Categories

اعلان

Loading…

خلک او نظام/ استاد نورالله خان احمدزی

موږ او تاسو ددې خبرې شاهد یو چې د نړۍ په کچه هغه نظامونه او مشران بریالي پاتې شوي چا چې له ملت سره د زړه خبره یوه کړې او د ملت درد یې خپل درد منلی او همدارنګه ملت یې په دغې پوه کړی چې که پر دولت یا نظام کومه بده ورځ یا ناخوالې راځي نو دا درد باید ملت ورسره پورته کړي، کومو خلکو چې له تیرو نظامونو سره مرستې کړي هغه نظامونه ډیر وخت پاتې شوي هم دي او هغه نظامونه چې په جبر زور او ناروا لارو یې واک پرمخ بیولی د هغو ټولو نظامونو عمر ډیر لنډ او ډیر سخت ناکام شویدي. په دې خبره خو ټول پوهیږو چې دولت له ملت ځنې جوړیږي خو ستر توپیر او ظلم چې منځته راځي هغه په دې توګه چې د ملت له منځ څخه د ملت استازي غوره نشي بیا همدا دولت او نظام د ملت په ګټه نه بلکه د ملت په تاوان تمامیږي له دغو چارواکو سره بیا د ملت غم نه وي بلکه دوی هڅه کوي چې د ملت شتمني چور کړي او خپل شخصي تجارت او پرمختګ ته لاره هواره کړي البته داسې خلک هم آخر د ملت له حساب سره مخ کیږي او پایله یې ډیره خطرناکه وي لکه د مصر پخوانی ولسمشر حسني مبارک، معمر القذافي همداسې د یمن او ځینې نورو هیوادونو مشران چې موږ او تاسو پخپلو سترګو وکتل دوی ټول د ملت له سخت غبرګون سره مخامخ شول او اوس دا خلک پخپلو هیوادونو کې په ډیرو بدو نومونو یادیږي. که لدې وړاندې تاریخ ته هم ځیر شو نو داسې مثالونه ډیر دي خو زموږ د لیکنې موخه داده چې څنګه وکولای شو د ملت او نظام تر منځ واټن کم شي او خلک له شته نظام سره مرسته وکړي په دغه کار سره به هم ملت خوښ وي او ځان به په نظام کې وویني او هم به نظام خوښ وي او پر ملت به یې باور ډیر وي، باور وکړئ چې په پوځ زور پیسو او توطئو واک پرمخ نه ځي بلکه اصل واکمني او اصل نظام چلول دا د خلکو زړونه لاسته راوړل دي بیا به هر څوک هر ځای خوښ او دا خاوره به له هر ډول تیري او د پردیو له توطئو په امن وي.

زما وړاندیز دادی چې خلک باید په مشوره او ځینې تصمیم نیولو کې شریک کړل شي هغه په دې معنی: که په کوم کلي یا د ولسوالی په کچه کوم مامور یا بل کس په دنده ګمارل کیږي او هلته د دولت له ملت سره ډوبې ریښې شتون ولري نو دوی کولی شي چې له هم هغې سیمې ډیر پاک مخلص ښه ځیرک او پیاوړي کار کوونکي ترلاسه او استخدام کړي همدارنګه په هره برخه کې به دولت ته معلومه وي چې په دغه کلي یا سیمه کې څوک او څه ډول خلک اوسيږي په مقابل کې به ولس له دولت سره نږدې وي او هغوی به خپلې اړینې او ارزښتناکې مشورې له خپل نظام یا محلي ادارو، چارواکو او مسئولینو سره شریکوي.

د نړۍ په کچه په ډیرو هیوادونو کې ولسي خلک او ټولنې له محلي ادارو، مشرانو او چارواکو او حتی د ریاست او مرکز په ګډون له هغوی سره خپلې مشورې، نظرونه او وړاندیزونه شریکوي او حتی ځینې داسې هیوادونه هم شته چې د اقتصاد، پرمختګ، بیا رغونه، صنعت، کرهڼه، او نور ګڼ شمیر سکتورو کې ملت او ولسي خلک خپل حکومت سره اوږه په اوږه کار کوي او دوی ته په اړوندو برخو کې کاري او مشورتي پلانونه ورکوي بیا دولت هغه پلاونه او طرحې ارزوي کومه چې د دوی له پلان او بودیجې او دولتي پرمختیایي یا سټراتیژیک پالیسي سره برابرې وي هغه د سر په سترګو مني او هغه چې لږ کاري یا غیرمناسب وي هغه ردوي یا عمل پرې نکوي، خو متاسفانه دلته زموږ ځوانان، مشران او د ټولنې هر ډول خلک له داسې چارو او پلانو څخه ډیر لرې ساتل شوي او حتی د ملت او نظام ترمنځ ډیر لرې واټن پروت دی. کله چې ملت له دولت سره ونښلول (Connect) شي بیا هلته یا هغو سیمو لپاره کاري یا د عمل پلان (Action Plan) جوړیږي او همداسې دولت او ټولنه هغه نوموړی پلان تر خپل نظارت لاندې ساتي او یو پر بل نظر ساتي لکه دولت هڅه کوي پر ملت نظارت وکړي، چې دوی ورسره هغه کړې ژمنې عملي کوي او که نه! همداسې ملت یا ټولنې پر دولت خپل نظارت ته دوام ورکوي او له دولت څخه د کار او د پلانو د عملي کولو غوښتونکي وي، په ډیرو هیوادونو کې د خلکو د اړیکو ساتلو لپاره پلانونه جوړيږي، لکه: (Community Relation Plan) او همدارنګه مخ پر ودې هیوادو کې حتی په امنیتي برخه کې هم ولسي خلک پخپل امنیتي پلان (Security Plan) کې شاملوي. دا یو ستر بحث ته اړتیا لري او ډیر څه باید ور باندې ولیکل شي خو زه غواړم دا مطلب را لنډ کړم او دا یادونه هم اړینه ګڼم چې دغه کار لپاره د ماسټري، دوکتورا او ځینې نورو ډګري او سندونو اړتیا نشته که ، لقمان حکیم، ابو ریحان البیروني، محمد بن عیسي یا سقراط، افلاطون، پاسکال د خپل وخت نابغه او داسې کړنې او علوم یې ترلاسه کړي ول چې اوسنی نړۍ هم ورته حیرانه ده چې دوی دا علوم له کوم ځای څخه ترلاسه کړل؟ که تاسو د ساینس په برخه کې یا د ریاضي په برخه کې یا هم د دین په برخه کې مطالعه وکړئ نو دغې پایلې ته به ورسئ چې هغه وخت نه ستر ستر پوهنتونونه ول نه داسې مروج او عصري ښوونیز مرکزونه خو بیا هم هغوی په هر میدان کې مخکښ او د ټولو علومو او پرمختګونو بنسټ ایښودونکي هم هغه خلک ول. زما مطلب دا ندی چې څوک دې تر دوکتورا یا لوړې کچې زده کړې نه کوي بلکه زما موخه داده چې له خلکو کار واخستل شي زموږ په ټولنه کې داسې خلک هم شته چې زده کړې یې مناسب خو استعداد یې ډیر لوړ دی او دا د الله سبحانه وتعالی ورکړه ده چې چا ته یې خوښه شي هم هغو ته دا ستر نعمت ورکوي، باور وکړئ چې زموږ په ټولنه کې داسې خلک هم شته چې فوق العاده او ډیر لوړ استعدادونه لري خو چا ورته پاملرنه نده کړې بلکه د شته نظامونو ټوله پاملرنه هغو خلکو ته وي چې له بهر څخه سند یا ډګري راوړي او بیا ورته کار ورکړي وروسته همدا خلک تر ټولو ډیر په کار نا پوه او ټولنې او دولت ته هیڅ ګټور نه واقع کیږي او دا موږ او تاسو پخپلو سترګو وکتل، هو که یو کس بهر ځي لوړې زده کړې کوي او دی له ملت او خپلو ټولنو سره وصل وي دا ډول خلک ډیره ګټه راوړي او ملت ته تر نورو ډیر ګټور واقع کیږي خو هغه چې ټول فکر او نظر یې د پردیو تر اثر او تبلیغ لاندې وي دا ډول خلک زموږ ټولنو او نظامونو ته هیڅ ډول ګټه نشي رسولی.

په دغه برخه کې باید د ټولنو او دولت یا محلي ادارو ترمنځ ډیرې ناستې ترسره شي او مرکزي حکومت یا نظام هم د دغو غونډو او کړنو څخه پر وخت خبر کړل شي، مقصد مې همدا وو چې ملت له دولت سره ګډ کار وکړي او دولت له ملت سره ګډ کار وکړي او د دغه کار د تطبیق او عملي کولو لپاره یو ښه کاري ټیم او خلکو ته اړتیا لیدل کیږي تر څو دا کار منظم او منسجم کړي او د عمل تر پولې یې ورسوي.

11 total views, 1 views today

1 comment

  1. مولوی رفیع الله برهانی Reply

    په جومات کی د چندو اعلان

    لیکوال: مولوی رفیع الله برهانی
    جوماتونه هغه ځایونه دی کوم چه الله ج ته ډیر خوښ او مقبول دی.
    ځکه پدی ځای کی انسان خپل سر الله ج ته په ځمکه ږدی او د الله پاک عبادت کوی
    نن صبا جوماتونه د چندو د راغونډولو یو مرکز جوړ شوی غواړم چه پدی مسئله لږ رڼا واچوم د الله ج په توفیق.
    په جوماتونو کې د دینی کارونو او دینی ادارو لپاره د چندو د اعلان څه حرج او بدیت نشته ځکه چه رسول ﷺ په بعضو وختونو کې د جنګی ضروریاتو دپاره په مسجد نبوی کی د چندو اعلان کړی دی البته د شخصی او ذاتی ضرورتونو دپاره اعلان کول صحیح ندی.
    دلیل یی هغه حدیث مبارک دی چه رسول الله ﷺ د ورک شوی څیز لپاره په جومات کی په اعلان کولو سخته ناراضګی ښکاره کړی وه.
    یو ځل د یو خوار غریب صحابی مدد کول
    رسول الله ﷺ غوښتل لیکن د هغه دپاره یی اعلان ونکړو.
    نن صبا چه د شخصی اغراضو او اهدافو لپاره په جومات کی د چندی اعلان یو سړی کوی نو دا ورته جایز ندی.
    لیکن که د جهاد فی سبیل الله او یا د یوی مدرسی لپاره یی چنده غوښتله کچرته ستاسو دا یقین وه چه د چندی ټولوونکی صادقه دی نو بیا چنده ورکړی او که دوکه یی کوله د مدرسو او یا د فی سبیل الله په نوم یی ځان ته راغونډوله نو چنده ورکول ورته بیا صحیح ندی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *