Categories

اعلان

Loading…

تر ټوله لویه غلامي فکري جمود او انحطاط دی او لویه ازادي فکري غښتلتیا او انبساط دي

دغه ټکی د لوګر والي محمد حلیم فدايي دولایت د ښاروالۍ په تالارکې جوړ شوي د خپلواکۍ  د بېرته اخیستلو ۹۶ کلیزې په ویاړ جوړې شوي غونډې ته وکړه.

په دې پرتمینه غونډه کې د والي په ګډون د شپږو ولسوالیو مشرانو، ملکي او نظامي مسوولینو، مجاهدینو، معلولینو او معیوبینو استازو، د ولایتي او ولسي جرګې غړو، ښځو او مدني ټولنو استازو ګډون کړی وو.

والي په دې ستره غونډه کې د خپلو خبرو په دوام د ازادي په مانا او دتاریخ په فلسفه او حکمت تفصیلي خبرې وکړي او ویې ویل چې له تاریخ څخه د ګڼو زده کړو ترڅنګ یوه مهمه زده کړه داده چې موږ تل خپل دفاعي او امنیتي ځواکونه کمزورې او سیاسي کړیدي او دا اشتباه مو تکرارا کړېده. ده د خپلو خبرو په دوام وویل چې موږ تل د نظامونو اصلاح د ټوپک په زور له بېرون څخه کړېده او دې ډول سیاستونو نظامونه کمزورې کړیدي او انارشیزم یې رامنځته کړیدي او بیا همدا ډلګۍ دکمین کې ناستو دښمنانو په لمن کې لوېدلي دي. ښاغلي والي په څرګندو ټکو کې وویل: ((فکري جمود او ړوند تقلید ملت په مغزي سکته اخته کوي او دا زموږ ټولو دنده ده چې د جهالت، ناوړه دودونو، تعصوبونو او جګړو پر خلاف د خلکو ذهنونه رڼا کړو)).

د امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په مخاطب کولو کې والي وویل: ((تاسو اصلي مجاهدین، غازیان او که خدانخواسته وژل کېږي نو شهیدان یاست او دا دملت مسوولیت دی چې دا سرمایه وساتئ او ملاتړ یې وکړي)).

دولسي جرګي وکیل اکبرستانکزي په خپلوخبروکې وویل چې ازادي اخستل کېږی نه ورکول کېږي اوبیا یې دولایت والي څخه مننه وکړه چې په لومړی ځل سره په دغه ولایت کې دهیواد دخپلواکۍ ورځ په دومره جم اوجوش کې لمانځل کېږي .

دولایتي شورا ریس حسیب ستانکزي دولس په استازولۍ لومړي ټولو دولتي اوغیري دولتي مسولینو ته ددغه ورځ مبارکي وویله اوبیا یې دولس څخه غوښتنه وکړه چې ددغه ورځي څخه په استفادي سره دي نورخپل منځ کې سره یوځاي شې اوروانو ناخوالو ته دپاي ټکی کیږدي.

وروسته دهمدي ځانګړي ورځي په ویاړ (۴۰) تنه دملي اردو ، ملي پولیسو اوملي امنیت ځواکونو ته ستیاینلیکونه ورکړل شوه اوهم ددغه ورځ په مناسب دلوګرځوانانو اوسپین ګیروپه ګډه سره دغه پروګرام  دوطن ملي سندروغږولو،اتڼونو اودسپورتي لوبو په کولو سره دغه پروګرام پاي ته ورسولو.

یادوني وړه ده چې افغانستان له نن څخه  ۹۶  کاله وړاندي په کال ۱۹۱۹دامیر امان الله خان په وخت کې خپله ازادي بیرته له انګلیسانو څخه ترلاسه کړه.

228 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2