ته وهڅوي.

ده د جنوبي، جنوب ختیځو او ختیځو ولایتونو مخورو ته په عین حال کې وویل چې سوله او ثبات یوازې له بهرنیانو سره د خبرو له لارې نه شي ترلاسه کېدای.

ولسمشر وویل:«زموږ هیواد شتمن دی خو خلک مو بېوزله دي. که سوله او ثبات مو راوست، له خپلو سرچینو او زېرمو څخه به د خپلو خلکو د سوکالۍ، هوساینې او پرمختګ لپاره کار واخیستلی شو.»

5 total views, 1 views today

1 comment

  1. محمد داود یتیم یار Reply

    ای کاش چی زمونږ چارواکی پدی خپله خبره ودریږی او دغه خبره خپله استراتیژی وګرځوی جی مونږ په جنګ دپاکستان سره مخامخ یو خو افسوس چی پاکستان لږ ځان بیا نرم کړی بیانو چارواکی میدیا ته وایی چی دپاکستان په ضد خپل تبلیغات بند کړی یعنی دابیا دداسی خبری مانا ورکوی چی نعمت را ناخورده دشکرکشیدن په مانا ده مونږ باید دتراخری حده پوری په پاکستان شک وکړو نه داچی خوش باوره اوسو هغه پدی چی دا ډیر مکار اوفریب کاره دی دپاکستان په ښه کار کی هم افغانستان ته بلا ډیر مصیبتونه نغښتی دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *