Categories

اعلان

Loading…

تږې سترګې/ ګل رحمن رحماني

راته وويل
د فکر مرغه دې ازاد پرېږده، پرېږده چې په ازاده هوا کې خپل وچ شوي وزرونه وغوړوي، خپلې زرينې او طلايي بڼکې د لمر په ځلا کې نورو ته څرګندې کړي، خو شاته يې په خپلو لاسونو کې قيچي، تور دامونه او ګڼې لومې نيولې وې.

ماته يې ويل
د انګړ دروازه دې خلاصه پرېږده، پرېږده چې دا بندي ګلونه دې تازه هواس حس کړي، لارويان حيران کړي، وږمې يې په ټوله کوڅه کې خورې شي او ژبې يې په صفتونو پيل وکړي، خو خپل ګلدانونه يې په تتو ښيښي پوښونو کې ايسار کړي وو او د کور د انګړ له پاسه يې وسپنيز چتر اېښى و.

پاس اسمان ته مې وکتل، سترګې مې د لمر له رڼا ډکې کړې، ارام شوم، لکه د دښتې جل وهلى چې د يخو اوبو په چينه ور پرېوځي، غوښتل مې سترګې ورسره مخامخ کړم، تږې سترګې يې ټيټې کړم او اغوستى نقاب يې وسوځوم، خو هغه تښى و او پلونه يې په وينو سره وو.

٢٠١٥ د سپټمبر ١٤مه

——————————————–

د لیکوال ځینې نورې لیکنې:

سپین سترګی، بوطیقا، شاعر څوک دی؟ ، افغاني رسنۍ او نړیوالتوب، د محب هنر، هنر ادبیات…. ، مینه او غرور، پنځمه برخه، په ادبیاتو او هنر کې….، د ځان غم،ادبیات او تکنالوژي،قضايي لمونځ، د شعر کرکتر، په موضوع ټاکنه کې د اجمل ښکلي… ، پېغور، د مرغانو بیه، پر ګلونو مین شاعر، بله ورځ، ارواپوهنیزه….، افسانه او اسطوره، نازک الملایکه…، پټه خبره، د اسطورو مطالعه څه ګټه لري؟، شعریت څه دی؟ ، د شاعرۍ عروج او نزول، محمد اصف غمګین…،په شعر کې د کلمو ټاکنه، ننی مخاطب او ټولنیزې رسنۍ، د اوبو غوندي روانه شاعري، ادبیات او جادويي ریالیزم، د شعر تحلیل او تجزیه، زما مینه، د ښار ماڼۍ، د شعر فلسفه،وروستی فصل ، ادب او ټولنیز بدلون، ماشوم او پسه ، سوله او جګړه ،ارمان، لیکوالي، خنډونه او تجربېش، پر ځان کره کتنه ،ګُلدانونه ، ادبي نذکره او ادبي تاریخ ، استادانه لیکنه ، کلیشه يي ژوند، نړیوال ادبیات

47 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *