Categories

اعلان

Loading…

د هوا په وسیله د لاس مینځلو اله جوړه شوه

تاند- په چین کې ساینسپوهان توانېدلي یوه داسي اله جوړه کړي چې په وسیله یې هوا کوټلې کېږي او لاسونه پرې مینځل کېدای شي.

د دې الې اختراع کوونکي، چې د پوهنتون اووه محصلان هم پکې شامل دي او د دې نوښت لپاره یې نړیواله جایزه ترلاسه کړې ده، وايي چې دا اله به د اوبو په مصرف کې د سپما سبب شي.

د زیجیانګ پوهنتون د څېړونکو له لوري دا جوړه شوې اله د بایسکل د پېډل په شان پر یوه پېډل کار کوي، کوټل شوې هوا د اوبو له یو څه بړاس یا بخار سره ګډوي او دا امکان برابروي چې انسان پرې لاسونه ومینځي.

3د دوی په وینا دا اله د اوبو مصرف په سلو کې ۹۰ کمولی شي او په عین وخت کې له لاسونو د باکتریاوو په پاکولو کې اغېزمنه ده.

چینايي څېړونکو د دې الې پر جوړولو یو کال لګولی دی.

73 total views, 4 views today

1 comment

  1. فاروق فاروقى Reply

    له دوی مونگ ڈیر تکڑه یو ولی مونگ ته جایزه نه راکول کیگی .
    1. 40 کاله موجنگ پرمخ وی وڑ
    2. پلونه پلچکونه موپه یوه کیشودل شوی بم له منزه وڑی دی .
    3 . عامه شتمنی مو ختمه کڑه .
    4. زخایرموچور کورونه موچور بی گناه مسلمان ورونه خویندی مویاله منزه ووڑی .یا موزخمیان یاموپه زور ده وطن پریشودلوته مجبور کڑل. .
    5. ایاله مونگ چینایان اویاده نوروملکونو خلق ڈیر تکڑه دی ؟؟؟
    مونگ ته خو هیچا کومه ڈالی یاجایزه رانکڑه چی داولی ؟؟؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *