Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان د والیانو ټولنې اعلامیه

مطبوعاتي اعلامیه

د ۱۳۹۴ لمریز کال ، د سنبلی څلورمه ، کابل ، افغانستان

       داچې په هیواد کې د فقر، بیوزلي او وزګارتیا کچه په لوړیدو ده ، وزګارتیا او بیکاري دیوې لوی ستونزې په توګه د دولت په وړاندې پرته ده.د افغانستان د والیانو ټولنه (اګا)يې په اړه اندېښنه ښیي. دا ټولنه فقر، بی وزلي، او وزګارتیا د افغانستان د امنیت او د افغانانو د ژوند لپاره یو له لویو ګواښونو څخه بولي.

         (اګا) باورلري چی که د هیوادوالو تر منځ وزګارتیا او بیکاري په همدې ډول دوام وکړي له یوې خوا به ځوانان ددولت مخالفینو ته مخه کوي او د دښمن په لیکو کې ځای نیسي او تر څنګ یې جنایي پېښو کچه هم لوړیږي. او له بلې خوا د هیواد نه د باندې په غېر قانوني توګه تللو ته مجبوره کیږي. چې دانساني قاچاقبرو لاس ته لویږي او ژوند یې د خطر سره مخ کیږي.

         د افغانستان د والیانو ټولنه حکومت ته وړاندیز کوي چې په هیواد دننه د کاري فرصتونو او زمینی د برابرولو تر څنګ د هیواد د باندی په هغه هیوادونو کی چی کاری ځواک ته اړتیا ولري د خپلو دیپلوماتیکو نمایندګیو او سفارتونو له لارې افغان کارګرانو ته د کاري فرصتونو او زمینې برابرولو لپاره هڅې تر سره کړي.

د افغانستان د والیانو ټولنې مطبوعاتي دفتر

د افغانستان د والیانو ټولنه

228 total views, no views today

2 comments

  1. Ajmal Amal Reply

    محترمو والیان صاحبانو! د طرحه مو هغه وخت چه تاسو والیان واست ولې نه وړاندې کوله او عملي کوله. ملامت نه یاست شاید هغه وخت مو د غریبانو او بې واسطې خلکو پرسرونو پښې ایښي او خپل اولادونه مو په بهر کې د عیش او عشرت ترڅنګ په تعلیم سمبال کړي وي- اوس یې نو د وظیفې غم هم درسره دی ترڅو ددې لارې وکولای شی په دولت کې د نیمه پاتې واسطې په زور په بهر کې ورته دندې هم پیدا کړی. دې ته په ساده پښتو کې وایې چه:په مړه خیټه پاړسي

  2. خالده خالد Reply

    په پاړسۍ کې یو متل دی چې ( باد از…زدن چارزانو شیشتن)، له څومره کلو وروسته زمونږ د والیانوغریبو ته پام شو.تاسو صاحبانوغوښتل چې ملت په تیره ځوانان غریب وي ، اوس غواړئ چې په دې بانه خپل اوخپلوان بهر ته واستوئ. دبهرنیو چارووزارت خودماوئستانو دکلونو را پدې خوا په ټیکه اخیستئ۰

Leave a Reply to Ajmal Amal Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸