Categories

اعلان

Loading…

زما قاتل پاکستان نه بلکې افغانان دي/ نجیب الله آزاد

تاریخ د دې شاهد دی چې هیوادونه تل د ککریو په قربانۍ جوړ سوي دي لاکن زه د نړۍ هر تاریخپوه چېلنجوم که یوه هم داسې قرباني را وښيي چې د پاکستان د جوړښت لپاره دې ورکول سوي وي. څرنګه چې دا هیواد یوه فکر رامنځته کړی په دغه ډول دا هیواد یو ځانګړی فکر په مخ وړي او که یې یو نه سي نو د ده وجود اصلاً نه پایي (ډو اور ډای).

زموږ ولس، زموږ سیاسیون او هر چارواکی تل بس یوازې د پاکستان ضد نارې وهي چې دا نارې په خپله زموږ پر کمزورتیا دلالت کوي او ممکن هغه خلک به په رسنیو کې زموږ پر دې نارو خاندي او خوند به پر اخلي.

څرنګه چې د ښرموښکۍ ساده خواړه د مچ لپاره قیامت دی په دغه ډول د انساني طبیعت او نفس تر ټولو ستر خاصیت دا دی چې د یوه هیواد یا ملت اتل دې د بل هیواد لپاره وحشي او قاتل وي، که سکندر اعظم د یونان دیوتا او اتل و خو د نورو ملتونو لپاره بیا قهر، وحشت، ویره او قیامت و، په دغه ډول که منګولیان نن هم د چنګیز مجسمې ته د احترام او ستروالي سر ټیټوي نو نور ملتونه بیا د هغه د ظلمونو داستانونه له یوه نسله بل نسل ته انتقالوي. د پاکستان استخبارتي شبکه (اسټبلشمنټ) که زموږ لپاره فرعون او یزید دی نو د پنجاب او انګریز لپاره اتل او تابعدار بچی دی. دوی د خپلې پالیسۍ او ګټو په چوکاټ کې ځان ته پوره حق او براءت ورکړی چې هغه څه ته چې زه تور وایم د ده لپاره باید سپین وي او دغسې هم ده.

د لومړۍ نړیوالې جګړې تر ټولو مشهورې جاسوسې ماتا هري نه وروسته د دوهمې نړیوالې جګړې تر ټولو ستر او ځیرګ جاسوس (جرمن ژورنالست او ډپلومات) جونا برون یو ځل له هټلره وپوښتل چې هغه څوک دي چې د ده په اند تر ټولو بد خلک دي او دی ځنې سخت نفرت کوي، هټلر ځواب ورکړ چې د نړۍ بدترین خلک هغه وو چې زما سره یې د خپلو هیوادونو په ماتیدو کې مرسته وکړه.

زموږ هیواد د هغه وزر سوځلي پتنګ مثال لري چې هر څومره سوځوي هغومره د اوور په لور ټوپونه وهي، موږ تل ټوله پړه پر پاکستان اچولې که زموږ په میلونونه افغانانو د څو خرڅ سوو مشرانو په لمڅون لسیزې وړاندې هر هغه څه کول چې نن یې د طالب په نوم بل افغان کوي هغلته هم موږ یوازې پاکستان غندی، نن که بیا هغه پروني غداران د واک پر ګدۍ ناست زما د ولس پر سر معاملې کوي نو دوی هم پاکستان غندي، له دې خبرې سره مې د کابل په کانفرنس کې د محمود خان اڅکزي هغه خبره را په یاد سوه چې د خپلې وینا پر مهال یې سیاف ته وویل: (ته خو نو ای ایس ای) ډیر ښه پيژنې او نن سیاف هم ای ایس ای ضد قصیدې وایي.

اوس که را وګرځو د کابل دې روانو خونړیو پیښو ته نو له ولسمشره تر ولسه د هر چا پر خوله یوازې یوه خبره ده او هغه ده پاکستان پاکستان پاکستان او پاکستان…..

کله چې د نظامي مسئولیتونو خبره راسي نو هر پخوانی تقاعد او تاریختیر منصبدار دغه نارې وهي چې ماته دې سل عسکره په لاس راکي ته یې بیا ګوره چې طالب د اسلام آباد تر کونې تیروم او کنه…که ته داسې غښتلی وای نو نن به دې هره ورځ اووته کړي کالي په تن په پارلمان کې د وزیر د تایدي لپاره زرګونه ډالر نه اخیستل…که ته داسې غښتلی وای نو هغه مهال چې ته برحاله جنرال وې او ستا په وینا د منطقې تر ټولو غښتلې اردو دې په لاس کې وه په میاشت کې دننه به په ماسکو، کوټه او پیښور کې نه مهاجر کیدې.

که چیرې دغه د نظامي پیاوړتیا او په جګړه کې د مخته یا شاته تګ پوښتنه له اوسني برحاله چارواکي څخه کیږي نو هغه په ځغرنده وایي چې زه هوایي قوواء نه لرم…کافي وسلې او سرتیرې نه لرم، د اکمالاتو لپاره بودیجه نه لرم نو زما عسکر به د دوښمن په وړاندې څنګه وجنګیږي…نوموړی دا څرګندونې په داسې لهجه کوي چې ګواکې له طالب سره پاکستانۍ اټم بم دی.

زموږ اصلي دوښمن نه پاکستان دی او نه د پاکستان لاس پوڅی طالب بلکې زموږ اصلي او ډیر ښکاره دوښمن زموږ په نظام کې موجود هر دوهم مامور، مدیر، رئیس او وزیر دی. څرنګه چې مې پورته یادونه وکړه چې هیوادونه د ککریو په قربانۍ جوړیږي لاکن زموږ ولس هره ورځ د هغې قربانۍ ښکار کیږي چې ده یې له وړاندې هیڅ اراده نه لرله بس یوه ټکه راغله او د ده پر سر وموښته. دلته موږ هره ورځ مرو لاکن د څه لپاره؟ د کوم دریځ لپاره د کوم افغانیت لپاره؟ (هغه کلیواله اصطلاح را په یاد سوه چې هسې په بیستو کې ځو).

کله چې یو عام غریب افغان په خپل کور کې یوه خټیزه خونه ودانوي نو یې پولیس یوه خواته او د ښاروالۍ مامور بلې خوا ته سر ته ولاړ وي چې (حق ما را بتې). د تذکرې له اخیستلو نیولې بیا تر هر لوی وړوکي قانوني کاره داسې څه امکان نه لري چې بې (حق ما) دې وسي. څرنګه چې په موږ کې هر یو وطن ته کور وایي لاکن کور څه چې د ګاونډ د کور حیثیت مو هم نه دی ورکړی. کله چې په کور کې پلار، مور، زوی او ورور هر یو بل ته غله وي، د یوه د کفن څخه یې هم غلا کوو نو بیدیا به د غلیم ځواب ښه ووایو. کله چې له وکیله بیا تر وزیره، له ماموره بیا تر رئیسه ستا د خپل کور په خټو کې له تا پیسې غواړي او په لسو افغانیو هم سرپه نه کوي نو به د څو زرو یا لکو په بدل کې ستا تر کوره ولې ځانمرګی نه راولي. استخبارات د هر هیواد د ملا تیر وي دا اداره د کور د دیوالونه او چت مثال لري لاکن زموږ استخبارات په قامي تعصب ولاړه اداره ده دوی خپله ټوله انرجي په دې مصرفوي چې څرنګه په هیواد کې دننه د نورو ژبو قامونه خپل سیالان وګڼې تر څو وځپول سي. په نظام کې دننه مو هر ساعت پر موقف او لګښتونو چنې وهل کیږي، هر ولایت او هرې ولسوالۍ ته د موقف او پیسو ورکولو په نوم ناندرۍ روانې وي، خو بلې خوا ته بیا د بودیجې د نه شتون او خزانې د تشوالي غږ مو د نړۍ تر هر هیواده ورسید، نو په داسې حال کې یوه هیواد ته هم دا نه ښایي چې ته دې د بیا رغونې او په ورته نورو پروژو بودیجه مصرف کړې، له پیړیو د خټو په کورونو کې اوسیدو، پياز او مړۍ مو خوړلې هیڅ نه دي راسوي نو نن هم دا کار کولی سو، نه بریښنا غواړو او نه هم سړک، نه زرې موټرغواړو نه باید بلند منزلې وغواړو، دولت باید اویا سلنه بودیجه په اردو، پولیس او استخباراتو ولګوي، بیا به ګورو چې څنګه دا افغان ځواک خپل د کور حریم نه ساتي او په تور مخ کې له ورایه ښکاره ژړ غاښونه نه ماتوي، لاکن دا کار یوازې او یوازې هغه مهال شونی دی چې په دولت کې هر افغان افغان سي هغه که مامور وي او که وزیر، که وکیل او که سناتور، ځکه له دولته دباندې عام ولس یې چې دولت ته ور نه کړي ترې غواړي یې نه. فلهذا په اوسني حالت کې زموږ تر ټولو ستر دوښمن په دولت کې کارکوونکي هغه ښاماران، غله او فاسدین دي چې د یوې افغانۍ په وړاندې خپل نن او سبا دواړه پلوري، تر څو چې دوی افغانان نه سي او هغه درد چې عام ملکي افغان یې هره ورځ احساسوي احساس نه کړي هم به پاکستان وي او هم طالبان.

د سوکاله او سرلوړي افغانستان په هیله…

299 total views, 6 views today

4 comments

  1. Afghan Shaheen Reply

    ښاغلی آزاد صاحب ستاسو حضور ته سلامونه وړاندی کوم. ستاسو لیکنی ډیری په زړه پوری دی او تر ډیره زه هم ستاسو له نظر سره موافق یم .
    البته ما به پخوا فکر کاوو چی دا زمونږ دولت ولی خپل مخالفین وژنی دا خو ظلم دی او په هغوی به می زړه خوږیده خو اوس پوه شوم چی د افغانستان د دولت مخالفین د پردیو ګوډاګیان او جاسوسان دی ، همدا دوی دی چی زمونږ نسلونه په یو او بل نوم وژنی ، کله د مجاهد ، کله اخوان او کله طالب نوم پر ځان ږدی او بیا په بیغمه زړه د افغانانو وژلو ته دوام ورکوی او په مقابل کی یی د افغانستان دښمنان خوشحالوی. د پخوانیو دولتونو ملاتړی یواځی شوروی اتحاد وو او تقریبا ټوله نړۍ یی مخالف لوری کی ولاړه وه ، په مخالفینو هم د وسلو باران وو هم د پيسو او هم د ژوندیو انسانانو او مدافعینو . زمونږ ټول هیواد وال هم له دولت سره په مخالفت و جنګ کی بوخت وو نو ځکه پخوانی جنرالان بریالی نشول چی دوی د پنجاب له کونی تیر کړی. اما نن کیسه بل ډول ده . تقریبا ټول افغانان د هغوی سره مخالفت لری او له هیواده دباندی یواځی پنجاب ، ایران او ډیر کم شمیر نور هیوادونه د افغانستان د خلکو او دولت له مخالفینو سره ملاتړ او همدردی لری. د دوی سلاح هم د پخوا په شان زیاته او مدرنه نه ده ، په مقابل کی همدا کمزوری دوه سری دولت ولاړ دی چی خپلی او ملی ګټی نشی سره تفکیک کولی.

    مونږ په پښتو کی د ټ او ت او همدا راز د د او ډ حرفونه او غږونه لرو چی هر یو یی باید په خپل ځای کی استعمال شی . مثلا که د تول پر ځای چی وزن کول دی ټول ولیکو بله معنی ورکوی . همدا راز که د « دیر » پر ځای چی د یو ځای نوم دی « ډیر » ولیکو بیاهم بله معنی ورکوی .
    د « دیپلومات » کلمه هم له یونانی نه فرانسوی ته راغلی او مونږ یی هم د فرانسوی کلمی او مفهوم په معنی پيژنو او په خپله ژبه کی یی د « ديپلومات » په شکل لیکو ، همداسی د « هتلر » نوم چی د یو جرمن پخوانی ولسمشر نوم دی په غلط شکل سره لیکل درست ندی ، د ټ او ډ تلفظ په انګلیسی ، اردو ، هندی او پښتو ژبه کی شته . شاهین افغان

  2. عبدالرحیم موسی زی Reply

    په قلم دې برکت شه ښاغلی آزاد پر ځای شننه د یوه رېښتني ملي مشر اوخپلواکه افغانستان په هیله.

  3. راستگو Reply

    چطور میتوانیم یک آدم کش را با یک رشوت خور مقایسه کنیم؟ دشمنان اصلی مردم افغانستان همین وحشی های به اسم طالب و القاعده و داعش هستند و بلی ها همه قبول دارند که اکثریت این وحشی صفتان از همین ولایات افغانستان هستند .

  4. مجیب الرحمن Reply

    آقای راستگو…
    وقت رشوت خور، فاسدین و دذدها در نظام نه باشد نظام بر پاه ایستاده میشود و وقت که نظام ایستاده و محکم شد جلو این قاتلین گرفته میشود.. ما تا یه حالا یک ملت نیستیم. ما تا حالا بر سر تذکره الیکترونیمی جنگ داریم. و از یاد نه رود که اینهای که امروز فاسدین و رشوت خور اند دیروز قاتلین بدترین اجنتهای ای ایس ای چور و چپاول کنندهگان و بر ناموس مردم تجاوز کنندهگان بودن و هستن.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2