Categories

اعلان

Loading…

بدمرغي/ لنډه کیسه/ نصير احمد احمدي

بدلون اوونيزه/ لومړی کال\(۴۷) ګڼه\ چارشنبه\اسد\ ۲۸\ ۱۳۹۴

 نجلۍ پر کټ ستوني ستغ پرته وه، کله کله به يې چيغه کړه، لاسونو ته ور لوېدلي ځنځيرونه به يې وشرنګېدل، سر به يې پورته کړ او بدن به يې ټکان وخوړ. تر هغې راګرځيدلي کسان خواشيني وو، دوئ په راوتلو رډو سترګوځوانې نجلۍ ته کتل، په څېرو کې يې ګونځې ښکارېدلې.

په ولاړو کسانو کې يوه چيغه کړنه!

_تور کوډګر ناوخته شو!

تر څنګ ولاړ سړي په عاجزی وويل:

_د پاچا عمر دې ډېر وي، په تور کوډګر پسې مو عسکر لېږلي دي، دوئ د سهار په خړه کې حرکت وکړ،اوس بايد را ورسېږي، سپېره غره ته تګ، يوه ورځ مزل غواړي.

پاچا خپله اوږده چپنه ورټوله کړه، روان شو، پر تخت کېناست، ځلېدونکی ژېړ تاج يې له سره ليرېکړ او په خپلو اوږدو سپينو څڼو کې يې ګوتې تېرې کړې. يوه شېبه غلۍ و، وروسته يې ډډ غږ د ماڼۍ په لوی او هسک سالون کې انعکاس وکړ:

_که زما په لور څه وشول، تاسو به تر تېغ تېر کم.

دولاړو درباريانو سرونه وځړيدل، په څېرو کې يې وېره ښکارېدله او وزيرانو خپل ژوند په خطر کې لېد.

يو ساعت نور هم ووت، له اوږدو شيشو څخه ماڼۍ ته ژېړه رڼا رالوېدلې وه او د درباريانو اوږدې زرينې چپنې ځلېدلې.

د پاچا غوسه ورو ورو ډېرېدله، خولې يې ځګونه پيدا کړي وو او د خپلې اوږدې تورې تر طلايي موټ يې د ښي لاس ګوتې تاوې وې.

چوپه چوپتيا وه، کله کله به د نجلۍ لاسونو او پښو ته ور لوېدلو ځنځيرونو شرنګ وکړ، چيغه به يې له خولې را ووته او بېرته به بېسده پرېوته.

لمر په لوېدو و چې د ماڼۍ يوه عسکر د تور کوډګر د رارسېدو خبر ورکړ، پاچا ودرېد، وزيرانو د سالون لويې

دروازې ته وچې سترګې نېولې وې او ټولو د تور کوډګر د راتلو انتظار اېست. شېبه وروسته يو زوړ سړی راښکاره شو، دی تک تور و، ګڼه ږيره يې درلوده او پر نرۍ غاړه پورې يې په خړسپڼسي پيېلو څو هډوکو ټال خوړ.

پاچا او درباريانو د احترام په بڼه خپل سرونه ټيټ کړل، خو تور کوډګر مخ ور وا نه ړاوه، لاړ او د نجلۍ تر څنګ پر کټ کېناست. ښه شېبه يې هغې ته وکتل، د نجلۍ اوږده باڼه نېغ ولاړ وو، تر سترګو يې يوه توره حلقه راګرځيدلې وه او پر سرو شونډو يې سپين ځګ پروت و. تور کوډګر خپلې زړې خورجينې ته لاس کړ، د انسان ککرۍ، د پښو دوه اوږده هډوکي او يو خيرن جام يې راويستل، وروسته ودرېد، له ځان سره يې څه وويل او ترکټ څو ځله را تاو شو.

پاچا په خواره خوله وويل:

_زه په تور کوډګر باور لرم.

تور کوډګر هغه ته وکتل، خو څه يې ونه ويل، هماغسې يې شونډې خوځېدلې او دا سې کلمات يې تر خولې راوتل چې ولاړ خلک نه پرې پوهېدل.

د کوډګر شونډې تر ډېره خوځيدلې، بيا د نجلۍ تر څنګ کېناست، خورجين ته يې لاس ور وغځاوه، يو سپين بوتل يې راويست او کله چې يې د بوتل اوبه په جام کې واچولې، له جام څخه يو تور لوګی پورته شو، له دې سره د نجلۍ سترګې رڼې شوې، ځنځيرونه وشرنګيدل اوتور کوډګر چيغه کړه!

_اې شيطانې اروا! ته څه غواړې؟

د نجلۍ خوله له ځګونو ډکه شوه، تورو سترګو يې سوروالی پيدا کړ او شېبه وروسته يې سترګې سرو وينو ونېولې. نا څاپه يې له شونډو يو ډډ نارينه غږ راووت، دې غږ په سالون کې د ولاړو کسانو زړونه ولړځول.

غږ وويل:

_تر ټولو بدمرغه انسان!

له دې سره د ځنځيرونو شرنګا پورته شوه، تور کوډګر په چټکۍ سره تر نجلۍ راوګرځيد، په لاس کې نېولې ککرۍ يې کښته پورته کړه او نامفهومه کلمات يې له خولې را ووتل. د نجلۍ رنګ ورو ورو خپل عادي حالت ته راوګرځېد، سترګو يې توروالی پيدا کړ او شېبه وروسته بېسده پريوته.

پاچا ور مخته شو، د چپنې لستوڼی يې د خپلې لور پر خوله تېر کړ او بېرته په خپل ځای ودرېد

تور کوډګر وويل:

_د پا چا پر لور جادو شوی، نجلۍ هغه وخت رغېدی شي چې تر ټولو بدمرغه انسان وويني.

پاچا يوه شېبه غلی و، بيا يې وزيرانو ته مخ ور واړاوه او امر يې وکړ چې ترټولو بدمرغه انسان ور ته پيدا کړي.

له لمر ختو سره ډولونه ودربېدل، جارچي په ښار کې کوڅه په کوڅه وګرځېد، ده يو لوی ښکر خولې ته نيولی و او چيغې يې وهلې چې ترتولو بدمرغه انسان دې په دربار کې حاضر شي.

په ماڼۍ کې پاچا او وزيران بې خوبه او خواشيني ښکارېدل، په ټولو سرونه ځړېدلي وو او د تور کوډګر له خولې څخه نامفهومه کلمات را وتل.

د هوا له تودېدو سره عسکرو احوال راووړ چې تر ټولو بدمرغه انسان يې موندلی دی. پاچا امر وکړ چې دا بدمرغه انسان دربار ته حاضر کړي. شېبه وروسته په يوه کټ کې داسې سړی راوړل شو چې لاسونه او پښې يې نه وو، پر مخ يې يو لوی پرهر ښکارېده او تر ډېره د غوښې يوې لويې بوټۍ ته ورته و.

سړي وويل چې دی يو پوځي و، له دښمن سره په جګړه کې يې لاس او پښې غوڅې شوېدي او د مخ لوی پرهر يې هم د تورې نښه ده.

د هغه د خبرو له ختمېدو سره ځنځيرونه وشرنګيدل، د نجلۍ سترګې سرې شوې او له خولې يې ځګونه وبهيدل. تور کوډګر د سړي د ايستلو امر وکړ او ويې ويل چې ده د ازادۍ په جګړه کې برخه اخيستې او تر ټولو نيکمرغه انسان دی. وروسته يې څه نامفهومه کلمات تر خولې را ووتل او نجلۍ ارامه پرېوته.

نيم سات نور هم ووت، بيا د يوې ښځې ژړا او کوکې واورېدل شوې، په سالون کې يوه ځوانه ښځه او درې خوار او ډنګر ماشومان ودرېدل،ماشومان ناروغه ښکارېدل ، دوئ د خپلې مور لمن ټينګه نېولې وه او وارخطا وو.

ښځې په ژړا کې وويل چې خاوند يې له غره څخه د خرڅلاو لپاره بوټي راوړل چې ځناورو وخوړ، اوس دوئ څه نه لري، دوه ماشومان يې له لوږې مړه شول، نورو ته يې يو مړ سپی موندلی دی، د هغه غوښه ور ته پخوي او ژوندي يې ساتلي دي. دوئ په يو ه وېرانه کې اوسي، يواځي څلور ديوالونه دي، نه چت لري او نه هم دروازه، خو بيا هم څوک کوم غرض نه ورباندې لري.

ځنځيرونو شرنګ وکړ او د پاچا په امر ښځه او ماشومان له ماڼۍ ووتل.

تور کوډګر وويل:

ژوند يې تريخ دی خو بدمرغه نه شو ورته ويلای، ځکه دا ځوانه ده، تر ستورو لاندې شپه تېروي او د پاچا له وېرې څوک په سپکه نه شي ورته کتلای.

شېبه وروسته يو په ونه لوړ بنيادم په سالون کې ودرېد، ده ښکلې جامې اغوستې وې، له رنګه هم سپين و او په ظاهره د بدمرغۍ کومه نښه نه پکې ښکارېدله. دده په لېدو د پاچا او درباريانو په څېرو کې ګونځې پيدا شوې، خو تور کوډګر وويل چې خبرې دې وکړي.

د سړي سر وځړيد او له خولې څخه يې يواځې يوه جمله را ووته!

_زموږ خاوره پرديو لاندي کړېده او خپلواکي نه لرو.

ناڅاپه د ماڼۍ لويې شيشې ولړځيدې، له کټ څخه يو تور لوګۍ پورته شو او يوې ويروونکي چيغې په سالون کې انعکاس خپور کړ!

وسوځيدم!

لوګۍ په لمبه بدل شو او له لمبې څخه هم د ځناورو شکلونه جوړ شول، کله به يې د پړانګ کله د ليوه او کله هم د زمري بڼه خپله کړه، شېبه وروسته يوه وحشتناکه انګولا پورته شوه، يوې سپېنې رڼا ولاړ خلک اړ ايستل چې خپلو سترګو ته لاسونه ونيسي، چوپه چوپتيا شوه او شېبه وروسته د نجلۍ حيرانه غږ واورېدل شو!

_پلاره! زه مو ولې تړلې يم؟

تور کوډګر وويل:

_تر ټولو لويه بدمرغي، د خپلواکۍ نه درلودل دي.

8 total views, 1 views today

1 comment

  1. Wahab Reply

    Very very good story.
    Every paragraph has deferent mean very nice story.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *