Categories

اعلان

Loading…

له پاکستان سره د افغانستان تر ټولو لوی اختلاف د حقاني شبکې پر سر دی

تاند- د افغانستان ولسمشرۍ یا ارګ / سې شنبه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې له پاکستان سره د افغانستان تر ټولو لوی اختلاف د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو په خانګړي ډول د حقاني شبکې د حضور پر سر دی.

په خبرپاڼه کې د حقاني شبکې په باب د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار سرتاج عزیز وروستۍ څرګندونې د پاکستان د هغو ادعاوو تکرار بلل شوي چې له څه باندې لسو کلونو راهیسي یې کوي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز پرون پاکستان ته د امریکا د ملي امنیت د سلاکارې سوزان رایس له خبرداري وروسته وویل چې په شمالي وزیرستان کې پاکستاني پوځیانو په یو لړ عملیاتو کې د ارتباطي لارو او چاودېدونکو موادو د فابریکو په شمول د حقاني شبکې تاسیسات له منځه وړي دي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار همداراز ویلي چې حاضردمه د حقاني شبکې قوت له ۸۰ تر ۹۰ فیصده ځواک او تاسیسات په افغانستان کې دي او د افغانستان په پرتله په پاکستان کې د دې شبکې امکانات او ظرفیتونه خورا لږ دي.

خو د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وویل:«اسناد او شواهد ښيي چې د حقاني شبکې او نورو ترهګرو مشران، اداره، بنیادي تاسیسات د پاکستان په خاوره کې دي او د افغانستان حکومت تا داسي اسناد چې په پاکستان کې د دغو شبکو حضور ثابتوي، د پاکستان حکومت ته سپارلي دي.»

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي دي« نړیوالې ټولنې هم دغه موضوع درک کړې ده چې د تروریستي شبکو او د هغې له جملې څخه د حقانې شبکې اډه د پاکستان په دننه کې موجوده ده. په پاکستان کې د حقاني د شبکې او د نورو تروریستي ډلو پر خلاف د اسلام آباد د اقدام په بدل کې له دغه هېواد سره د پوځي مرستو د مشروط کولو په باب د امریکا د متحده ایالاتو د چارواکو وروستی اقدام، د افغانستان په برحقه دریځ د تائید مهر لګوي.»

22 total views, 1 views today

4 comments

  1. ahmad Reply

    حقانی نیټورک اوطالبان خورشتیاهم په پاکستان کی دی لکه مجاهدین چی دروسانوپه وخت کی په پاکستان کی وه

  2. بشير Reply

    دسرتاج روبا دڅرګندونو څخه دامعلوميږي چه فکي ستان دآفغانستان سره صادق نه دئ اونه تصميم لري چه سوله دي زموږ په ګران هيواد کي وي.

  3. najib khan safi Reply

    اوس افغانستان تا پکار دی چی دسولی په خبرو کی پاکستان شامیل نه کړی

  4. Afghan Shaheen Reply

    د دی پرځای چی دا معلومات فکی ستان ته ورکړی ښه به دا وی چی ملګرو ملتونو سازمان ، اسلامی کنفرانس سازمان ، ګاونډیو هیوادونو نړیوالو او کورنیو خبری آژانسونو او تلویزیونونو ته ورکړی او ټوله نړۍ پری خبره کړی چی فکی ستان د افغانستان په کورنیو چارو کی مداخله کوی او زمونږ بیګناه خلک وژنی .

Leave a Reply to بشير Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *