Categories

اعلان

Loading…

مولانا سمیع الحق وايي، ټول طالبان له کابل سره د سولې خبرو ته تیار دي

تاند- د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا سمیع الحق وايي چې د طالبانو ټولې ډلې د افغانستان له حکومت سره خبرو ته تیارې دي نو باید په دغه هیواد کې د سولې پروسه ونه ځنډول شي.

د پاکستان جیو تلویزیون راپور ورکړ چې مولانا سمیع الحق، چې د طالب زېږې مدرسې حقانیه دارلعلوم موسس او خاوند هم دی، نن /یکشنبه/ خبریالانو ته وویل:«په افغان طالبانو پوري ټولې ټړلې ډلې له حکومت سره خبرو ته تیارې دي.»

د ملا محمد عمر اخوند له مړینې وروسته د طالبانو په منځ کې د مشرۍ پر سر اختلاف رامنځته شوی خو د کوټې د شورا یوه غړي او د طالبانو د واکمنۍ په مهال د کندهار والي ملا حسن په وروستیو کې ازادي راډیو ته په یوه مرکه کې ویلي و چې د طالبانو په منځ کې پر نورو مسلو له اختلاف سره سره د افغانستان له حکومت سره پر خبرو د دې ډلې ترمنځ اختلاف نشته. ده وویل: «د مشرتابه شورا مخکې لا په یوه خوله پرېکړه کړې چې د کابل له حکومت سره به د سولې خبرې کوي ځکه چې بهرني جنګي پوځیان وتلي دي.»

مولانا سمیع الحق، چې ویل کېږي د طالبانو ډېری مشران یې شاګردان دي، پاکستاني خبریالانو ته وویل:«د کابل حکومت هم د سولې خبرو ته چمتو دی، نو پر دې اساس باید د افغانستان د سولې بهیر تر دې زیات ونه ځنډول شي.»

ټاکل شوې وه چې د جولای په اوومه د افغان حکومت او طالبانو له لومړنیو مخامخ رسمي خبرو وروسته دوهم پړاو خبرې هم د پاکستان په مري تفریحي ښارګي کې د جولای په یودېرشمه وشي خو د ملا عمر د مړینې خبر، د طالبانو په منځ کې د مشرۍ پر سر اختلاف او د افغانستان او پاکستان د اړیکو سړېدو بل پړاو خبرې وځنډولې.

په وروستیو کې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر جانان موسي زي په اکوړه خټک کې له مولانا سمیع الحق سره ولیدل او له نوموړي څخه یې د افغانستان د سولې په پروسه کې مرسته وغوښته.

160 total views, 1 views today

5 comments

  1. محمدربی آماج Reply

    رښتیا خبره خو دغه ده چی د افغانستان حکومتی چارواکی حق لری دا وپوښتی چی دوه نیم کاله کیږی چی ملا عمر مړ دۍ او په دغه پورته موده کی چی دطالبانو او افغان حکومت تر منځ خبری د چا په مشرتابه او له کومه ادرسه شویدی،؟ او دغه جنګ بیا د چا تر لارښونی لاندی په مخ وړل شویدۍ؟او بله داچی د پاکستان حکومت په وارونو دا ویلی دی چی له خپلی خاوری نه به چا ته اجازه نه ورکوی چی د افغانستا خلاف کړنی وکړی، مګر ددی برخلاف دملاعمر د مړینی د خبر له رسوا کیدو وروسته بیا هم دطالبانو د غوراوی غونډه په پاکسان کی وشوه اودغه عمل د پاکستانی لوری د ورکړل شویو وعدو خلاف وو. نو دلته د باور مسله اصلا د پاکستان لخوا له منځه وړل شویده! باید افغانی لورۍ نور د طالبانو سره خبری پخپل لا کی واخلی او تر ټولو مهمه دغه ده چی د طالبانو لخوا قوی ضمانتونه د دوبی له دفتر څخه هغه هم د دوبۍ اوامریکا په ضمانت تر لاسه کړی او بیا خبرو ته ورسره کښینی!

  2. ګل رحمن ( رحمانی ) Reply

    زما په فکر سره اوس ټول افغانان په دی باندی پوهیدلی دی چی څنګه وکړی خپل لوری زما په فکر باندی په خپله تعینولی شی ځکه دوی اوس په دی پوهیدلی دی چی زمونږ دښمن څوک دی او بیا هم که نه وی پوهیدلی زما په فکر سره دا به غټه تیروتنه وی کوم وخت چی دطالبانو رژیم نسکور شوه دوی همدا وایی چی مونږ له طالبانو سره سوله کوه افغانان زمونږ ورونه دی ولی تر اوسه پوری سوله نه ده راغلی باید زما په فکر بی ځایه مصارف ونه شی ځکه تقریبن دیارلس کاله کیږی چی دی وطن سره پاکستان لوبی کوی مولاناسمیع الحق نوی لوبه اوس شروع کړی ده او غواړی چی د پاکستان دڅارګری اداری په مرسته افغانانو ته بیا فریب ورکړی

  3. Afghan Shaheen Reply

    مولانا صیب دا ګز او دا میدان که دوی تیار وی د افغانستان دولت هره ورځ تیار دی . د ناستی ځای او خپل باوری کسان د ور معرفی کړی . څه غواړی ؟ خپل وړاندیزونه او غوښتنی د په تحریری ډول دافغانستان دولت ته ووایی . په سوله کی د الله ج امر او خوشحالی ده . د افغانانو خیر هم دی نو چاته ګوری؟ خو یوه خبر باید له پامه ونه غورځوی. افغانان نور په آی اس آی او ګندستان باور نه کوی . هغوی د دافغانستان له سولی لری ګرځی. شر مه را رسوی له خیره مو مونږ تیر یو.

  4. Hayatullah Niazi Reply

    محترمو وروڼو سمیع الحق ته مولانا ویل ندی پکار هغه زمونږ مشر یا رهبر ندی نو باید ورته مولانا نه ملا وویل شی دی خو ماده پرست انسان دی دده پلار ملا عبدالحق دی عاق کړی دی او ورته یې ویلی وه چې زما جنازه به هم نه کوی نو دی
    چې کله د هغه د جنازه لمونځ ته مخکی شو دده په پوزه وینې راغلی او دجنازه د لمونځ تر پایه روانې وې .

  5. Faiyaz Reply

    حضرت مولانا صاحب اوس چه د حکومت رول نفی شو نو ته به لوبه د وخت په ضایع کولو مخکی وړی دا خو زړه مستعمله طریقه ده ای کاش تاسی علما منحیث ورثة الانبیاء خپله دنده د امت او انسانیت په وړاندی پیژندلی او ادا کړی وای ،متأسفانه زموږ ګاونډی علما کوم چه ستا په شان دی د امت کار تری پاتی او د استخباراتو نوکری کوی آیا فکر کوی چه دا د یهود او نصاری د پروژو چلوونکی تر خدای رب العزت ښه اجر درکوی؟ که دا فکر در سره وی بیا ملا نه بلکه د فساد بلا یی او اسلام او مسلمانان درنه بیزاره دی،
    دعلماوو فساد د عالم فساد دی او نباید په دین او عالم لوبی وشی او یا دیو اسلامی ملک حکام د یهود او نصاری پروژی پیاده کړی هغه هم یو هستوی ملک.
    دتاسی سره دا ښایی چه د اسلامی امت له هر مظلوم نه دفاع وکړی نه دا چه د ټول توان او امکاناتو او قوت سره د یهود او نصاری تر پښو لاندی پراته وی بیا وروسته دا هستوی وسله د څه لپاره؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *