Categories

اعلان

Loading…

نولس کلنو افغان لوبغاړو اماراتو ته هم په ۱۰ ویکټونو ماتې ورکړه

تاند – د افغانستان د کرکټ تر نولس کلنو لږ عمره لوبغاړو نن (۳۱ اګست) د مالیزیا په مرکز کوالالامپر کې د متحد عربي اماراتو تر نولس کلنو ټیټ عمره لوبغاړو ته په لس ویکټو ماتې ورکړه.
د اسیایي شورا په دې لوبو کې دا دوهمه پرله پسې لوبه ده چې افغان لوبغاړي یې په لسو ویکټو ګټي. تیره لوبه یې له نیپال څخه په لسو ویکټو ګټلې وه او تر هغې مخکې یې د دې ټورنمنټ په ترڅ کې خپله لومړۍ لوبه له سعودي عربستان څخه په اتو ویکټو وړې وه.
د دې پنځوس اورو لوبو په لړ کې نن لومړی بیټنګ د متحد عربي اماراتو ټیم وکړ او په یو دیرشم اوور کې یې د ۸۸ منډو له جوړیدو سره ټول لوبغاړي وسوځیدل.
د عربي متحد اماراتو په دې اته اتیا منډو کې شل رنزه اضافي و چې په پښه لګیدلي وو یا پراخ توپونه و چې لوبڅار تیروتنې ګڼلې وې.
د افغانستان له لورې طارق د مخالف ټیم پنځه لوبغاړي وسوځول، ضیاالرحمان دوې ویکټې واخیستې، راشد خان هم دوه اماراتیان اوټ کړل او یوه ویکټه هم محمد ظاهر ترلاسه کړه.

10 total views, 1 views today

1 comment

  1. Baheer Reply

    فکر کوم لومړنۍ لوبه له سعودي سره نه، له کویټ سره وه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *