Categories

اعلان

Loading…

افغان عالمانو د پاکستاني ملایانو مشر ته له بلنې سره مخالفت وکړ

تاند- د افغانستان دیني عالمانو په کابل کې یوې غونډې ته د پاکستاني دیني عالمانو د مشر مولانا طاهر اشرفي له بلنې سره مخالفت وکړ.

د افغانستان د دیني عالمانو شورا د بهرنیو چارو وزارت ته په استولي لیک کې ویلي چې دیني عالمانو د چهارشنبې په ورځ په یوه غونډه کې پرېکړه وکړه چې باید د پاکستاني دیني عالمانو مشر طاهر اشرفي غونډې ته راونه بلل شي.

طاهر اشرفي، چې ویل کېږي د آی ایس آی ایجنټ دی، په ځلونو په افغانستان کې جنګ جهاد بللی خو په پاکستان کې یې جګړه ناروا بللې ده.

د افغانستان د علماوو شورا د طاهراشرفي د شخصیتي کمزورتیا یادونه کړې او ویلي یې دي چې له دې کبله دې نوموړي ته اجازه ورنه کړای شی چې افغانستان ته راشي.

طاهراشرفي تورن دی چې په ښکاره شراب څښي او د نشې په حال کې مرکې یې پاکستاني تلویزیونونو خپرې کړي دي.

مولانا اشرفي په ۲۰۱۳ م کال په افغانستان، فلسطین او هندي کشیمر کې انتحاري حملې روا وبللې او د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو په کنفرانس کې یې له ګډون کولو په دې خاطر ډډه وکړه چې په کنفرانس کې د افغان طالبانو استازي ګډون نه لري.

مولانا اشرفي ښايي دا ځل وغواړي چې کابل ته راشي ځکه چې پاکستاني دیني عالمان د خپلو ملي ګټو او ملي سیاستونو پر اساس پرېکړه کوي.

130 total views, 2 views today

6 comments

  1. Iqbal Reply

    We do appreciate the decision taken my Afghan Ulama. I am witness to many converstions he did with many Pakistani televisions where he shamelessly called the terrorism in our sacred soil a Jihad.

  2. زلمی Reply

    ددغه خنزیر په جای دی , ښاغلی مخايل ګرباچف ته بلنه ورکړی بهتره ده , نه دا د ای ایس ای سپی,,,!!!

  3. زلمی Reply

    دځناورو لیوانو او ګیدړانو ځاي ځنګلونه دی , نه دانسانانو مجلسونه .

  4. Bashir Reply

    دآفغانستان دديني علماو داعمل دستايلو وړ دئ آفرين دي پر دوئ دې چه دې شرابي پس فطرته او داسلام ضد فکې ملاته ئې اجازه ونه کړه په ږيره کې اسلام نه سته دئ فکر کوې چه ږيره ولره هرڅه چه کوم او هر چه وايم داسلام ددين سره مطابقت ورکوي دآفغانستان سياسون هم بايد دفکي سياسون چغه کړي مردار دي وي داسي افراد.

  5. Bashir Reply

    دآفغانستان دديني علماو داعمل دستايلو وړ دئ آفرين دي پر دوئ دې چه دې شرابي پس فطرته او داسلام ضد فکې ملاته ئې اجازه ونه کړه په ږيره کې اسلام نه سته دئ فکر کوې چه ږيره ولره هرڅه چه کوم او هر چه وايم داسلام ددين سره مطابقت ورکوي دآفغانستان سياسون هم بايد دفکي سياسون چغه کړي مردار دي وي داسي افراد.

Leave a Reply to Bashir Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *