Categories

اعلان

Loading…

د خپلواکۍ د ورځې په ویاړ یو جمنازیوم د غازي امان الله خان په نوم ونومول شو

په میدان وردګو ولایت کې له دیارلس کلن ځنډ وروسته په لومړی ځل د خپلواکۍ ورځ نمانځل کیږي او له همدې امله په دغه ولایت کې د دغه ورخې په ویاړ یو جمنازیوم،چې د جوړولو چارې رواني دي، د شهید غازي امان الله په نوم ونومول شو .

په میدان وردګو ولایت کې د خپلواکۍ د ۹۶مې کلیزې په ویاړ په جوړه شوې غونډه کې د دغه ولایت مسؤلینو سربېره،جهادي قوماندانانو،مخورو،دیني عالمانو،کوچیانو، مېرمنو ، ځوانانو، لوبغاړو او سلګونه امنیتي منسوبینو ګډون کړی وو.

 غونډې ته د میدان وردګو والي حیات الله حیات د هېواد او په ځانګړې ډول د میدان وردګو ولسونو ته د خپلواکۍ د ۹۶مې کلیزې د رارسیدو له امله مبارکي ووې .

نوموړی وویل : )) له نن څخه پوره ۹۶ کاله وړاندې د هېواد ستر شخصیت غازي امان الله د دغه خوار او میړنی ملت په مټ سره وکولای شول،چې انګریزانو ته غاښ ماتوونکي ماتي ورکړي او له خپل ګران هېواد څخه یی وباسي او په همدې ویاړ موږ په میدان وردګو ولایت کې یو جمازیوم د شهید غازي امان الله خان په نوم ونوماوه ((

ښاغلی حیات له دیني عالمان، قومي مشران،مخور، مدني ټولنو او د هیواد له ټولو وګړو وغوښتل چې د ملي امنیتي قواو ملاتړ وکړي  او په دغه هېواد کې د سولې او ثبات رامنځته کېدو په موخه هر افغان د وطن ساتنې په برخه کې ځان یو سرتېری او مدافع وبولي .

غونډې ته د ملي امنیتي قواو په استازۍ د امنیتي قواو د همغږۍ مرکز مشر برید جنرال نواب وویل د هېواد ملي امنیتي قواوې په ټول توان سره هڅه کوي،چې د سولې او امن دښمنانو څخه دغه خاوره په بشپړ توګه پاکه کړي او په همدې ترڅ کې یواځې په روان کال کې ۱۴۳ مخالفین وژل شوي او ۱۸۷ نور ټپیان شوي دي .

نوموړی له مخالفینو څخه وغوښتل چې د پردیو لخوا له تپل شوي جنګ څخه لاس واخلي او د یو افغانستان لپاره یو ځای د دغه سترې ورځې له امله د خپل اسلامي حکومت سره اوږه به اوږه کار وکړي.

غونډې ته د بېلابېلو شوراګانو مسؤلینو، جهادي مشرانو ، مدني فعالانو،مېرمنو او یو شمېر نورو هم ویناوې وکړې او د نورو خبرو ترڅنګ یې د دې وطن د شهیدانو روح ته د دعا غوښتنې وکړې .

په جوړو شویو مراسمو کې ملي امنیتي قواو،د بېلابېلو لوبو لوبغاړو،کوچیانو، بزګرانو، د ښاروالۍ ډلګۍ، روغتیا پالوونکو،د ښوونځیو زده کوونکو او یو شمېر نورو  اتڼونه،ترانې او نورې بېلابېلې نندارې وړاندې کړې،چې د ګډونوالو لخوا په تودو چکچکو سره بدرګه شول.

همدا راز د میدان وردګو والي له لورې د بېلابېلو امنیتي ارګانونو  پیاوړو منسوبینو ته،چې  د دندې پر مهال یې له ځانه پوره وړتیا ښودلې وه،ستاینلیکونه او مخورو او مسؤلینو ته افغانستان ملي بېراغونه ورکړل .

د یادونې وړده،چې په میدان وردګو ولایت کې د ۱۳ کلن ځنډ وروسته د خپلواکۍ ورځ په ځانګړو مراسمو سره ونمانځل شوه .

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

13 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *