Categories

اعلان

Loading…

د طالبانو د علماوو شورا د نوي مشر د ټاکلو په اړه پرېکړه کوي

تاند- د طالبانو د مشرتابه پر سر د اختلافاتو د حل کولو او د نوي مشر د ټاکلو لپاره د دې ډلې د علماوو اوولس کسیزه شورا نن په پاکستان کې غونډه کوي.

تر دې مخکې د ملا عمر د ځای ناستي پر سر د اختلاف د لېري کولو لپاره ګڼې هڅې شوي خو نتیجه یې لا نه ده ورکړې.

څرګنده نه ده چې د طالبانو د علماوو په اوولس کسیزه شورا کې څوک شامل دي خو ویل کېږي چې دا شورا وروسته له دې جوړه شوه چې د ملا محمد عمر اخوند زوی او ورور ملا یعقوب او ملا عبدالمنان د ملا اختر محمد منصور له ټاکنې سره مخالفت وکړ.

ناتایید شوي راپورونه وايي چې ملا منصور په تېرو څو ورځو کې بې درکه دی او حتي د ده له لوري دوه مرستیالان هیبت الله اخوندزاده او سراج الدین حقاني هم نه دي توانېدلي چې تماس ورسره ونیسي.

پاکستاني رسنیو ته، چې له طالبانو سره په خپله خاوره کې نژدې تماسونه نیسي، د طالبانو د علماوو د شورا یوه غړي ویلي چې دوی به نن /پنجشنبه/ په دې اړه پرېکړه وکړي چې څوک د ملا محمد عمر اخوند ځای ناستی کېدای شي.

پاکستاني سرچینې وايي چې د طالبانو مشرۍ ته په لومړۍ ډله کې ملا یعقوب او ملا عبدالمنان کاندید دي، په دوهمه ډله کې د ملا قیوم ذاکر، منصور دادالله او ملا عبدالرزاق نومونه یادېږي او د درېمې ډلې له لوري مخکې تر مخکې اختر منصور اعلان شوی دی.

د ډېر شمېر طالبانو په شمول د القاعده شبکې اوسني مشر ایمن الظواهري د منصور بیعت اعلان کړی دی.

داسي وېره شته چې که د طالبانو د عالمانو شورا د ملا عمر زوی د مشرۍ اعلان وکړي ممکن د دې ډلې ترمنځ درز نور هم زیات شي.

د ملا محمد عمر اخوند د مړینې خبر لومړی پلا د طالبانو انشعابي ډلې فدايي محاذ اعلان کړ خو ویې ویل چې نوموړی د ملا منصور له لوري وژل شوی دی.

وروسته د افغانستان حکومت او طالبانو د ملا عمر اخوند مړینه تایید کړه.

20 total views, 1 views today

6 comments

  1. اجمل Reply

    طا لبان خو مشرنه بلکى مشران لرى ملا اى ايس اى بل مشر هيڅ معنى نلى

  2. Akbary S.S Reply

    ملا بوش ملا نواز شريف ملا مشر داجمل صاحب په خبره ای.ايس. أي . داسی نور دتروريزم په جوړونه کی سخت رول لوبولی نو درهبری حق بايد ورکړای سی.

  3. زلمی Reply

    داحمد شاه باباه زامن او دمیرویس نیکه لمسیان اوس اوس دسپی صفته پنجابیانو لاسونه مچو کوی، ایا دا دافغانانو لپاره یوه غمیزه او دمحشر ورځ نده ?? تر کوم ځایه چه زما عقل کار کوی,, زه خو دیوه لیوه او دیوه خنزیر دوستی بهتره ګنم دپاکستانی تر دوستی. په درنښت

  4. زلمی Reply

    طالبانو تاسو خو په بیغرتی ,وطنفروشی او افغان وژنه کی دښاغلی ببرک کارمل او محترم شاه شجاع نه هم مخکی شوی , ستاسی ددی ستر خدمت چه دتور پنجاب لپاره مو سرته رسولی مبارکی وایم, ستاسو دنورو افغان وژنو او وطن ورانولو په هیله.

  5. نعیم اکبری Reply

    هغا شه متل دی چه وایی خواره دی شی مینزه چه دمینزی کالی مینزی نواوس هم که چیری سری دیو چا مزدوری کوی نوبیا دی دیو چا مزدوری وکری چه هغه خوپه نس مور وی چه بیا وکولای شی خپل په پسخور باندی تا هم مور کری او بل داچه دافغانیت له رویه سنگه دپنجابی غلامی کوی.

  6. Zubiar12 Reply

    خبره بله ده شي دبوش اواباما دوستي ولي دي خلكوته د تعبير ور ده

Leave a Reply to زلمی Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *