Categories

اعلان

Loading…

د وردګ ولایت کرنیز توکي بازارموندنې ته اړتیا لري

اورنګ مختار –

میدان وردګ د کابل په دروازه کې پروت ولایت دی، دغه ولایت د خپل ستراتیژیک موقعیت له مخې تر بل هر ولایت پلازمېنې کابل ته لنډ واټن لري، د دې ولایت ۸۰ سلنه وګړي په کرنه او بڼوالۍ بوخت دي، خو سره له دې چې د دې ولایت ميوې او کرنیز حاصلات په ځانګړې توګه مڼې او زردالوخاص نوم او غوره کیفیت لري اود غوره کیفیت لرلو له امله د نړۍ په بازارونو کې ساری نلري، خو بیا هم د دې ولایت بڼوالان د خپلوحاصلاتو څخه ناخوښ ښکاري او کرنیز حاصلات یې په ډېره ټیټه بیه په بازارونو کې پلورل کیږي، دا چاره له یوې خوا د بڼوالود ناهیلۍ لامل ګرځي له بل پلوه زموږ په سیمه ییز او ملي اقتصاد ژور اغیز لري، چې د دوام په صورت کې یې ممکن بزګران د مخدره توکو کښت ته مخه کړي او زموږ په ځوان کهول کې پر نېشه د روږ دو کسانو شمېره زیاته شی، ځکه چې د دې ولایت بڼوالان او کروندګر تل له دې سرټکوي چې کرنیز حاصلات یې یا هم په ډېره ټیټه بیه پلورل کیږي او یا هم د سړو خونو د نشتوالی او سړکونو د خرابوالی له امله مارکیټ ته تر رسیدا وړاندې خرابیږي، چې که جدي پاملرنه ورته ونشی او د کرنې او اوبو لګولو وزارت مرکزي اداره خپل مسولیت په سمه توګه ادا نکړي ممکن چې دا چاره ناوړه پایلې ولري او بڼوالان د دې حلال کسب پرځای د کوکنارو کښت ته مخه کړ ي ، د وردګ ولایت د میوو او حاصلاتو د کمې بیې مهم لامل په دې ولایت کې د سړو خونو کمښت او د ننیو او عصري اسانتیاوو څخه د کروندګرو محرومیت او ناخبري ده، ځکه چې د سیمې بڼوالان په سړو خونو کې د کرایو د اوچتوالی له امله د خپلو مېوو ساتلو ته یا زړه نه ښه کوي یا داچې د دې ولایت سړې خونې په هغه کچه ندي رغول شوي چې زموږ د بڼوالو ستونزو ته ځو اب ووایي، بل داچې د دې ولایت یوزیات شمیر ولسوالۍ سړې خونې نلري او یا هم د برښنا او نا امنیو د ستونزو له امله غیرفعالې دی چې د بڼوالو زیاته برخه ترې ګټه نشی پورته کولای او دا چاره د دې سبب ګرځي چې د دې ولایت میوې د کابل په بازارونو کې په ټیټ قیمت وپلورل شی او یا هم د سیمي هیوادونو ته تر صادریدا وروسته د نړۍ په بازارونو کې د نو رو هېوادونو په نوم وپلورل شي، د میدان وردګو ولایت د بڼوالو هیله دا ده چې د دوی د میوو د خرڅلاو لپار په ملي ، سیمه ییزه او نړیواله کچه هلې ځلې وشی او مسئولې ادارې ( د کرنې ریاست، د سوداګرۍ او صنایعو آمریت او د سوداګریزو خونو اداره ) دې د کروندګرو د حاصلاتو د خر څلاو په برخه کې خپل مسئولیت ادا کړي، دا مهال زموږ ډېر ځوانان په ګاونډیو هیوادونو کې د بې کارۍ له امله له ستونزو ډکې شپې ورځې تیروی، که چیرې په هیواد کې د ننه د کرنې برخې ته پام زیات شي او د میوو د خرڅلاو لپاره مناسبه زمینه برابره شی ، له یوې خوابه سوداګري وده وکړي له بل پلوه به مو ځوانانو ته په هېواد د ننه د کار زمینه برابره کړې وي، موږ وینو چې زموږ د سیمې یو من  اووه کیلو) مڼې په کابل ښار کې په سل یا یوسل او پنځوس افغانۍ پلورل کیږي، خو د ګاونډیو هیوادونو ناک او مڼې چې زموږ د هیواد له میوو یې کیفیت ځو څله ټیټ دی، خو د پروسس له امله یې یو من تر ۵۰۰ او ۶۰۰ افغانیو پورې بیه لري، د دې لپاره چې د دې ولایت د کروندګرو ستونزې حل شی او زموږ بڼوالان د خپلو حاصلاتو څخه ناراضه نه وي اود ځوانانو د بې کارۍ مخه مو نیولې وي د پوهنې د پرمختګ تر څنګ باید د کرنې بنسټیزې ودې ته پام وشي او په مرکزي اداره فشار واچول شي ، چې د میدان وردګ ولایت د کرنې د ستونزو د حل لپاره تر ډېره پاملرنه وکړي ځکه چې د دې ولایت د کرنیز پرمختګ او په معیاري کچه د میوو لپاره بازار موندنه د هیواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې ډېر مهم رول لري او ددې ولایت د ولسونو د هوسا کیدو او سوداګرۍ د ودې په صورت کې په دې ولایت کې د سولې د راتلو چانس زیات دی .

391 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2