Categories

اعلان

Loading…

ملا منصور: د حمید ګل مړینې د طالبانو دوهم لاس پرې کړ

تاند- په داسي حال کې چې د پاکستان د آی ایس آی د پخواني افغان دښمنه ريیس متقاعد جنرال حمید ګل په مړینه ډېری افغانانو خوښي څرګنده کړې، راپورونه وايي چې د طالبانو نوي مشر ملا اختر محمد منصور د حمید ګل مړینه د طالبانو لپاره د خپل یوه وزر بایلل بللي دي.

د پاکستان طالب پلوه ورځپاڼې (اُمت) د چهارشنبې په ګڼه کې لیکلي چې د افغان طالبانو مشر ملا منصور ویلي چې د طالبان بل لاس هغه وخت پرې شو چې حمید ګل ومړ.

حمید ګل د اتیایمې لسیزې په پای کې د پاکستان د آی ایس آی ريیس و او د ډېرو افغانانو په باور د افغانستان په ویجاړولو کې یې مهم رول ولوباوه.

اُمت ورځپاڼې د طالبانو د مشر ملا منصور له قوله د حمید ګل د کورنۍ له غړیو سره غمرازي کړې ده.

ورځپاڼه وايي چې د حمید ګل کورنۍ ته د منصور په پیغام کې ویل شوي چې طالبانو هغه وخت خپل یو لاس وبایله چې ملا محمد عمر اخوند مړ شو او بل لاس یې هغه وخت پرې شو چې حمید ګل ومړ.

د امُت اردو ژبې ورځپاڼې پر اساس د منصور په پیغام کې دغه راز راغلي چې د متقاعد جنرال حمید کل مړینه د ملا عمر تر مړینې لږ دردوونکې نه وه.

176 total views, 1 views today

19 comments

  1. Bashir Reply

    دوه لاسونه مو بالول انشاءالله دا دوې پښې به هم بآيلوئ
    آمين بارب آلعلمين

    1. qurbab Reply

      دا ىو حقىقت دى دواړه دافغانانو دوشمنان وه دا زمونز دوعا ده چه تول دوشمنان دى برباد وى

  2. Omar khan Reply

    جی ایچ کیو مرکز ته د پاکستانی جنرالانودلاس
    نیوی لپاره اشرف غنی ولی ورغی او ای ایس سره یی تفاهم لیک ولی لاسلیک کر ؟ ی

  3. سليمان Reply

    منصور خو ځکه دحمیدګل مرداریدنه د ټالبانو لاس پرېکیدل بلي چې هغه خو د ډیروناجایز پلارو. زه نه پوهیږم چې منصور ته ولې خلک ملا وایي هغه خویو لوی لوفر دی. ټولو ته معلوم دی چې هر وخت په هیرا منډي کې ناست وي.

  4. اجمل Reply

    دحميد ګل شا ګردان خشته ملا اى ايى

    1. اجمل Reply

      ملا اېس اى

  5. Nazeer Reply

    تل به دا دعا کوو چه اللهم اهدنا الصراط المستقیم… الله ربالعزت چه عزیز ذو انتقام ذات دی زموږ د مظلومو شهداوو انتقام دی دی واخلی چه بهترین او غالب انتقام اخیستونکی دی او د کورنی غلو ته دی اولا هدایت او که نه وی غفار ذات دی ټول امت د دوی نه پاک کړی او خپل بهترین بندګان دی په ټول عالم اسلام خصوصا افغانستان کی حاکم وګرځوی او هغه حکومتونو چه د نورو پروژی په عالم اسلام کی پیاده کوی دا د اسلامی امت پر مخ ننګینه داغ دی رب العزت نیست ونابود کړی هغه که سیسی وی که ګاوندی او که زموږ وطندار.

  6. Safirullah Reply

    It is clear to all world and Afghanistan that Taliban are not independent and they are created, equipped, trained and led by ISI since 1994 and till now. Taliban are not Afghans, not Muslim and they die for the best interest of Pakistan.
    God dam them.

  7. پاچا Reply

    حمید ګل ولد ابلیس لعنت الله علیه په جهنم کې د دوزخیانو اورلړوني په صفت وګمارل سوو۰ د شیطان پرکټې او لکۍ ملا منصور ابلیس انتظار باسي۰ د شیطان منصور لپاره یې مناسب ځای په پام کې نیولي۰ انشا الله ډیر ژر به د افغان امنیتي ځواکونو په لاس له پنجابي شریرو شیطانانو سره د جهنم تورو کندو ته د ابد الا ابد لپاره وسپاري

  8. واحد Reply

    شه وشول چه و مړ

    1. واحد Reply

      دی سپی زوی

  9. Hassan Reply

    الحمد الله د ټالیبانو دواړه لاسونه د لوی رب په برکت سره قطع شول . لری به نه وی چی د دی پلیدو او د هیرا منډیوالو د نوکرانو دواړه پښی او د منځنیو پيړیو د تفکر لرونکو مغزو والا سرونه هم پری شی ، یا الله تو خو دا د نیا او اخرت شرمیدلی د پښتنو او ټولو افغانانو او مسلمانانو له سره کم او مخامخ یی دوزخ ته ورټیل وهی تر څو له ملا کرنیل امام او حمیدغول سره په جهنم کی یو ځای شی. آمین

  10. nasrat Reply

    جنرل حمیدگل یوداسی مسلمان ووچه افغانان یی دروس له غلامی آزادول اوبیایی دامریکاله غلامی ازادولوکی ڈیرزیارایستلوارواح دی شادوی امیرالموءمنین ملااخترمحمدمنصورحفظه الله داخبره نه ده کڑی کوم خلک چه دکفاروڈالروته خوشحال وی هغوته غلامی هیچ فیغورنه شکاریرژی مجاهدته دکفاروپہ سترگه گوری مسلمان دزان دشمن بولی دقرآن فیصله ده ٹول مسلمان سره ورونه دی که عرب دی کهپنجابی دی که هرچوک وی زمونژوروردی دملی امنیت پہ نامه غلامه اداره انشاءالله په سکوت دہ پہ افغانستان کی به قانون دقرآن وی دامریکاغلامان به ٹیٹی سترگی ولاڑوی انشاءالله

  11. اغ.ح Reply

    چه لندن تر اوبو لاندی نه شی منصور منصور تالب مالب حمیدګل ممید ګل او نور خبیثان به همداسی را باندی مسلط وی.

  12. ظفرخان Reply

    هسی له ځانه ګډیی نصرت خانه، امیرالمومنین د څشی امیر بیا دکومو مومنانو امیر، که چیری یی رښتیا هم د حمید ګل په مړینه خواشینی ښودلی وی نو له دی څخه معلومیږی چی ملا منصور دای ایس ای پوخ غلام ده غلام امارت نه شی کولی، دامارت لپاره اولین شرط حریت ده، څوک چی حر نه وی هغه به څنګه امیر شی.افغانان اوس په داسی حماسی خبرو نه غولیږی اونه به ستاسی ددی تبلیغاتو تر اثر لاندی راشی،

  13. haqpal Reply

    زما ټول دتاند چلوونکو او کتوونکو ته سلامونه
    زه تاند ډیر په شوق سره ګورم داسی ورځ رازی چی دلسو کرتو نه یی زیات خلاصوم ، البته په ننی خبره سره زه په پیل کی خوشحاله شو م ولی وروسته بیا خپه شوم ځکه په پیل کی دوی داخبر دامت ورځپاڼې په حواله نشرکړو ولی بیا چې کله دامارت لخوا ددې تردید راغی نو تراوسه هغه نه دی نشرکړی دلته سړی ته یوه اندیښنه راپیداکیږي چی دوی ولی داسی وکړل زه هیله لرم چی ماته به دتاند محترم ملګری ځواب راکړی زه یوازی دمعلوماتو لپاره دامارت دویب سايټ څخه دطالبانو هغه مضمون را اخلم
    ددی نشر مونږ ټولو افغانانو ته ګټه کوی باید مونږ کوشش وکړو چی تروسعه فاصلی کمی کړو
    په درنښت.

    د (امت) په نامه دپاکستاني اخبار هغه راپورحقیقت نه لري چې په غلطه سره د اسلامي امارت مشرتابه ته منسوب شوی دی
    36
    Share
    31
    5
    0
    4
    د (امت) په نامه دپاکستاني اخبار هغه راپورحقیقت نه لري چې په غلطه سره د اسلامي امارت مشرتابه ته منسوب شوی دی
    20-08-2015

    تیره ورځ يوه پاکستاني اخبار (امت ) دجنرال حمید ګل د وفات په اړه د اسلامي امارت مشرتابه ته منسوب شوې داسې څرګندونې نشر کړې چې هغسې څه نه دي ترسره شوي، او د اسلامي امارت مشرتابه په هغه مورد هيڅ بیان هم ندی خپور کړی.
    داسمه ده چې دپاکستان هیواد داستخباراتو پخوانی مشر جنرال حمیدګل د افغانستان له جهادي تنظیمونو سره د جهاد په زمانه کې نیږدې همکار پاتی شوی وو او اسلامي امارت ټولو هغو اشخاصو او جهتونوته چې دشوروي یرغل پرخلاف يې د افغانانو د داعي اوجهاد ملاتړ کړی وو دقدر په سترګه ګوري.
    خو رسنۍ باید خپل رسالت درک کړي، هغه څه خپاره کړي چې هغه واقعیت وي او دشومو اهدافو لپاره باید دمشرانو په اړه دومره ستره ګستاخي ونشي چې ناويلې خبرې پسې وتړل شي او خپرې کړل شي، ځکه داسې راپورونه یواځې دهغو رسنیز حيثيت ته زیان اړولی شي.
    د اسلامي امارت ویندوی ذبیح الله مجاهد
    ۱۴۳۶/۱۱/۵هـ ق

    ۱۳۹۴/۵/۲۹هـ ش ــ 2015/8/20م

    1. تاند Reply

      که دوی خپله خبرپاڼه رالېږلې وای حتماً به مو د دوی رد هم خپور کړی و.
      تاند

  14. babrak Reply

    هر هغه افغان چې د پاکستان ښه وایی دا معنی لری چې بی ناموسه دی ا وهر هغه افغان چی پاکسان ورپسی وی ناموس فروش دی

  15. babrak Reply

    دا چې د طالبانو دواړه لاسونه غو څ شول نو دا په دی معنی چې هسی سوټی ورنه چوړ شوی
    د حمید ګل پخوانی یاران او شاګردان(مسعود ،ګلبدین سیاف ربانی پیر صاحب مجددی صاحب او نو ر څه وایي ایا دوی د حمیدګل طوق له غاړو لری کړی که نه!
    خدایه د حمید ګل کورنی تباه او برباد کړېمونږ خو یی تباه کړو

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *