Categories

اعلان

Loading…

د ارواښاد عبدالمجید خان زابلي ژوند لیک

د محمد داوود نیازي لیکنه –

د تورتمونو په وحشي او تیاره چاپېریال کې، چې د تیارو خپسو په خپلو کرغېړنو لاسونو په ظالمانه او جابرانه توګه د بې وزلو او کمزورو هيوادوالو ستوني زبيښل، وزارتونه ،سلاکوټونه چور، سوداګرۍ له منځته تللې وه، د دولت په خزانه کې یوازې اتو زرو افغانیو شتون درلود، د اقتصادي چارو مزي شلیدلي ول . دا هغه مهال و چې په هيواد کې اوښتون رامنځته شوی و. د هيواد ټول اقتصادي او سیاسي بنسټونه لمنځه تللي ول . د اقتصادي چارو د سمون لپاره اعلیحضرت نادرشاه د هيواد نوميالی اقتصاد پوه له المان هيواد څخه راوغوښت تر څو د هيواد په اقتصادي چارو کې ژوربدلون راولي دا نومیالی په هيواد مین ځوان بل څوک نه ارواښاد عبدالمجید خان زابلی و .ارواښاد عبدالمجید زابلی د عبدالحکیم خان تره کي زوی په 1270 لمریز کال کې د هرات په ولایت کې زیږدلی دی . ارواښاد زابلي خپلې لومړنۍ او لوړې زده کړې په تاشکند کې پای ته رسولې دي او له هغه ځایه يې مسکو او المان ته سفرونه وکړل په مسكو كې يې د اوسیدو پر مهال خپل کور د افغانستان سفارت ته په واک کې ورکړی وو. د شاه له بلنې څخه وروسته اروښاد زابلی هيواد ته د هرات ولایت له لارې راستون شو . په لومړي سر کې یې د هرات ، قندهار او کابل ولایتوونو له سوداګرو سره وکتل او پینځه میلونه افغانۍ يې راټولې کړې ، دوه میلونه افغانۍ حکومت برابر کړې، ښاغلي زابلي د اوو میلونو افغانیو په اندازه په هيواد کې د اقتصادي خپلواکۍ او پرمختګ لپاره   په 1311لمریز کال کې په کار پیل وکړو . په همدې پانګې تر 1321 لمریز کال پورې يانې د لسو کالو په موده کې ډیرې سترې اقتصادي چارې تر سره کړې . د دې لسو کالو په موده کې خصوصي سکتور او دولتي سکتور یو بل ته لاس ورکړو، په هيواد کې ژور اقتصادي بدلون راغلو، هغه چارې او پروژې چې په یادو لسو کالو کې بشپړې شوې وې په لاندې ډول ترې یادونه کوو :

  1. د افغان ملي بانک تائسيس؛
  2. د افغانستان بانک تائسيس؛
  3. په هيواد کې د ونډيزو شرکتونو جوړول؛
  4. د قره قل د پوستكو د پراختيا او پرمختيا لپاره هلې ځلې ، د امريكا او اروپا بازارونو ته د قره قل د پوستكو او د وړيو د صادرولو لارې چارې برابرول ؛
  5. د بغلان د قندو د فابریکې تائسیس ؛
  6. په کندهار کې د وړیو اوبدلو صنعت رامنځته کول؛
  7. په هيواد کې په لومړی ځل د سیمټو د کارخانې جوړول؛
  8. د چک وردګ ،سروبي،او پلخمري د بريښنا د کارخانو جوړول ؛
  9. پلخمري او ګلبهار د نساجي فابريكو جوړول؛
  10. د هلمند د ناوې د پروژې جوړول ؛
  11. د كندز د سپين زر شركت جوړول؛
  12. د هيواد نړيواله سوداګرۍ د هندیانو او یهودانو له لاسه وتل د افغانۍ با ثباته کیدل چې اوولس کاله يې ثبات ثابت وو.
  13. د افغانستان بانک لپاره د سرو زرو د زیرمې ایجاد؛
  14. په هيواد کې د تقاعد او استخدام د چارو لپاره د سیستم رامنځته کول او دروغتیا دبیمې وضع کول ؛
  15. د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د المان، چکوسلواکیا، پولینډ، ايټاليا، هندوستان او انګلستان سره د قرار دادنو لاسلیکول؛
  16. د لومړي ځل لپاره په هيواد کې پر عایداتو دماليې وضع کول؛
  17. په نیویارک کې د افغان امریکن ټریډنګ کمپنۍ تائسيس؛

دا او دې ورته نور ډير کارونه په یادو لسو کالوکې تر سره شول؛

اروا ښاد زابلي له هيواد سره د بې کچې مینې لرلو له کبله د 1358 لمريز كال په لومړيو كې خپل ټول غيرمنقول جايدادونه دولت ته په واك كې وركړل، چې په ملي مصالحو او تعليمي لارو چارو كې وكارول شي. همداراز د خوشال خان او رحمان با با د ليسو د ليليې امكانات او لګښت يې له خپلو شخصي پيسو څخه برابر كړي و.

يو وخت ارواښاد د فرهنګيانو د هڅونې په موخه له خپلو پيسو، چې په افغان ملي بانك كې يې جلا كړې وې، د اقتصاد جايزه ټاكلې وه ، ارواښاد په خپله فرهنګي هم و، چې ډيرې لیکنې يې په اماني جریده کې چاپ شوې دي . ارواښاد زابلي په هيواد کې د صنعت ، سوداګرۍ، بانکوالۍ، ټرانزيټ، د کابل پوهنتون د پراختیا ،ښوونې، روزنې، بهرنیو هيوادونو ته د ممتازو زده کوونکو ليږل، دبهرنیو اسعارو د لاسته راوړلو لارې چارې، 1314لمریز کال کی د بانک له لارې بانک نوټونو چاپول، اود اقتصادي پرمختګ لپاره ډيرې هلې ځلې وکړې تر دې چې په خپل وصیت کې یې هم د ښوونې، روزنې د پرمختګ لپاره پیسې جلا کړې وې .

استاد خلیل الله خان خلیلی په خپلو يادښتونو کې لیکي : يوه ورځ سردار رحیم خان د عتیق خان ورور، صدراعظم شاه محمود خان ته عریضه وکړه او په عریضه کې د زرو امریکايي ډالرو غوښتونکی شو او شاه محمود خان هم بانک ته د اجرا امر وکړ، ارواښاد عبدالمجید خان چې د اقتصاد او بانک مسئول وو د پيسو له اجرا څخه انکار وکړ . د وزیرانو د شورا په غونډه کې صدراعظم شاه محمود خان له ارواښاد زابلي پوښتنه وکړه چې ولې دې زما له امر څخه انکار وکړ؟ اروا ښاد يې په ځواب کې وویل : دا پیسې د دولت د اړتیاوو لپاره دي نه دا شخاصو .

اروا ښاد زابلی په 1377 لمريز كال كې د 106 كلونو په عمر د امريكا په متحده ايالاتو كې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې كړې او په امانت ډول د ماساچوست په ښار كې خاورو ته وسپارل شو. انا لله وانا الیه راجعون

د ارواښاد زابلي مړینه د مظلوم ملت د ژغورنې او د هيواد لپاره د اقتصادي خپلواکۍ په تر لاسه کولو کې ، یو نه جبرانېدونکې او ستره ضایعه ده . روح د ښاد او یاد دې تل ژوندی وي .

محمد داود نیازی

131 total views, 5 views today

2 comments

  1. babrak Reply

    زه له نیازی صاحب ډیره مننه! اګر چه زه زابلی صاحب له ۱۳۵۸ کال پیزنم یعنی کله چی نوموړی خپل غیر منقول ثروت او ملیونونه نقدی افغان ملت ته وبخښلی
    نیازی صاحب! لکه چی محومد طرزی د ژوزنالیزم پلار ،مرحوم عبدالوکیل د زارعت پلار ،محمدکلخان مومند د وحدت پلار دی ستاسی له مضمون داسی ښکاری چی مونږ خپل یو لعل تر خاورو لاندی کړی او مونږ ړانده او کاڼه او بی همته دداسی علامه دداسی خوشحال خټک او دسی ستر اانسان چی تر امان اللهخان هم کن نه بولم له یاده وتلی
    زه دتان له لاری له هغو افغاناننو او خاصتا د بیت نیکه له اولادی چی دزابلی صاحب دثروت او درایت له کبله څو غرانه لری باید دزابلی طرزی عبدالوکیل او نور په نامه ملی اوبینالمللی سیمینارونه جوړ او په مزارونو یی باید له افتخاره ډکی لوړی مناری جوړی شی. دزابلی خاوره دی دیر زر راړل شی ا
    دسخا دمیدان لویه زمریه
    دافغان دزوندون لویه توریالیه
    دکروړ امیر لمسیه ای مجیده زابلیه
    جنتونه دی نصیب شه جنتیه جنتیه
    دامیر کروړ خبره دی دروغ کړه
    د وطن دمینې لویه میړنیه
    ته استاد دانسانیت یی و افغان ته
    زمونږ ه نوبله زمونږ عثمانه ګلالیه
    زه زخمی د پښتنو په لټه ګرځم
    کوم پښتون چی څه کړی زده له زابلیه
    ډاکتر ببرک زخمی

  2. حامد Reply

    دارنكه شخصيتونو صرف دافغانانو دعزت او هوسايني فكر يي درلود جه حتي خفلي سرمايي يي داولس اوحكومت فه لاس كي وركولي اوس خو فه رنا ورز بانكونه وهل كيزي او بيا امريكا ته فه تيشته له هيواده وزي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *