Categories

اعلان

Loading…

د هنر تار/ اجمل ښکلی

د هنر د مزي دوه څوکې دي، يو د هنرمن يا د پنځګر په لاس کې ده او بله د مخاطب. هنرمن ولې هنر ايجادوي، لوی لامل يې د ځان تفسير دی او د ځان د تفسير له لارې د نړۍ تعبير دی. زه څه يم، څنګه يم او ولې يم او له ټولنې سره زما څه اړيکه ده. دا هغه پوښتنې دي، چې هر هنرمن يې په خپل هنر، هر شاعر و ليکوال يې په خپل شعر و ليکنه کې د ځوابولو هڅه کوي. تر اخره په دې ځواب پسې سرګردانه وي.

هنرمن چې دې پوښتنو ته جواب پيدا کړی وګڼي او پر خپله يوه پنځونه يې زړه مطمين شي، هغه د پرمختګ او مخکې تګ حوصله وبايلي. مخکې به لاړ شي؛ خو پرمختګ به يې ټکنی وي يا به په روانه کې ولاړ وي، د واعظ قزوينې خبره “شتاب ساکن” به لري. مطلب مې دا دی، چې تر هغې پنځونې وروسته به تر هغې ښه هنر ايجاد نه کړای. زړه به يې هملته نښتی وي، پر همغې پنځونې به مين پاتې شي او د مخکې تګ جنون به يې ستومانه شي.

که پنځونه د سورياليستانو يا داسې د لسګونو نورو لويديځو مکتبونو په څېر يواځې د خپل ځان مجرد او مبهم تفسير شي او له ټولنې سره اړيکه ونه لري، هغه هنر په ټولنه کې نقش نه شي لوبولی، بلکې د خپل ځان يوه توره تابوله ده، چې څو ګډوډ سره او سپين رنګونه پرې پاشلي دي.

هنر د ټولنې پر وړاندې ستا فردي بغاوت دی، ستا د ارزوګانو هېنداره؛ خو چې په هنر کې تجرد او ناوړه ابهام وي، هغې هنر ته بريالی هنر نه وايي. د واعظ قزويني بيت به بشپړ وليکم:

هنر چند از خود بګريزم، همان در بند خود باشم
رم آهوی تصويرم، شتاب ساکنی دارم

خو د هنر ايجاد له ځانه تېښتنه ده. ښايي له ټولنې ورته تېښته ووايو، خو دا د سورو رياليستانو يا نورو تېښته نه ده، چې بېخې ټولنې ته په شا نه ګوري او داسې په منډه له کلي ووځي، چې بيا يې څوک پل ونه ويني. له ټولنې تېښته ده؛ خو د ټولنې لپاره. چا د تصوف د لارې سالک ته ويلي وو، چې رهبانيت مو ولې خوښ دی؟ د هغه ځواب و، چې که څوک پر ډېران ناست وي، پاک پاتې کېدای شي؟ تر څو چې له ډېرانه پانه څېږو، ډېران به څنګه پاکوو.

د هنر د مزي بله څوکه د مخاطب يا ټولنې په لاس کې وي. د هنر لويه، بلکې ستره موخه په ټولنه کې د فکرونو ايجاد دی. هنرمن د خپل ټولنې او حاکم جامد فکر پر وړاندې د فردي احتجاج يا د فردي فکر او ټولنيز فکر ټکر دی. دا ټکر ضرور نه ده، چې زموږ د سوسياليستي ادب غوندې د ملا او خان غوندې حاکمو طبقو پر وړاندې ظاهرا شديد اعتراض وي او خلک جګړه ييزو انقلابونو يا تشدد ته وروبولي. نرم اعتراض ښايي تر شديد هغه ډېر ژور اغېز وښندي او ټولنه د تباهۍ پر ځای رښتيني فکر او سوکالۍ ته وروبولي.

که له موږ سره د يوه کره کتونکي په توګه دا دوه تصوره(د ځان تفسير او د عالي فکرونو ايجاد) وي؛ نو هم خپل هنر او هم د نورو هنرونه پرې تللی شو، چې چا ځان څومره تفسير کړی او په ټولنه کې يې د نوي فکر د ايجاد هڅه څومره بريالۍ ده.

نو هنر د ځان تفسير او د فکرونو ايجاد دی. د عالي هنر په تعريف کې دا دوه توکي د بنسټونو نقش ترسره کوي. کوم ملتونه چې عالي هنر نه لري، د نړۍ په اړه يې تصور نيمګړی او مبهم وي. عالي ادب راسره د خپل ځان او نړۍ په پېژندلو او د ژوند د موخو په ټاکلو کې مرسته کوي.

——————————-

په تاند کې د ښاغلي ښکلي ځینې نورې لیکنې:

د مطلقو فعلونو املا،  د شاعرۍ لوری، د کلمو شاعري، معلومات که فکر،جدي لوستونکی، رغښتواله، استعاري عددونه او قیدونه، حسن تعلیل او مدعا المثل، له شاعرۍ سره مراعت، زموږ د کیسو پېښې، د معلوماتو خرڅول، تلمیح، فرد څه وايي، تجنیس، هېره ژبه ، معما مو اوس ولي نه لګي، ازاد نظمونه ، منحصره ژبه، د شاعر ایډیل کرکترونه، غیررسمي ژبه،  شعر و نظم، لاهو کېدل ، هنر او زموږ ماورالطبیعت

105 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *