Categories

اعلان

Loading…

د رهبرۍ د پرمختګ لپاره ۱۰ اساسي پړاوونه

یعقوب خالقي –

دغه پړاوونه به له تاسې څخه مخکښ مدیر او رهبر جوړ کړي.

د تیرو ۱۰۰ کلونو راهیسې د ټولنیزو علومو پوهان د رهبرۍ او هغو عواملو په اړه، چې په اغیزمنه رهبرۍ کې مهم رول لري، څیړنې کوي. په پایله کې، موږ ټول په دې پوهیږو، چې د رهبرۍ مهمې وړتیاوې له تاسې نه یو ښه رهبر جوړوي.

دلته د هغو لسو پړاوونو یادونه کوو ، چې په رهبرۍ کې ستاسې وړتیاوې لوړوي.

۱ – د پرمختګ له پاره له خپلې انګیزې څخه کار واخلئ

ځینې کسان په خپله خوښه مسولیت مني او د خوښې له مخې یې تر سره کوي، په داسې حال کې چې ځیني نور بیا له مسولیت څخه ځان شاته کوي. نو د دې له پاره، چې تر ټولو ښه رهبر شئ، نو تاسې باید انګیزه ولرئ او د پرمختګ له پاره ترینه ګټه واخلئ.

خو څرنګه پوه شو چې په تاسې کې د رهبرۍ انګیزه شته؟!

لاندې پوښتنې کولای شي د رهبرۍ د پرمختګ لپاره ستاسو انګیزه څرګنده کړي:

ایا د رهبرۍ د وړتیاوو د لوړوالي له پاره سخت کار کولو ته چمتو یاست؟ ایا د پرمختګ له پآره د رغوونکو نیوکو منونکي یاست؟ ایا غواړئ، چې پخوانۍ او بې اغیزې ستراتیژۍ هیرې او نوې وکاروئ؟ که دغو ټولو پوښتنو ته مو ځواب (هو) وي، نو په تاسې کې د خپلې رهبرۍ د پرمختګ له پاره انګیزه موجوده ده.

۲ – اوسنۍ وړتیاوې او د پرمختګ له پاره مو اړتیاوې وڅیړئ

ټول پرمختیايي پروګرامونه د پیل ټکي ته اړتیا لري. موږ ستاسې پر اوسنیو وړتیاوو او هغو برخو، چې پرمختګ ته اړتیا لري، پیل کوو. خپل ځان مو وښایاست! په کوم برخه کې ښه وړتیا لرئ؟ کوم شیان د کار له پاره اړتیا لري؟ تاسې همداراز د خپلې رهبرۍ د وړتیاوو په اړه د خپلو همکارانو، هغو کسانو څخه، چې ستاسې تر لاس لاندې کار کوي او شاوخوا نورو ملګرو څخه فیډبک تر لاسه کړئ. په یوه اداره کې د ټولو خواوو د نظر پوښتل ۳۶۰ درجې فیډبک جوړوي او دا په پرمختیايي پروګرامونو کې د هر رهبر له پاره اړین کار دی. ددې ګټه داده، چې تاسې په هغه څه پوهوي، چې شاوخوا کسان مو څرنګه او له کومې زاویې ګوري.

3۳ – ځیني وخت رهبران اصلي صلاحیتونو ته اړتیا لري

لکه مخکې مو، چې یادونه وکړه د سلګونو کلونو راهیسې د رهبرۍ په اړه څیړنې کیږي. موږ پوهیږو، چې رهبران د رهبرۍ اغیزمنتوب له پاره کومو صلاحیتونو ته اړتیا لري. په لنډه توګه، تاسې باید ډير زیرک، پر احساساتو مو لاس بری او د رهبرۍ له پاره باید ښه شخصیت ولرئ. دغه هر یو صلاحیت ته پرمختګ ورکولای شئ، خو ددې له پاره ډير کار ته اړتیا ده. ټولو هغه کسانو ته، چې رهبري کوي، په کار ده، تر څو د خپلو کارکوونکو رضایت تر لاسه کړي. وروستیو څیړنو ښودلې، چې رهبران د خپلو بریاوو په پرتله د خپلو تیروتنو څخه ډير څه زده کوي. دلته د اصلي صلاحیتونو درې برخې دي، چې رهبرانو ته اړینه ده تر څو دغو برخو ته پرمختګ ورکړي:

الف – ټولنیز مهارتونه او پیژندګلوي مو ډيره کړئ

فعالو رهبرانو ته اړینه ده، چې زیرک و اوسي. دا په دې معنې نه ده، چې د هوش ضریب مو لوړ وي، د دې معنی دا ده، چې تاسې باید پر هغه څه پوه شئ کوم چې تاسې یې تر سره کوئ، او څرنګه یې په اړه ښه پریکړه وکړئ. د خپل کار او کاري ټیم په اړه مو ډير څه زده کړئ! دا هم زده کړئ، چې څرنګه معلومات راټول او بیا یې تحلیل کړئ، تر څو په اړه یې ښه پرېکړه وکړئ.له ټولنیزه اړخه په اړیکو کې د نزاکت او شیانو ته له بیلابیلو زاویو څخه د لیدو په زده کولو هوښیار و اوسئ. دا هم زده کړئ، چې څرنګه له خپل کاري ټیم، همزولو او روزونکو څخه ارزښتمند معلومات راټول کړئ.

ب – هیجاني مهارتونه مو لوړ کړئ

یواځې دا بسیا نه کوي، چې زیرک و اوسئ؛ ښه رهبر ته په کار ده، چې له هیجاني اړخه هم هوښیار وي. هیجاني مهارتونه هغه وړتیا ده، چې کله یو کار یا خبرې کوئ د نورو په هیجان پوه شئ. دغه مهارتونه همداراز ستاسې د احساساتو د کنترول سره نږدې اړیکه لري. په دې مانا، چې د یو کار په تر سره کولو کې مو خپلې غوصې ته پام وي او خپل حواس مو تر کنټرول لاندې وي.

ج – خپل شخصیت مو لوړ کړئ

کیدای شي رهبران زیرک او لایق وي، خو هغه وخت دا هر څه له منځه ځي، چې کله یو رهبر د ښو شیانو په تر سره کولو کې لږه وړتیا ولري. په رهبریت کې شخصیت تر ټولو مهمه خبره ده. د ښه رهبر شخصیت له پاره دغه څلور اساسي ټکي مهم دي: (۱)عدل : د خپل کاري ټیم تر منځ د عدالت مراعات کول (۲) منځ لاريتوب : د خپلو عواطفو او احساساتو تنظیمول (۳) توجه : د نورو نظرونو ته پاملرنه کول (۴) مېړانه: د ښو شیانو په تر سره کولو کې زړورتیا، د ګواښونو سره ځان مخامخ کول.

۴ – د ښو پرمختیايي موخو ټاکل

پرته له صلاحیتونو څخه، چې تاسې یې د پرمختګ له پاره هڅې کوئ، دا مهمه ده چې د خپل ځان له پاره مو پرمختیايي موخې وټاکئ. د موخې په ټاکلو کې د (SMART) استعمال تر ټولو غوره لار ده.

مشخص= S= specific

د اندازه ګیرۍ وړ= M= measurable

ترلاسه کېدونکی= A= attainable

واقع بینانه وي= R= realistic

د وخت د محدودیت درلودونکي وي= T= timely

موخې یا اهداف باید مشخص وي؛ په دې مانا، چې د پرمختګ له پاره کوم صلاحیت موخه ګرځوئ. موخې یا اهداف باید د اندازه کولو وړ وي؛ معنې دا چې په دې پوه شئ، چې څرنګه مو خپل پرمختګ وڅیړئ. موخې مو باید د لاس ته راوړلو وړ وي؛ یعنې داسې موخې مه ټاکئ، چې په رسېدو کې یې ناهیلې شئ. موخې مو باید واقع بینانه وي؛ په دې مانا چې موخه باید د هغې شرایطو او موجوده سرچینو ته په کتو سره وټاکئ. موخو ته ټاکلو کې وخت ته هم پاملرنه وکړئ؛ د خپلې رهبرۍ د پرمختګ له پاره باید وخت ځانګړی کړئ.

۵ – د نورو فیډبک تر لاسه کړئ

دا ډېره مهمه ده، چې د صلاحیتونو د پرمختګ پر مهال د نورو فیډبک تر لاسه کړئ. د یو ښه روزونکي یا مشاور درلودل، به وکولای شي، چې تاسې ته د تګلارو په عملي کولو کې صادقانه او مثبت فیډبک درکړي. همداراز د یو ښه هم مسلکه ملګري درلودل هم کولای شي، چې په ځینو مسایلو کې تاسې ته ښه فیډبک درکړي. د فیډبک د ترلاسه کولو پر مهال مو خپلې تیروتنې نوټ کړئ.

۶ – پرمختګونه مو ولمانځئ

لکه څرنګه، چې مخکې یادونه وشوه، په رهبرۍ کې پرمختګ ستونزمن کار دی، نو له همدې امله دا ډېره مهمه ده، چې له پرمختګ وروسته د خوښۍ احساس وکړئ او خپل ځان وستایئ. هره بریا مو ونمانځئ، که څه هم ډېره کوچنۍ وي.

۷ – دوامداره پرمختګ

د رهبرۍ د صلاحیتونو لوړوالی د لنډې مودې کار نه دی. دا د پرمختګ یو دوامداراه پروګرام دی. په یاد ولرئ، چې رهبري یو سفر دی نه یوه فاصله.

122 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *