Categories

اعلان

Loading…

تاريخي شعور/ ليکوال: ډاکټر مبارک علي

ژباړن: بارکوال مياخېل

د بشري ټولنې جوړښت ډېر پېچلى او ګران دى، ځکه نو د علم تر ټولو ستر مقصد د انسان، د هغه د کارونو او د هغه په ذهنيت د پوهېدلو هڅه ده. تاريخ د بشري اعمالو او د بشري ټولنې په پوهېدو کې ډېره مرسته کوي، ځکه چي د تاريخ په وسيله د تېرې زمانې هره پېښه او هر تحريک څېړل کېږي او په دې وسيله تر هغه ځايه رسېداى شي چي په يوه خاصه مرحله کې ځينې ځانګړي افکار او نظريات ولې مشهور شي او دا هم چي د دې تر شا د کومو طبقو او ټولنو ګټه وي.

تاريخ په دې نظر لوستل ډېر ضرور دى چي د پېښو او افکارو په څېړلو کې طبقاتي او ګوندي ګټو ته وکتل شي. يو ځل چي تاريخي شعور دومره پوخ شي چي د نورو په ټولنيز، سياسي او اقتصادي عمل کې طبقاتي ګټې په ګوته کړاى شي، بيا نو نه يواځې د خپلې تېرې زمانې په اړه ښه پوهېداى شي بلکې د روانې او راتلونکې زمانې په اړه هم پرېکړه کولاى شي.

په تېر زمان کې چي څومره پېښې هم شوې دي يا د تاريخي عمل په نتيجه کې کوم نظريات او افکار پيدا شوي دي، په هغوى کې طبقاتي ګټو مهمه ونډه لرلې ده مثلاً کله چي په يونان او روم کې د غلامۍ دوره پيل شوه او واکمنه طبقه د دغو غلامانو په سبب له زيار او خوارۍ و ژغورل شوه، نو دا بيا د دوى په ګټه وه چي د غلامۍ دغه دوره د همېشه لپاره پر ځاى وساتي او داسې روايتونو او ارزښتونو ته وده ورکړي چي په وسيله يې نه يواځې غلامان له خپل حالت او حيثيته ډاډمن وي، بلکې د ټولنې نور خلک هم غلامي يوه فطري لورېينه وګڼي، له همدې امله يوناني مفکرينو او فلسفيانو هم غلامان له عادي انسانانو بېل وګڼل او ويې ويل چي دوى ته کومې ناروغۍ ور پورې دي، هغه هم له نورو انسانانو بېلې دي. د دې مقصد دا وو چي په خلکو کې د غلامانو لپاره د خواخوږۍ جذبات هم پيدا نه شي او له دوى سره چي کوم غيرانساني چلند کېږي، هغه فطري وګڼي او دوام ورکړي. همدا هغه طبقاتي وېش وو چي په اساس يې په ټولنه کې دې نظريې ته وده ورکړل شوه چي ذهني او بدني زيار د دوو بېلو- بېلو طبقو لپاره ځانګړى دى. هغه څوک چي ذهني زيار کاږي، اعلى او غوره خلک دي ځکه نو دوى دا حق هم لري چي حکومت وکړي او بدني زيار ايستونکي خوار او ټيټ خلک دي او د دوى کار د لوړو طبقو خدمت کول دي.

د همدې نظريې له مخې په لرغوني هندوستان کې برهمنو توکميز او ذاتي وېش پيدا کړ چي په اساس يې د دوى لوړتيا د همېشه لپاره دايمه وه، همدا نظريه په بشپړه جاګيرداري زمانه کې زښته ډېره مشهوره شوه، ځکه د همدې نظريې په وسيله دا ممکنه وه چي بزګر، مزدوران او د لاسي صنايعو کارګر تر فشار لاندې راوستل شي، حتى د لاسي کارونو کسبګر په ټولنه کې زښته سپک او ټيت خلک وګڼل شول او له کارکوونکي د کاريګر (کمي) تورى را و ووت چي نن سبا د ذليل او خوار په مانا کارېږي. د برهمنو د دې لاسبرۍ په خلاف چي بودا ږغ پورته کړ، نو د هغه مقصد هم د توکميز توپير ختمول نه وو، بلکې د کشتريانو لاسبري کول وو، ځکه نو د ذات او توکم له وېشلو سره کشتريان په لومړۍ درجه کې راغلل او برهمن په دويمه درجه کې، همدا سبب وو چي کشتري واکمنو د بودا مذهب ومانه، ځکه چي د همدې مذهب له امله د دوى ټولنيزه او مذهبي رتبه لوړه شوه، خو له دې سره د نورو ټيټ حيثيتو خلکو په ژوند کې هيڅ بدلون رانغى.

جين مذهب د خپل امنيت خوښونې له امله د هندوستان د تجارو په طبقه کې مشهور شو، د دې سبب دا وو چي د تجارانو د خوشالۍ او د تجارت د ودې لپاره امنيت او کرارۍ ته اړتيا وي، ځکه نو هغوى د هر هغه مذهب او تحريک ملاتړ کوي چي د تشدد مخالفت کوي او د جنګ- جګړو او وژنو مخه نيسي.

د ګوندي او طبقاتي ګټو په تناظر کې د مسلمانانو د تاريخ په سياسي عمل هم سړى په ښه توګه پوهېداى شي. د اميه وو په واکمنۍ کې د مرجيه او قادريه فرقو پر سر د حکومت لاس پروت وو، ځکه چي اميه خلافت د دوى د عقايدو په وسيله د واکمنۍ جواز پيدا کړى وو. د اميه او عباسي خلافت په زمانه کې په ايرانيانو کې د ملتپالنې نظريات پيل شول، ځکه دوى په ټولنه کې د برابرۍ مقام نه درلود، په همدې خاطر يې وغوښتل چي خپل کلتوري ميراث تر عربو اعلى ثابت کړي او د خپلې کمترۍ احساس له منځه يوسي.

د هندوستان په تاريخ کې هم د رامنځته شويو پېښو او تحريکونو تر شا طبقاتي ګټې ليدل کېږي. بګتي تحريک ځکه پيل شو چي توکميز وېش او توپير د ټيټو پرګنو د خلکو د ودې او پرمختګ مخه نيولې وه، ځکه نو د ټيټو پرګنو ځپليو خلکو د يوې داسې ټولنې د جوړېدو لپاره مبارزه وکړه چي له توکميزو توپيرونو پاکه وي او انسان پکې د انسان په توګه محترم وګڼل شي، خو دا چي له دې تحريک سره د ټيټو ذاتونو د خلکو ګټې تړلې وې، ځکه نو تر هغوى پورې محدود پاته شو. هغوى د کرکو او بدبينۍ په خلاف مبازره وکړه، ځکه چي هغوى د دې ناوړه پديدو تر له منځه وړلو وروسته په ټولنه کې د عزت مقام ګټلاى شواى.

په هندوستان کې د مسلمانو کورنيو د حکومت په مهال د امپراتورانو په زمانه کې د صوفيانو فعاليتونه د عروج په حال کې وو، خو د مغولو په زمانه کې صوفيان زيات فعال نه وو، سبب يې دا وو چي د امپراتورانو په زمانه کې د مسلمانانو حکومت په بشپړه توګه ټينګ نه وو او د هندوانو رياستونو د دوى ځواک په پوره توان سره چيلنجاوه، ځکه نو صوفيانو د دوى تر نظارت لاندې د زغم او تحمل تګلارې ته په پام په ټولنه کې يوه مثبته فضا پيدا کړه او د هندوانو او مسلمانانو تر منځ تاوتريخوالى يې کم کړ، د مغولو په زمانه کې دې تګلارې ته اړتيا پېښه نه شوه، ځکه چي د هغوى حکومت په خلکو کې ټينګې ريښې غزولې وې او له سياسي خطرونو سره مخ نه وو.

د اکبر په زمانه کې د احمد سرهندي (مجدد الف ثاني) د دربار نظارت اکثرو سني علماوو وکړ، ځکه هغوى نه غوښتل چي په حکومت کې راجپوتانو ته زيات منصبونه ورکړل شي.

په اروپا کې د صنعتي انقلاب په نتيجه کې د مزدورانو طبقه منځته راغله چي که څه هم په صنعتي پرمختګ کې يې ونډه واخيسته، خو دې پرمختګ د دوى پخپل ژوند کې هيڅ بدلون را نه ووست او هغوى زښته په لوېدلي او بد حالت کې ژوند وکړ. د دې په نتيجه کې سوشلسټ نظريات پيدا شول، چي وکولاى شي مزدورانو ته د هغوى له زيار سره سمې پيسې ورکړل شي او هغوى ته په ټولنه کې د عزت په سترګه وکتل شي. د جرمني صدراعظم بسمارک چي د سوشليزم دغه چيلنج احساس کړ، نو په ډاګه يې دا خبره وکړه چي د بډايې (پانګوالې) طبقې د پايښت لپاره ضرور ده چي له سوشليزم سره د ټولنيزو اصلاحاتو په وسيله سيالي وشي، ځکه نو د اروپا په حکومتونو کې مزدورانو ته د مراعاتو ورکولو لړۍ پيل شوه چي په دې توګه د انقلاب مخه ونيول شي.

که موږ د هند د کوچنۍ وچې اوسني تاريخ ته وګورو، نو همدا ګوندي او طبقاتي ګټې به يې په تاريخي عمل کې ووينو. سرسيداحمد خان چي د انګرېزانو له حکومت سره د پخلاينې تګلاره خپله کړه، ګټه يې د مسلمانو شتمنو طبقې ته ورسېده او په همدې وسيله هغوى ته حکومتي څوکۍ ورکړل شوې.

که تاريخ ته په دې تناظر کې وکتل شي نو په تاريخي عمل او پېښو کې د طبقاتي او ګوندي ګټو څرک لګېداى شي او دا په ډاګه کېداى شي چي کومو تحريکونو او نظرياتو د لوړې طبقې ګټې ساتلې او د کومو افکارو او خيالاتو اساس پر ولس دوښمنۍ ولاړ وو او کوم تحريکونه د ولس د ګټو د ژغورلو لپاره پيدا شوي وو. په همدې تناظر کې د ټولنې د طبقاتي ګټو يو- يو اړخ مخ ته راشي او له دې څخه چي کوم تاريخي شعور پيدا شي، د هغه په مرسته د روانې زمانې په تاريخي عمل او د راتلونکي په رفتار پوهېدل اسانه شي.

54 total views, 4 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *