Categories

اعلان

Loading…

غزل مې څیرې کړ/ خان محمد سیند

پرون مې په زړه اوریدې.

د شپې دې هم کراری رانه کړ.

خوب مې والوت او لکه د مار په خپل ځاې کې له ځانه تاویدم راتاویدم.

د بالښت لاندې ایښی قلم او کاغذ مې راواخیست .

 د دنیا ټولې رڼاګانې رنګینۍ او ښایستونه مې راټول او یوغزل مې درته ولیکه.

نن چې ولیدې د خپل خیال، تصور او سوج په کمزورۍ پوه شوم.

غلی مې  له جیبه بیګانی لیکلی غزل را وایست او څیرې څیرې مې کړ،

 داځکه چې ته زما له غزله ، ډیره ډیره ښایسته وې.

26 total views, 1 views today

2 comments

  1. zyar Reply

    ګرانه سینده ،همداې بهاندوڅپاند اوسې، اوس رښتينې شاعرۍ ته ورسېدې بری دې په برخه! ستا خواخوږی زيار

  2. محمد نسیم "سهاک Reply

    سیندصیب همیشه سرلوری اوسرفراز اوسی ستا په خوژی ژبی همداسی خواژه اشعار مزه کا؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *