Categories

اعلان

Loading…

کليوال ملګري ټولنې د خپلواکۍ ورځ ولمانځله

کليوال ملګري ټولنې غړو نن د زمري پر اته ويشتمه نېټه دخپلواکۍ شپږ نويېمه کليزه په خورا احساساتو سره ولمانځله.

کليوال ملګري ټولنې نن ديو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کې دزمري اته ويشتمه چې دهيواد دخپلواکۍ له ورځې سره برابره ده، ولمانځله.

په دغه لمانځغونډه کې دغزني له بېلا، بېلو ولسواليو نه راغلو ځوانانو، مشرانو او د ټولنې غړو برخه اخيستې وه، په لسګونه موټرونه دهيواد په ملي بيرغ پوښل شوي و، همدارنګه ځوانانو   په خپلو ځانونو باندې هم ملي بيرغونه نښلولي و.

د همدې ټولنې غړو په ځوانانو ملي بيرغونه ووېشل، دوی ته يې هغه بروشرونه هم ووېشل، چې دهيواد دخپلواکۍ دورځې په وياړ چاپ شوي و.

کليوال ملګري ټولنې غړي او ځوانان نن دملي سندرو سره خپل موټريز کاروان، چې په لسګونو موټرونه پکې شامل ، بدرګه کړل.

غزني ښار په يو شمېر سيمو کې يې اتڼونه وکړل، دوی په چارواکو هم غږ وکړ، چې دغسې وياړلې ورځ باید په   ډېره ښه بڼه سره ولمانځل شي.

کليوال ملګري دزمري دمیاشتې پر اوه ويشتمه نېټه هم دښار په يو شمېر مشهورو جادو او دروازو دخپلواکۍ د اتل غازي امان الله خان انځورونه ولګول او دهيواد دخپلواکۍ د بېرته اخيستلو مبارکې يې ولس ته ويلې ده.

کليوال ملګري ټولنې تل دهيواد ملي ورځې لمانځلې او له دې لارې غواړي چې دخلکو ذهنیتونو ته دازادۍ فکر او خيال ورسوي.

نا ويلې دې نه وي چې کليوال ملګري ټولنه په غزني کې يواځينۍ ټولنه ده، چې د خپل ملي احساس له مخې د خپلو هيوادوالو د دښې راتلونکي لپاره فکر کوي. ‎

   کليوال ملګري دغه ورځ له خپلو خلکو سره دښار په زړه کې په اتڼونو ولمانځله، خو دولتي چارواکو دجشن مراسم يواځې دولايت او ارام سرای پورې محدود پاتې شول.

50 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *