Categories

اعلان

Loading…

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رييس په یوه تروریستي حمله کې ټپي شو

تاند- ناپېژندل شویو وسله والو نن د کندهار د اطلاعاتو او کلتور پر رييس وسله واله حمله وکړه چې په نتیجه کې یې حضرت ولي هوتک ټپي شو.

د کندهار د والي ویندوی صمیم خپلواک وايي چې د اطلاعاتو او کلتور رييس حضرت ولي هوتک نن سهار ۸ بجې په خپل موټر کې دفتر ته روان و چې وسله والو پرې ډزې وکړې.

هوتک سخت ټپي شوی خو ژر روغتون ته رسول شوی او ژوند یې له خطره وتلی دی.

د پېښې شاهدانو وویل چې حمله کوونکي پر موټرسایکل سپاره ول او له ډزو وروسته وتښتېدل.

تراوسه چا د دې حملې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی او ویل شوي چې پولیسو د پېښو په اړه تحقیقات پیل کړي دي.

په وروستیو څوارلس کلونو کې تر ټولو ولایتونو په کندهار کې زیات دولتي چارواکي ترور شوي دي.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور پخوانی رییس عبدالمجید بابی د وسله والو سختدریځو له لوري ووژل شو.

له بابي وروسته پتیال او مینه پال د کندهار د اطلاعاتو او کلتور د رييسانو په توګه دنده لرله.

321 total views, 1 views today

2 comments

  1. فاروق Reply

    طالب یعنی د پښتون د ژوند، کلتور، حیثیت او عزت دښمن. دوی به کله مکتب ته سوځي او کله به فرهنګي را وژني.

  2. حامد Reply

    فه كندهارولايت كي دي دمسولينو دترور مخنيوي وشي اودمسولينو لفاره دي امنيتي كسان وكمارل سي او نور لازم تدابير دي بي له زنده ونيول سي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2