Categories

اعلان

Loading…

د بای پاس سړک د جوړېدو چاري پيل سوې

خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩۴-۶-۳

کندهار، افغانستان- کندهار والي د بای پاس سړک د جوړېدو چاري د پټۍ په پرېکولو رسماً افتتاح کړې.

نن سهار د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي او کندهار ښاروال محمدعمر عمر له خوا د بای پاس سړک د بيا جوړېدو چاري رسماً افتتاح سوې. کندهار والي وايي د بای پاس سړک چي ۳ کيلومتره اوږدوالی او ۱۰ متره بر لري، د کندهار ښاروالۍ له خوا جوړيږي. هغه زياته کړه چي د دې سړک بوديجه د ښاروالۍ له خوا ورکول کيږي او دغه سړک به د ۴ ميليونه ډالرو په ارزښت جوړ سي.

نوموړي زیاته کړه ډېر ژر به د کابل-کندهار سړک چي ۴ نيم کيلومتره اوږدوالی لري، د جوړېدو چاري هم افتتاح کړي. والي وايي په ميرويس مېنه کي هم د ۴ کيلومتره سړک د جوړېدو پلان لري.

کندهار ښاروال محمدعمر عمر وويل چي د بای پاس سړک د ښاروالۍ له خوا د ۴ ميليونه ډالرو په ارزښت جوړيږي. هغه زياته کړه چي د دغه سړک د جوړېدو چاري به د ۶ مياشتو په اوږدو کي بشپړي او ګټي اخيستني ته وړاندي سي. نوموړی وايي دغه سړک ۳ کيلومتره اوږدوالی او ۱۰ متره بر لري. ښاروال بای پاس سړک د خلکو لپاره مهم وباله او زياته يې کړه چي پر دغه سړک د موټرانو حجوم زيات وو او خلکو بار-بار غوښتنه کوله چي دغه سړک دي ورغول سي، ځکه يې وپتېيله چي دغه سړک له سره ورغوي.

عمر زياته کړه ښاروالۍ رياست پلان لري چي د ښار يو شمېر سړکونه چي اندازه يې ۲۰ زره متره مربع ده او اوسمهال په خراب حالت کي دي، هم ترميم کړي.

د ولايتي شورا مرستيال عبدالقيوم د کندهار والي د بای پاس سړک د رغېدو اقدام وستايه او زياته يې کړه چي د خپلي دندي په پام کي نيولو سره به د دې سړک د کيفيت نظارت کوي.

35 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *