Categories

اعلان

Loading…

ولسمشر غني له نړیوالو مرستندویانو د افغانستان د ملاتړ د دوام غوښتنه وکړه

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له نړیوالو مرستندیوانو وغوښتل چې له ځپل شوي افغانستان سره ملاتړ ته دوام ورکړي.

ولسمشر غني دا خبره نن /شنبه/ د افغانستان د مرستندویو هیوادونو په کنفرانس کې وکړه.

په دې کنفرانس کې، چې سام یا د جګپوړو چارواکو غونډه نومېږي، د شپېتو هیوادونو او موسسو استازي ګډون لري.

د دې غونډې هدف یا ضمني عنوان د دوه اړخیز حساب ورکولو پر اساس پر ځان بسیاینه ده.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د دې کنفرانس پرانستونکې غونډې ته په وینا کې د لندن د کنفرانس د ژمنو په رڼا کې د افغانستان پرمختګونه تشریح کړل او د بدلون په لسیزه کې یې د افغانستان د پراختیايي او اقتصادي پلانونو په اړه معلومات ورکړل.

ده وویل، د ملي یووالي حکومت چې کومه اجندا د لندن په کنفرانس کې وړاندې کړه، یوازې یو سند نه، بلکې هغه منشور و چې د افغانستان د بیا احیا کولو لپاره یې د دوی د طرحې څرنګوالی منعکس کاوه.

ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې د افغانستان اتصال او یوځای کېدل هېواد ته دا فرصت ورکوي چې یو ځل بیا د آسیا د سوداګریزې څلور لارې تاریخي رول ترلاسه کړي.

ده هیله څرګنده کړه چې افغانستان به په بهرنیو مرستو له اتکا خلاص شي او په خپلو پښو به ودرېږي.

7 total views, 1 views today

3 comments

  1. نبیله حسرت Reply

    نه پوهیږم تاسو د نن لاریون باره کې ولې څه ونه ویل تاسو هم لکه چې د ګل مرجان له لارې ……………..خیر بې له تاسو به هم خدای خیر کړي تاند نه مو دا طمعه نه وه

  2. سليمان Reply

    تر کومه به زمونږ چارواکي د خلکو سترګو کې خاورې اچوي. دوی چې کوم کچکول په غاړه اچولی دادملت لپاره نه دی، دا صرف د یوڅو غلو په منځ کې تقسیمیږي. په میلیاردونو مرستې په دا تیرو ۱۵ کلونو کې وشوې چې ددې غلوچارواکو په مینځ کې چور شوې ،شیرپورپه څیر قصرونه پرې جوړ شو اوخارجي تجارتونه پرې کوي او یواځې ګټه یې مفسدو دولتي چارواکو اوددوی په لاس جوړ شویو مافیایي غلوته رسیدلې اوملت ته یې صرف مرګ، تکلیف، وینه تویدنه او بربادي په قسمت رسیدلې.
    دوی د نړۍ د هغه هیوادنو سره چې د افغانستان په ناامنۍکې خپل شوم مرام لري مستقیم لاس لري. هر یو لوړ پوړی دیو هیواد لخوا راوستل شوی او دهماغه هیواد لپاره کار کوي او پریمانه پيسې ترې اخلي خو ماړه نه شو .شپه او ورځ خپل ټول وخت اوذهن ددې لپاره استعمالوي چې څنګه د ریکا په څیر غونډې او کانفرانسونه جوړ کړي او د نړیوالوڅخه دملت په نوم ګټې تر لاسه کړي او دا ربړیدلی، کړيدلی، ویده او مړملت باندې خاورې ورواړوي.
    ملته تر څو چې دا ۱۵ کلن چارواکي وي ښه ورځ به ونه ګورئ. تاسو یې په یوه اوبله موضوع لکه تذکرې، سوله اونور ډيرو مسایلومصروف کړی ياست چې دوی ته مو پام نه وي.
    نړيوالو تر څو چې امن رانه وړئ ستاسو مرستې ضایع دي ، بې له امنه ستاسومرستوته اړتیا نه شته ځکه دا دملت په خیرنه بلکې د ملت دبربادۍ لپاره کارول کیږي.

  3. سليمان Reply

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *