Categories

اعلان

Loading…

د پښو د ګرمیدا علتونه / ډاکټر سباوون

 د تاند د یوه قدرمن لوستونکي په ځواب کې :

د پښو ګرمیدل په هر عمر کې ممکن پيدا شي خو که له ۴۰ کلونو او ۵۰ کلونو په عمرکې ولیدل شي نو ممکنه ده د کولسترولو دزیاتیدا یوه نښه وي کله چې په وینه کې غوړ زیات شي نو دا ېې لومړني نښې وي چې دوینې په ازمیښت سره دغه چاره تشخیص کیداي شي .

پښې بلکه دبدن هر غړی په یو ډول دبدن اضافي تودوخه بهر ته لیږدوي چې په ځینو کسانو کې په دې ډول لیدل کیږي او دغه ګرمې په پښو کې احساسیږي پردې سربیره د لوپوس په نامه ناروغي هم ممکنه ده دپښو د ګرمیدا علت وي دغه راز د plantar fasciitis په نامه ناروغي هم ممکنه ده دغسې نښې ولري،

ډیر ځله هغه کسان پرې اخته کیږي چې ډیرپلي ګرځي که دغه کسان څو ورځې التهاب ضد درمل استعمال کړي نو له دې شره به خلاص شي دځینو ویټامینونو او نورو املاحو کمی هم ممکنه ده دپښو ګرمیدل رامنځته کړي

په تیره بیا بي ویټامینونه که کم شي نو پښې ورسره ګرمیږي، په پوستکې کې یو ډول میکروبي ناروغي چې فنګسي ناروغۍ بلل کیږي ، یو ډول ارثي ناروغي چې شارکو ماري توت نومیږي او له امله ېې د پښو او لاسونو اعصاب زیانمن کیږي هم د پښو د ګرمیدا سبب کیداي شي .

ایډز ناروغي ، د تایروید دغدې کم فعالیت ، یو ډول عصبي سندروم چې Complex regional pain syndrome) بلل کیږي ، د شکرې یا ډیابټ له امله د عصبي رشتو ستونزې ، د پښتورګو ناروغۍ ، دغه راز یو بل سندروم چې
(Tarsal tunnel syndrome بلل کیږي،

نو دومره اوږد لیست ته په پام سره غوره ده ډاکټر ته ورشئ او علت ېې پیدا کړئ چې ولې مو پښو ګرمیږي دا چې تاسو وایئ تشې میتازې هم ډیرې کوئ ممکن د پښتورګو کومه ستوزه ولرئ خو زه د اټکل په اساس نه شم ویلی چې علت به ېې څه وي کله چې پښې ګرمیږي نو تر هرڅه وړاندې ډاکټر ته ورشئ او علت ېې پيدا کړئ .

که مو علت پيدا نه کړاي شو دغه اقدمات ممکن در سره مرسته وکړي د شل دقیقو لپاره کولاي شي د یخ له کڅوړو استفاده وکړي ، کله چې استراحت کوئ پښې مو له بدنه لږ پورته په یوه بالښت کیږدئ، د وینې خواږه مو انډوله کړئ که خواږه ډیر خورئ کم ېې کړئ او که دیابیټ لرئ نو خواږه کنټرول وساتئ، د درد ضد درمل هم در سره مرسته کولی شي، که سګریټ څکوئ همدا ېې وخت دی ځان ترې وژغورئ ،له ځان وینځلو وروسته پښې حتماً په خاص دستمال وچوئ، د پښو مساژ د وینې جریان ښه کوي او په دې ډول ممکن ګرمیدا ېې ورسره ښه شي، تل سپورټ کوئ چې د وینې جریان مو ښه وي، چرمي بوټان او نخي جورابې اغوندئ.

نو هیله ده دغه لنډې سپارښتنې درته ګټورې وي .

742 total views, 1 views today

9 comments

  1. نثار Reply

    مننه ډاکتر صاحب! ډيره پرځای او اړینه موضوع مو بیان کړیده. که راتلونکي لیکنه دمعدي ناروغۍ ته ځانګړې کړئ مهرباني به مو وي. مثلاً د معدې دردونه، باد یا پاړسوب،قبضیت یا نه هضمیت اونور

    1. توریالی Reply

      ډاکتر صیب ډير ښه معلومات دي، خو ورستی جمله د بوټونو او جرابلو اغوستلو راغله، نو بوټه او جرابلې اغوستل کیږي نه پښو کیږي، دري کې ټولو ته پوشیدن وايي خو پښتو کې فرق کوي.
      مننه

  2. Saleh Mohammad Reply

    Dear doctor sahih sallam
    Than you ,
    your inspection is very important for our treatment.The many patients have this problems.again thak you.

  3. niamatullah Reply

    سلام ډاکټرصاحب محترم خدای ج دوکړی چه دصحت جامی موپرتن وی
    محترم ډاکټرصاحب یودوه کلنه لورمی ده چه ویښته یی توییږی یوه دحل لاریی راته وښایه دځواب په تمه

  4. Aryan Ashna Reply

    سلامونه داکتر صیب مننه ښایسته معلومات وو خو زما پښی دګرموالی تر څنګ دا سی کرنټ کوی چی یوه شپه می هم سم خوب نده تری کړی که یی علاج راته وښیی

  5. حمید خان Reply

    یو جهان مننه له معلوماتو سخه

  6. محمدداود Reply

    سلام ډاکټر صاحب،که مهربانی وکړی د پښو د سوځیدلو په هکله یو څه معلومات راکړی ډیره مهربانی به مو وی، زما د پښو تلی سوځیږی،حتی زیاتره وخت بیخی ډیری سوځیږی او داسی احساس کوم چی کاشکی په اوبو کی می نیولی وای.

    1. پتمنه Reply

      ډاکتر صاحب سلامونه می ومنه دخپل خاوند سره زیات نږدیوالی صحت ته توان لری او کنه؟

  7. سیف الله Reply

    زه هم همدا تکلیف لرم او دشپ’ له خوا ورسره ډیر په ستونزه کې وم.

Leave a Reply to سیف الله Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2