Categories

اعلان

Loading…

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو وار بیا د افغانستان سفیر احضار کړ

تاند- پاکستان د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته وروباله چې ډیورند کرښې ته څېرمه په خیبر ایجنسۍ کې د پاکستاني پوځیانو پر یوې پوستې د افغانستان له خاورې د برید په وړاندې اعتراض وکړي.

د پاکستان پوځ ویلي چې د وسله والو طالبانو له لوري د افغانستان له خاورې په خیبر ایجنسۍ کې د اخوندواله پاس پر پوستې په راکټي برید کې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي. (نور تفصیل)

پاکستاني رسنۍ وايي چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان سفیر جانان موسي زي ته د پاکستان سخت احتجاج واوراوه.

د راپور پر اساس پاکستان د افغانستان سفیر ته وویل چې د افغانستان له حکومته وغواړي چې د دا ډول اقداماتو د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي.

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې له راکټي حملې وروسته یې د سختدریځو حمله کوونکو پناهځای ویجاړ کړی او ترهګر یې وژلي دي.

د پاکستان دي نیوز ورځپاڼه وايي چې د افغانستان سفیر تر دې مخکې تېره اوونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته د دې لپاره احضار شوی و چې افغانستان د کابل په وروستیو بریدونو کې پاکستان په لاس لرلو تورن کړ او رسنیو یې د پاکستان پر ضد تبلیغات وکړل.

62 total views, 1 views today

3 comments

  1. جنرال حبيب الله جلالزوي2 Reply

    پاكستان دي لږ فكر وكړ ي او ستر ګي دي وغړ وي او دغو ږ وخخه دي پخته لري كړ ي جه ددوي عسكر څه واي عسكر ءي وي دطالبانو او تر هګرو حمله مو په شا وتمبوله .
    نو دوي دطالب او ديو دولت فرق نشئ كولي او كه بهاني جو ړوي او خپل اعمال پټوي

  2. alikhan Reply

    خپل درد خو ډیر زراحساسوی خو دتل درد نه درته ښکاری تاسو به دقیامت په ورځ به سه جواب ورکوی

  3. موسئ افګار Reply

    پاکيستان چى هر وخت دى افغانستان په خاوره توغنديز بريدونه کوى هغه خو هيڅ خبره هم نده

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *