Categories

اعلان

Loading…

شعر و نظم/ اجمل ښکلى

چېرته مې ليدلي وو،چې ارستو د مخيل او موزون کلام ترمنځ توپير کړى و او دويم يې له شعره ايستلى و. دا خبره د شپاړسمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې سرفلپ سډني د سټيفن ګاسن د اثر(School of abuse) پر خلاف په خپل اثر( The Defense of Poesy) کې وکړه،چې شاعري يواځې په نظم کې نه په نثر کې هم کېداى شي.

په نولسمه او شلمه پېړۍ کې چې په بېلابېلو مکتبونو کې شاعري له موسيقۍ سره نېژدې هنر وګڼل شو؛ نو په لويديځ کې دا فکر نور هم پياوړى شو، چې شاعري يو داخلي اۤهنګ لري او هغه ورته بس دى، ضرور نه ده، چې وزن دې هم پرې وربار وي. دا ښيي، چې ادبپوهانو لومړى له قافيې او بيا له وزن سره څومره حساسيت ښودلى دى.

داسې نو لومړى د ازاد نظم بيا د سپين شعر او ورسره د منثور شعر اصطلاحاتو زور واخىست. له لويديځه په اخيستي تعريف کې موږ کله د بېلابېلو مکتبونو او ادبي نظريو تر شا د دوى ضمني؛ خو اساسي غوښتنې هېروو. د شعر و نظم يا (Poem) او (verse) توپير د هغو مکتبونو لپاره مهم و، چې له رياليزم سره يې نظري مخالفت لاره. دوى د رياليزم په پلوۍ ويل شويو شعرونو ته نظمونه ويل، چې د انسان د درون نه، بلکې د يوه بهرني واقعيت واقعي غبرګون دى او داسې يې هڅه کوله چې رياليستي نظمونه له ادبه وباسي، ځکه چې شاعري د موسيقۍ د سر ولى غوندې اهنګ لري او د اخلاقي پېغام د انتقال لپاره نه ده.

زموږ په ختيزه شاعرۍ کې چې له ژانرونو سره احتياطى چلن وينو، د شعر و نظم ترمنځ ډېر کم توپير احساسوو او دې کم توپير موږ ته دا تصور راکړى، چې پخوانو په ډېره سخته د نظم و شعر توپير کاوه يا يې نه کاوه، خبره صريحه نه ده، ځکه پخوانو د شعر و نظم ترمنځ توپير ته ځير شوي نه وو يا يې نه ليده. همدا علت دى، چې زموږ په شاعرۍ کې له دې دواړو اصطلاحاتو نه يو رنګه استفاده شوې ده. دومره ويلاى شو، چې د (نظم) په اصطلاح کې پخوانو د وزن تصور ليده. نظم، يعنې هغه کلام چې وزن و قافيه ولري(اوس خو شرط يواځې وزن دى)؛ خو د دې مطلب دا نه و، چې ګنې پخوانو نثر کې هم شاعري ممکنه ګڼله. دا به د پخوانو له تصوره لرې خبره وي، چې د کاظم خان شيدا اد دېوان مقدمې او نورو سينګارلو(مرصع) نثرونو ته دې يې شعر ويلى واى. ان پخوانو خو نثر ته چندان په ادبي سترګه نه کتل، بلکې دا د ادب اصطلاح هم له لفظي هنره د لويديځ له پراخ تصور سره راغلې ده، پخواني ادب کې ګومان کوم، د لفظي هنر په نامه نه ده کارېدلې.

خو اوسني ادبپوهان وايي، چې په نثر کې هم شاعري شونې ده. د دوى په اند نظم ونثر چوکاټونه دي او شعر منځپانګه. منځپانګه د موضوع په مانا بالکل نه ده. نو دا منځپانګه يا د استاد شپون په وينا نګولى په هر لوښي کې پرېوتى شي.

ادبيات چې ساينس نه دى، پرېکنده خبرې پکې نه کېږي او د ژانرونو ترمنځ توپيرونه هم له همدې امله نسبي دي. که شعر اوبه وي، چې په هر لوښي کې يې څښلى شې يعنې منځپانګه وي، بيا به يې تعريف څنګه کوې، چې شعر څه ته وايي؟ اسانه ځواب دا دى، چې په ادب کې نور هم ډېر داسې شيان شته، لکه سبکونه چې چوکاټونه نه دي؛ خو نسبي تعريف يې شونى دى. په دې حساب شعر هغه دى، چې عاطفه او خيال انتقال. په دې تعريف کې هم اختلاف شته دى. په لويديځ او پارسي ادب کې دا تعريف داسې دى، چې نظم د بهرني واقعي نړۍ عکس دى؛ خو شعر د دروني لاشعوري غوښتنو انځور. انځور د خيالي تصوير يا تابلو مانا لري.

له دې نه انکار ممکن نه دى، چې نظم چوکاټ دى؛ خو چوکاټ هم بې ارزښته نه وي، ځکه نو زه هڅه کوم، چې د لمر او سيوري په بريد لاړ شم.

موږ ته عموما چوکاټونه له ادبي ماهيت بهر څيزونه ښکاري او د الفت صاحب خبره مو په اړه رښتيا ده، چې تږى لوښي ته نه ګوري، چې زرين دى، که خاورين. مطلب، چوکاټونه يا په احتياط سره ژانرونو ته چندا اهميت نه ورکوو؛ خو سړى حيران دې ته شي، چې بې چوکاټه او بې ژانره ادب څنګه وي؟ په لنډه کيسه کې چې تلوسه، کشمکش، غوټه او…نه وي، سړى به ورته څنګه لنډه کيسه وايي؟ څنګه به يې ادبي بولي؟ شاعر يا ليکوال چې هر څه پنځوي چوکاټ يا ژانر ورسره سم ذهن ته راځي. بې ژانره د ادبي تخليق تصور شونى نه دى، ځکه يې نو بېلتون هم اسانه نه دى.

که شاعري په نثر کې شونې وي، بيا خو په لنډه کيسه، ناول، سفرنامه، ځانپېښو کې هم شونې ده. که داسې وي، د دې ژانرونو خپل ادبي ارزښت چېرته لاړ او له شاعرۍ سره يې څنګه توپير کېږي؟او که دا ژانرونه ادبي ارزښت لري، بيا د چوکاټ يا ژانر په توګه نظم هم ارزښت لري، ځکه دا خو نه ده، ممکنه چې دې ته دېوال وايم، هغې ته يې نه وايم.

د نثر لپاره موږيو اصطلاحي تعريف نه لرو؛ خو د نظم لپاره يې لرو، چې وزن ولري، نظم دى. د نثر په اړه به وايو، چې نظم نه وي، هغه نثر دى. نثر پخپله ادبي ارزښت نه لري. د خلکو عادي خبرې يا د يوه رپوټ يا د تاريخ ژبه په ادب کې نه شمېرو. نثر هله ادبي ارزښت پيدا کړي، چې په يوه ادبي ژانر کې وړاندې شي يا پکې ژانر داخل شي. داسې نو نثر هم څه نا څه د ژانر له تعرىف وووت، بلکې د نګولي يا محتوا په توګه د (اوسني تصور پر بنسټ) د شعر غوندې د ژانر غېږ ته ورولوېد.

خو نظم بيا داسې نه دى. څوک چې نظم ليکي، مطلب، د يوه غيرعادي چارې ترسره کول غواړي، يعنې ادب ايجادول غواړي. اوس که د نظم د تعريف لپاره موږ د خيرالبيان يا مخزن الاسلام غوندې وچ نظمونه(د وسني نظر له مخې دا دواړه اثره منظوم وو؛ خو د کاتبانو د غلطۍ له امله په نثر اوښتي) يا داسې نورې منظومي نثري خبرې د بېلګو په توګه وړاندې کوو؛ نو دا به انصاف نه وي. که رښتيا هم د نظم و شعر پسې راوتي ىو او نظم ته د راپاتې تصور له مخې په سپکه سترګه ګورو؛ نو يواځې د خوشال د ډېرو بوللو او څلوريځو خو دې خداى مل شي. داسې نو خپل ټول ادب درواخلئ. موږ د وسنۍ ادبي تيوري لپاره ولې د پخواني ادب له بېلګو استفاده وکړو؟ پخوانى ادب په پخوانۍ تيورۍ ځيرل غواړي. زه د نقد خبره نه کوم، ادب که د هر مهال وي، خو کره کتنه پرې کره کتونکى د خپل وخت له مخې کوي؛ خو تيورۍ کې بيا دا کار نه کېږي. موږ خوشال ته رياليست شاعر څنګه ووايو؟ نو د تقي بهار دا خبره په پټو سترګو څنګه ومنو:

اى بسا شاعر كه او در عمر خود نظمى نساخت   

اى بسا نـاظم كه او در عمر خـود شعرى نگفت

پخوانو له وزنه ادبي خوند اخىسته؛ نو چې هر څه يې منظومول، موخه او اراده يې د ادب ايجاد و او پوهېدل چې وزن پر لوستونکي اغېز کوي. پخواني لوستونکي هم له موزون کلامه ادبي خوند اخيسته او له شاعرۍ يې نه ايسته.

اوس يو بلې خبرې ته ورنېژدې شو او هغه دا چې وزن پخپله پر لوستونکي اغېز لري؛ خو نثر د ورته اغېز په نامه څه نه لري. موږ چې کله يوه احساساتي خبره کوو يا مخاطب اغېزمنول غواړو، د خبرې د موزونولو هڅه کوو. که موږ لنډۍ منثورې ووايو، هغه شاعرانه ارزښت به ولري؟ که دا د نهه څپيزتوب او ديارلس څپيزتوب خاصيت، چې د وزن په اساس پکې رامنځته شوى، ترې واخلو، بيا به ورته لنډۍ ووايو؟ او د لنډيو هومره خوند به ترې واخلو؟

وزن چې اهنګ کې ارادي بدلون راولي، د انسان د کيفيتونو له سر ولى سره مستقيمه اړيکه لري او د سيتار د تارونو غوندې ورسره د انسان د زړه تارونه رپي. په کومو ژبو کې چې شعر يواځې يو اهنګ يا ټون ګڼل کېږي، هغوى د وزن واضح تصور نه لري يا ګومان کوم، چې وزنونه يې يواځې تونيک دي.

مطلب دا دى، چې وزن شاعرانه ارزښت لري، د انسان له درون سره اهنګينه اړيکه لري. همدا علت دى، چې د انسان بېلابېلو حالتونو ته په کتو سره وزنونه هم بدلېږي او دا هم د وزن شاعرانه ارزښت ښيي. مثلا: موږ د ويرې په وخت په نظم کې له هيجاني وزنه استفاده کوو، د نهيلۍ په وخت کې له ټيټ او د وياړ په وخت کې له لوړ وزنه استفاده کوو.

پايله دا راوځي، چې که نظم چوکاټ هم وي، وزن د شعر په ماهيت کې لاس لري او په اسانه يې له شعره نه شو بېلولاى، ځکه نو په دې توپير کې ښايي موږ ټولو اړخونو ته پام وکړو او دا تيوري په احتياط او له نسبي اختلافونو سره خلکو ته وښيو.

———————————

په تاند کې د لیکوال ځینې نورې لیکنې:

د مطلقو فعلونو املا،  د شاعرۍ لوری، د کلمو شاعري، معلومات که فکر، جدي لوستونکی، رغښتواله، استعاري عددونه او قیدونه، حسن تعلیل او مدعا المثل، له شاعرۍ سره مراعت، زموږ د کیسو پېښې، د معلوماتو خرڅول، تلمیح، فرد څه وايي، تجنیس، هېره ژبه ، معما مو اوس ولي نه لګي، ازاد نظمونه ، منحصره ژبه، د شاعر ایډیل کرکترونه ، غیررسمي ژبه،  لاهو کېدل

102 total views, 1 views today

1 comment

  1. jamil Reply

    ښه معلومات وو د استاد ښکلي د بریا په هیله او تاسو ته د نورو خدمتونو په هیله

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *