Categories

اعلان

Loading…

د ځان موندلو برزخ/ وفا سمندر

نهم ګام

«پخپلې اصیلې ودې دومره بوخت شئ، چې د بل د نقدولو لپاره هېڅ وخت درته پاتې نشي.»

د ځان فتحه نیم سفر

زه ځانته ورله غاړې یم. ځان مې پوره نیم کار دی.

پر ځان به خبرېږم؛ کنه خدای هماغه حافظه کې خښته شوې کلمه پاتې کېږي.

د غوښو، هډوکو، رګونو، پلو او وینې، ټول توکي د «ځان» په سفر کې سوزي او بیا د ځان باغچې ته رسېږم.

د پلار او د مور دومره وس رسېده.

د زېږون ورځې د آذان دومره په وس ؤ.

د میدان د مرکزي لیسې د لنګوټې والا مولانا «هغه» پسې دومره لاس رسېده.

نور زما کار دی. زه به خدای باندې خبرېږم او پوهېږم او دا ټول ما کې سرته رسېږي!

های دومره وړ، چې ویروس سره مقایسه نشي،

دومره غټ چې کائینات یې د نظر له څرک څخه ساه اخلي،

دومره آسانه چې د بشر د تخېل هېڅ کتاب، هېڅ شاعر او د طبېعت هېڅ سندره یې په اندازه بېسواده او ساده نشي!

د ذهن دا حال دی؛ ذهن له بېسوادۍ کښته یا له سواد پورته څه شی نشي پېژندلای.

نو د تبتي راهب په خبره: «ته باید خدای داسې ولټوې، چې په واقعیت کې لټونه نه ده؛ بلکه ځان د هغه په وړاندې پرانستل دي»

د مادې او ذهن بازار

ماده او ذهن یې لکه د لیلام دوکان را باندې راتاو شوي او زه په دې بازار کې ورک ولاړ یم. امریکايي او فرانسوي، پاکستاني او تایلندي، روسي او پنجابي جامې مامې، چې هغه هم دویم لاس «second hand» او هم زړې دي، هم لنډې یا اوږدې دي، هم بدرنګې او هم د پلرو په وینا او دود او دستور غیر اخلاقي دي!

نو زه بېرته وطني جامو ته راګرځم، دروند او سنګینه لکه تیږه پر خپل ځای کښېنم. نه قیر سړک غواړم، نه کلینیک او نه زنانه مکتبونو او پوهنتونو کې خوشې کوم.

خو پېسې ښې شی دي!

د ډالرو مخه خو بیا هېڅ شی نشي نیولای! خو د امنیتي قرارداد په کشاله کې به ډالرو پسې لېرې سفر کوې!

خو په دې جامو کې ویزه نشم اخستلای، ځکه نو ځوان زوی یا هم ځان ژر ژر د انګلیسي ژبې او کمپیوټر کورسونو ته وراچوم او ژر ژر یې ترې راباسم،

کوبای وراغوندم، تر کلام الله لاندې یې تېروم، یوه کاسه اوبه ورپسې شیندم، چې سفر او د ګټې بخت یې ښه شین شي.

او بیا د ملنګ بابا د کبر شناختو ته یو متر سور الوان نذرانه وروړم.

«یا ستار، یا ستار…» مې وېلې، له سل قسمه ساتونکو، کمرو او تعلیمي سپیو راتېر شوم.

خو د پرتاګه دپاسه کاوبای اغوستل هم لویه حوصله غواړي. هڅه مې داده، چې ځان هوټل کې خپل شخصي اتاق ته ورسوم او هلته حداقل پنج کتاب راواخلم، او د انترنت له لارې فیسبوک کې ولیکم، چې:

«که په میوند کې شهید نشوې/ خدای ګلالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه!»

ګټیالی ذهن داسې مرګپالی دی. مرګ نشته، مرګ د ذهن ذاتي اړتیا ده.

او اوس زه د معتبرو کتابونو، اخلاقو او کلچرونو په ملاتړ سره، مرګ د خلکو په ذهنونو، حواسو او آن زړونو کې کرم.

هغه ایدیالوجي، فکر، باور او اخلاق چې ژوند هدف نیسي؛ ټول مړه دي.

ددغو مړو ذهني اجناسو لارویان، مریدان، پیروان، استادان او راهبان، د ژوند دالهي سنت پر ضد چړې وهي، تورې وهي او موږ د اسطوره یي ښامارانو قصه پخپل ژوند کې عملا تجربه کو.

څنګه؛ دمه به ونیسو!

12 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *