Categories

اعلان

Loading…

د لغمان والي عبدالجبار نعیمي له لوري د اتلانو د تاريخي هرکلي ياد

دا واقعيت ټولو ته څرګند شوى چې نړۍ اوس مهال په يو نړيوال کلي بدله شوې او په کې مېشت ملتونه يو له بل سره په بېلابېلو ډګرونو کې دخپلو ملي ګټو او ملي ارزښتونو پربنسټ هم اړيکې لري او هم سالمې سيالۍ ترسره کوي ،هرملت کوښښ کوي چې تربل وړاندې وي اودپرمخيون دکاروان په سرليکه کې وي.

دلته په تيرو لسيزو کې ډيرې زياتې جګړې وشوې او ګڼ شمير بدمرغۍ ترې په ميراث پاتې شوې ،ولې له نيکمرغه دمثبت بدلون په دې وروستۍ لسيزه کې په هېواد کې دموجوده نظام ترچترلاندې افغان ملت هم دنورو ملتونو سره دسالمې سيالۍ لاره خپله کړې چې په کم وخت کې يې خپل بيراغ دنړۍ په ورغوي کې ځلانده او رپانده کړ ،په همدې پيل شويو سياليو کې دهمدې ټولنې هروګړى او دهرقشر استازي په ټينګ هوډ سره مبارزه کوي ،ترڅو د خپل ولس ،خاورې او تاريخ نوم روښانه ،ځلانده او ژوندى کړي.

په وروستۍ لسيزه کې هغه قشر چې ترټولو زيات يې دافغانستان نوم او نښان په نړۍ کې وځلولو هغه دلوبو په ډګرکې دکريکټ ملي لوبډلې اتلان دي چې په کم وخت کې يې په ډيرو نړيوالو لوبغالو کې خپلو سيالو ډلو ته ماتې ورکړې او دافغانستان دنوي نسل په استازيتوب يې دنړۍ دنورو ملتونو نوي نسلونه حيران کړل اوپه دې سره يې ټولې نړۍ ته ديووالي ،همغږۍ ،همکارۍ ،امن ،ترقۍ ،بشرپالنې او روغتيا پيغامونه ورسول.ټولې نړۍ ته په ډاګه شوه چې دافغان ملت په منځ کې داسي استعدادونه شته چى کولى شي په لنډ وخت کې دپيړيو پيړيو واټنونه رالنډ کړي او دبريا منزل ته ځان ورسوي.

سره ددې چې زمونږ د خاورې ،ولس او تاريخ ددښمنانو له لوري دبېلابېلو لارو څخه تلاش روان دى چې په دې هېواد کې شته استعدادونه ووژني اودټولو هغه اغيزمنو کړنو او خدمتونو مخه ونيسي چې خاورې او ولس ته درېښتني افغاني فرهنګ ،ملي ګټو اوملي هويت پربنسټ ولاړې نيکمرغۍ او برياوې راوړي.ددې خاورې او ولس دښمن ددې زغم نه لري ،چې افغان ملت اوپه ځانګړې توګه ځوان نسل دې دنورو ملتونو سره په بېلابېلو ډګرونو کې سيال شي.

واقعيت دى چې په نورو ډګرونو کې مونږ په هغه کچه لاسته راوړنه نه لرو لکه څنګه چې دلوبو په ډګرونو کې افغان اتلو لوبغاړو ترلاسه کړې دي او دنړۍ ټول ملتونه يې حيران کړي دي. کله چې مونږ خپل لوبغاړي په نړيوالو لوبو کې ګورو د ډيرې خوشحالۍ څخه مو ورته له سترګو اوښکې بهيږي او په وجود کې مو قوت پيدا کيږي، له هرې بريا يې د ا زيرى ترلاسه کوو چې افغانستان به يوه ورځ په يو پرمختللي،متمدن،ځواکمن او واکمن افغانستان بدليږي.

هر څوک د دې لوالتيا لري چې خپل اتلان له نږدي وګوري او دملي احساس له مخې يې د زړه له کومې تقدير کړي، داسې تقدير چې په ليدو يې زمونږ تنده ماته شي.هغه مهال چې ما په خوست ولايت کې کاري ماموريت درلود او له خوست ولايت مقام سره مې د عامه اړيکو اړيکو د سلاکار په حيث دنده ترسره کوله،په لومړي ځل مې دخوست د پخواني والي عبدالجبارنعيمي څخه چې اوس د لغمان ولايت والي دى، په يوه ځانګړې ناسته کې دا خبره تر غوږ شوه چې خوست ولايت ته يې د کريکټ ملي لوبډلې اتلان را دعوت کړي دي.

د خبرې تر اوريدو وروسته مې له والي صاحب وپوښتل چې دا اتلان څه وخت راځي چې ژر يې له نږدي وګورو او خپله ملي تنده پرې ماته کړو؟ نعيمي چې د افغانستان په کچه يو تجربه لرونکى او فعال والي دى، هر کار د تدبير او پلان له مخې کوي هره موضوع په هراړخيزه توګه تحليلوي او بيا اقدام کوي، هغه وويل چې دا اتلان زمونږ واقعي اتلان دي د راتګ لپاره يې بايد هراړخيز تدابير ونيول شي، شپه او ورځ يوه شي، تر څو ترې تاريخي او پيغام رسونکى هرکلى وشي. ټولو ته يې دنده وسپارله چې د جدي د مياشتې په ٢٥نيټه مې ملي اتلان خوست ته رابللي دي يعنې دا د ١٣٩٢لمريز کال خبره ده.

د نوموړي والي يوه بله ځانګړتيا دا هم ده چې هر کار او پلان يې څو موخې لري ځينې پرې پوهيږي او د ځينو پرې هيڅ سر نه خلاصيږي ، ما چې له نوموړي سره ډير وخت لنډ کار کړى نو هميشه مې کوشش کړى چې د موضوع هر اړخيزه انځور او موخې ترې تر لاسه کړم، د همدې موضوع د راتګ په اړه مې ترې وپوښتل چې تاسو ولې په دې وخت کې د کريکټ ملي لوبډلې اتلان خوست ته ولايت ته را دعوت کړي دي، ځواب يې راکړ چې دا پيژندل شوي اتلان دي، پر موږ حق لري تر څويې ستاينه او عزت وکړو او داسې نورې ګټې هم لري.له دې ځواب څخه پوه شوم چې د اتلانو په راتګ کې کوم بل څرګند او پټ پيغام هم نغښتى دى.

لنډه داچې د اتلانو د راتګ لپاره هراړخيزه تدابير تر سخت کار او پلان جوړونې وروسته ونيول شول او هر مسوول په پوره دقت سره خپلې دندې ته متوجه شو،امنيتي ادارو هم د والي صاحب تر مشرۍ لاندې هرڅه تر جدي څارنې لاندې ونيول ځکه دښمن هغه وخت پلان درلود چې په خوست ولايت کې لويې غونډې او پروګرامونه ګډ وډ کړي ځکه ټاکنې را روانې وې او دښمن د دې زغم نه درلود چې په ياد ولايت کې دې خلک په ټاکنو کې برخه واخلي.

تر ستړي کار وروسته د جدي د مياشتې ٢٥ نيټه هم را ورسيده د کريکټ ملي لوبډلې اتلان خوست ولايت ته را غلل، چې دکريکټ بورډ چارواکو يې هم ملتيا کوله، کله چې دخوست په ځمکه ښکته شول په زرګونو خوستيانو يې په منظمه توګه بدرګه پيل کړه، د اتلانو د تاريخي هرکلي لپاره شاوخوا ديرش زره کسان را وتلي وو، د همدې ديرش زره خوستيانو په منځ کې زه هم وم او په ډيره مينه مې د خپلو اتلانو بدرګه وکړه، ډيره هڅه مې وکړه چې يو ځانګړى انځور ورسره واخلم خو چانس را سره ياري ونه کړه.

کله چې خوست والي د اتلانو دتاريخي هرکلي په مراسمو کې په زرګونو کسانو ته خپله وينا پيل کړه د وينا پرمهال يې داسې وويل ((په ملي او نړيواله کچه دا څرګند شوه چې خوست دامن اوسولې کور دى او دلته واکمنه اداره او مېشت ولسونه دخپل نظام ترچترلاندې داسې اغيزمنې کړنې سرته رسوي چې پربنسټ يې دولسي نيکمرغۍ ،حکومتدارۍ ،مثبت سمون او مثبت بدلون بنسټونه پياوړي کيږي ،له ځوانانو يې غوښتنه وکړه چې په بېلابېلو ډګرونو کې شپه او ورځ خپل کوښښونه زيات کړي او دنړۍدنورو ملتونو دځوانانو سره په هره سالمه سيالۍ کې بريا راخپله کړي ،داسې سالمې سيالۍ سرته ورسوي لکه دکريکټ ملي لوبډلې اتلانو چې په کم وخت کې دافغانستان بيراغ دنړۍ په ورغوي کې ځلانده او رپانده کړ.

هېوادوالوته يې ډاډ ورکړ چې خوست ولايتي اداره به په مسووليت سره دځوانانو دښوونې ،روزنې او فکري رغونې لپاره اغيزمن کار وکړي،که ځوانان هم دخپلې ادارې ترڅنګ په ټينګ هوډ ،ځواکمنې ارادې او پاک احساس سره په ټولو مبارزو کې برخه واخلي او دټولو هغه منفي تبليغاتو پرضد مبآرزه وکړي چې دبېلابېلو سرچينو له لارې دهر مثبت بدلون ،سمون اوپرمختګ په وړاندې کيږي او ولس ته منفي پيغام استوي ،دډيرو هغه ننګونو مخه به ونيول شي چې دپرمختګونو مخه يې ډب کړې ده، د خوست والي په وينا کې دا ټکي وروستي وو ( که په ګډه لاسونه سره يو کړو او دپرمختګ لوري ته په يووالي سره يون پيل کړو ،دمثبت بدلون او سمون بنسټونه پياوړي کړو ،خپل ځوان استعدادونه وروزو ،خپل ارزښتونه وپالو ،په ښه توګه دخپلو ملي ګټو څخه دفاع وکړو ،دملت جوړونې او هېواد جوړونې په ټولو بهيرونو کې برخه واخلو بشپړ ډاډ يم چې مونږ به يوپرمختللى ،متمدن ،واکمن او ځواکمن افغانستان ولرو)).

خوست ولايت کې د کريکټ د ملي لوبډلې د اتلانو داسې تاريخي هرکلى وشو چې په ملي او نړيوالو رسنيو کې پرې ګڼ شمير تبصرې وشوې او دخوست ولايت يې ډير سوله ييز او ښکلى انځور وړاندې کړ، د همدغه هرکلي قوت وو چې بيا وروسته د ولسمشرۍ په ټاکنو کې خوست ولايت خلکو د ټاکنو په بهير کې د پراخ ګډون يو ځانګړى تاريخ جوړ کړ،ځکه د کريکټ د ملي لوبډلې د اتلانو د تاريخي هرکلي لپاره د شاوخوا(٣٠٠٠٠) کسانو راټوليدو ولس ته دا روحيه هم ورکړه چې په هر ملي بهير کې بايد په غوڅ اکثريت سره برخه واخلي.

وروسته هغه پټ پيغام هم راته څرګنده شو کوم چې والي درلود غوښتل يې چې د ملي اتلانو د تاريخي هرکلي او ستاينې ترڅنګ ولسونه په راتلونکو ټاکنو کې پراخ ګډون ته وهڅوي همداسې وشول.

اوس مهال افغانستان ملي لوبډلې نړيوال شل اوريز جام ته لاره پيدا کړه چې په ٢٠١٦ميلادي کال کې به په هندوستان کې په همدې لوبو کې ولوبيږي. هر لوبه يې په افغانستان کې د ملي يووالي دټينګښت او ملي پرمختګ سبب ګرځي.که مونږ ټول په هره برخه کې د خپل هېواد اتلان شو افغانستان به د نړۍ په يو پرمختللي هېواد بدل کړو ځکه هغه هېواد پرمختللى،مخکښ،ځواکمن او واکمن وي چې په هره برخه کې اتلان ولري.

بریالی روان

20 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *