Categories

اعلان

Loading…

د ناروغۍ په تشخیص کې د ډاکټر او ناروغ دندې/ ډاکټر سباوون

زموږ په ټولنه کې د نورو مسلو تر څنګ ډیری کسان نه پوهیږي چې کله ډاکټر ته ورځي څه باید ورته ووایي او څنګه یو ډاکټر کولی شي په ناروغۍ څان پوه کړي، له بده مرغه اوس هم شته داسې کسان چې فکر کوي ډاکټرباید اتومات په هر شي پوه شي ، اوس هم شته داسې کسان چې د ډ‌اکټر ستاتسکوپ یا د معاینه وسیله داسې اله بولي چې په سینه یا نس کیښودل شي نو ډاکټر په اتوماته توګه په هر شي پوهیږي، یو وخت زما اروښاد پلار چې په خپله هم ډاکټر ؤ کیسه کوله چې یوې لیرې پرتې سیمې ته د یوې نارغې د کتلو لپاره غوښتل شوی ؤ او د ناروغې خاوند پر ناروغې لویه پړستن اچولې وه او زما پلار ته ېې ویلي ؤ چې ته خو ډاکټر ېې یوازې د پشار« فشار» په کتلو سره باید په هر شي پوه شې نور نه ورسره خبرې کولی شې او نه ېې معاینه کولی شي ، که څه هم اوس ډیری خلک په دې مسلو پوه شوي خو لا هم شته داسې کسان چې نه پوهیږي څنګه له ډآکټر سره مرسته وکړي چې د ناروغۍ تشخیص ته ورسیږي.

ددې لپاره چې یوډاکټر د ستونزې او ناروغۍ اصلي علت پيدا کړي چې ناروغۍ تشخیص شي څه باید وکړي ؟ د یوې ناروغۍ د تشخیص بهیر څوپړاونه لري چې باید ډاکټر ېې کچ کړي البته د طب په ټولو څانګو کې دغه بهیر کابو یو شان دی دغه پړاونه په دې ډول دي د ناروغۍ تاریخچه ، معاینات ، او نورې بشپړونکې څیړنې .

تاریخچه یا د ناروغ کیسه او خبرې :

کله چې ناروغ ډاکټر ته ورځي له لومړني تماس سره ډاکټر یو لړ معلومات راغونډوي چې په مرسته ېې د ناروغۍ علت پیدا کړي په دې برخه کې لومړنی ګام له ناروغ سره خبرې کول دي دغه پړاو ته د تاریخچه اخیستل وايي ډاکټر له خپل ناروغه غواړي د خپلو شکایتونو په هکله نوره توضیح هم ورکړي مثلاً که د زنګون یو درد لري له ناروغه دغه پوښتنې ښايي وکړي :

ستاسو د زنګون درد څومره سخت دی ایا دومره مو ځوروي چې درد ضد درمل وخورئ .

دزنګون درد مو له کومو کارونو سره او کوم وخت سختیږي .

ایا درد په خپله پيل شو که له یوه فعالیت وروسته مو درد احساس کړ.

درد ناڅاپه پیل شو که ورو ورو په څو ورځو او اونیو کې درد پيل شو.

دغسې ډیرې نورې پوښتنې هم ښايي وکړي چې باید ناروغ د دې لپاره چې ډاکټر تشخیص ته ورسیږي ورسره پوره ملګرتیا وکړي اوټولو دغو پوښتنو ته ځواب ورکړي د ډاکټر دغه ډیرې پوښتنې په دې معني نه دي چې هغه ناپوه دی او ژر ېې سر نه خلاصیږي له هغه وروسته ډاکټر ښايي د یو بل شکایت او نښې په هکله پوښتنې وکړي د مثال په توګه هغه به د زنګون له درد پرته وپوښتې :

ایا   دزنګون له درد پرته ګوډ ګوډ هم کیږئ .

زنګون موپړسیدلی هم دی .

ایا کله شخوالی هم لري که وي څنګه او په کوم حالت کې دغه کار کیږي .

له دې وروسته ښايي ډاکټر ستاسو د نورو ناروغيو په هکله پوښتنې وکړي اویا درته ووایي چې کوم درمل خورئ او یا په کورنۍ کې مو کومه خاصه ناروغي شته که نه دغه ټولې پوښتنې باید ځواب شي .

په افغانستان کې د ډیرو ناروغیو د تشخیص لپاره یوازې همدا یوه مرحله کفایت کوي یا هم ښايي ورسره فزیکي معاینه ترسره شي که څه هم ځینې وخت دغه مرحله او  د فریکي معایناتو په ترسره کولو سره ډاکټر تشخیص ته رسیږي خو کله نورو معایناتو ته اړتیا پیدا کیږي له بده مرغه زموږ ځینې ډاکټران اړینه نه بولي چې معاینات ترسره کړي او کله هم د ناروغ اقتصادي حالت اجازه نه ورکوي چې نور معاینات ترسره شي د مثال په توګه د ناروغې د تشخیص لپاره ممکنه ده د سي ټي سکن په شان نور معاینات په کار وي د تاریخچې له پوښتلو وروسته دویمه مهمه مرحله د معایناتو مرحله ده په دې پړاو کې معالج ډاکټر دخپلو پنځوګونو حواسو په مرسته لکه کتلو ، لمس کولو ، اوریدلو ، او بویولو له حواسو کار اخلي او د ځان لپاره معلومات راغونډوي دغه ملعومات چې ممکنه ده ناروغ پرې خبر نه وي او یوازې ډاکټر هغه پیدا کړي علایم یا Sign بلل کیږي دمثال په توګه ډاکټر په کتلو سره دیو غړي پړسوب کتلی شي اویا ېې تور والی او ټپ ګوري داوریدو د حس په مرسته دزنګون او هډوکو حرکتونو ته غوږ نیسي چې کوم غیر نارمل غږ شته که نه په لمس کولو سره ګوري چې زنګون کلک دی که نرم او په بویولو سره ګوري چې دغه زنګون او یا پوستکی ېې میکروبي شوی که نه ؟ د دې پړاو په پاي کې ډاکټر د ناروغ شکایتونه او خپله فزیکي معاینه سره یوځاي کوي او ګوري چې څه ترې ترلاسه شوي دي کله ناکله دغه دوه پړاونه ممکنه ده ډاکټر تشخیص ته ورسوي کله چې د ناروغۍ علت تشخیص شي درملنه ېې پیلوي خو کله ناکله ډاکټر ګوري چې څو ورته ناروغۍ همدغه نښې او شکایتونه لري او ډاکټر نه شي پوهیداي چې دا کومه ناروغي ده په بله وینا ډاکټر ښايي دڅو ناروغیو شک وکړي په دې وخت کې ډاکټر مجبوره دی نور اقدامات وکړي په بله وینا له پاراکلینکي رودو کار واخلی ، له بده مرغه کله چې ډاکټر لږ ځیر شي او اضافي معاینات وکړي نو خلک فکر کوي چې ډاکټر نا پوه دی ډیر ځله ډاکټر صاحبان هم ددې لپاره چې ځان نا پوه ونه ښيي نو اټکلي درمل ورکوي بیا نو مجبوره دی څو ډول درمل یو ځاي ورکړي چې د ګټې په ځاي به تاوان رسوي. البته ځینې ډاکټران له بده مرغه تجارتي فکر لري او ممکن له لابرتوارونو او نورو تشخیصي مرکزونو سره لاره ولري او داسې معینات ناروغ ته ولیکي چې اړتیا ېې نه وي دا بیا بیل بحث دی چې د طبابت په اخلاقو کې راځي او دتله ېې نه شو سپړلی.

بشپړ ونکې څیړنې :

ډیر ځله ډاکټر ناروغي نه شي تشخیص کولی او ددې کار لپاره ممکنه ده اضافي معایناتو ته اړیتا پيدا شي د مثال په توګه ممکنه ده دوینې معاینات وشي ، راډیو ګرافي ، سونوګرافي یا تلویزیوني معاینات ، سي ټي سکن ، عصبي ګراف ، دزړه ګراف ، له یوې دانې دغوښې او نمونې اخیستل چې بیوپسي ېې بولي ، او نور معاینات د ي چې باید تر سره شي ددغو ټولو معایناتو په مټ یو ډاکټر تشخیص ته رسیداي شي له دې پرته تاسو ډاکټر یو جامع الکمالات مه بولئ چې په هرڅه به پوهیږي یا به علم غیب لري ځینې وخت ښايي یوه معاینه څو ځله ترسره شي ترڅو له ټولو معلوماتو په استفادې سره اصلي تشخیص ته ورسیږي .

له هغه وروسته چې تشخیص وشو او دناروغۍ علت کشف شو نو ډاکټر کولاي شې معالجه پيل کړي خو ښايي د یوې ناروغۍ لپاره ډول ډول معالجې موجودې وي او هره معالجه ممکنه ده ګټې او تاوانونه ولري چې ډاکټر ېې هغه معالجه خوښوي چې ترټولو لږ تاوان و رسوي ښايي دوه ناروغان چې ورته ناروغۍ لري په بیلابیلو ‌ډولونو معالجه شي .

له هغه وروسته چې معالجه پیل شي ډاکټر ممکنه ده خپل ناروغ تر څارنې لاندې ولري چې درملو څومره اغیز کړی دی او ممکنه ده ډاکټر اړینه وبولي له یوې مودې وروسته خپل درمل بدل کړي دغه کارونه کله چې ترسره شي او ناروغ معالجه شي ښايي ډاکټر خپل ناروغ ته داسې لارې چارې وښيي چې ناروغي ېې بیا ونه ګرځي .

په دغو ټولو پړاونو کې مهمه خبره دا ده چې ډاکټر او ناروغ له یو بل سره ښه ارتباط ولري دا یوازې د ډاکټر دنده نه ده بلکه ناروغ هم د خپلې ښې معالجې لپاره له ډاکټر سره ښه ارتباط ته اړتیا لري پر ښه ارتباط سره بیره اعتماد او باور هم ډیر اړین دی او داړه لوري باید دغه باور ولري .

ددې لپاره چې ناروغي مو ښه تشخیص او بیا معالجه شوي وي دغو ټکوته حتماً توجه کوئ :

په خپله تشخیص او معالجه مه کوئ حتي که عادي ناروغي هم وي .

دیو کس ناروغي له بل چاسره توپير کوي که ستاسو دیو ملګري زنګون یا دنس درد په یو ډول درملو سره ښه شوی دی ښایي تاسو ته چې همغه ډول ناروغي لرئ بل ډول درمل په کار شي .

په تبلیغاتو مه غولیږئ که هرڅه وي غوره ده له خپل ډاکټره ېې وپوښتئ .

دهرې ناروغۍ خپل متخصص پیدا کړئ او بل ډاکټرته مه مرځئ نن سبا هره وړه څانګه هم خانته متخصص لري.

داعتماد وړ ډ‌اکټر پيدا کړئ ډاکټران هم انسانان دي او دنوروپه شان ستونزې لري د ډاکټر په انتخاب کې ښه دقت وکړئ هر ډاکټر ته مه ورځئ په تیره بیا په کلیو او لیرې پرتو ځایونو کې ډیر ځله نور کسان هم د ډاکټرانو رول لوبوي .

کله ناکله اړتیا پيدا کیږي چې دخپلې ناروغۍ په هکله څوډاکټرانو ته ورشئ خو په دې کار کې ډیر افراط مه کوئ.

که ستاسو د ډاکټر درملنه اغیزمنه نه وه ژر ډاکټر مه بدلوئ غوره ده خپله ناروغي تعقیب کړئ او نتیجه ترلاسه کړئ .

هغه کسان چې ستاسو د ډاکټر په هکله شک لري او یا ېې په هکله ناسمې خبرې کوئ دهغو په خبرو باور مه کوئ.

تر ټولو مهمه خبره دا چې له خپل ډاکټره حتي ډیره وړه خبره هم مه پټوئ هر راز ورسره شریک کړئ داکټران راز داره دي .

او په دې مه شرمیږئ چې له خپل ډاکټره پوښتنه کوئ هره پوښتنه په زغرده کوئ او ځواب ېې ترلاسه کوئ که مو په کار شک راغی ورسره ېې مطرح کړئ او خبره ښه سپينه کړئ .

دغو ټولو مسلو ته پام سره له لیرې ځایه هیڅ یو ډاکټر ستاسو ناروغي نه شي تشخصیولی او درمل نه شي درکولی خو په دې هکله ضروري مشورې درکولی شي .

158 total views, 2 views today

1 comment

  1. wahid Reply

    داكتر صاحب سباوون سلامونه او اخترامات مى ومنه. الله د وكري چه د صحت كالي د پر غاره وي.
    وحيد يم له خوسته.
    دوى پوشتنى لرم.
    1: زما د ملگري پوشتنى..وايي ميرمنى مى سينى نه شكاري يوازى د ولادت په وخت كى شكاري چه بچي ته شيدى وركوي. سه بايد وكري چه سينى يي هر وخت وليدلئ شي..؟
    2: ميرمن مى هيس شوق نه لري كله چه ورسره يوزاى كيگم. هرسه چه كوم هغه هيس په شوق نه رازي..سه بايد وكرم ترسو يوزاى كيدو په وخت كى هغه په شوق راشي….؟
    مننه كوم داكتر صاحب..
    ستا د جواب په تمه…..

Leave a Reply to wahid Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *