Categories

اعلان

Loading…

پکتیکا کې د زمري ۲۸ په شاندارو مراسمو ونمانځل شوه

خبریال ظفرباوري پکتیکا ۲۸/۰۵/۱۳۹۴

د پکتیکا ولایت په مرکز او یو شمیر نورو ولسوالیو کې د زمري یا اسد ۲۸ په شاندارو مراسموسره ونمانځل شوه .

د پکتیکا ولایت په مرکز او یو شمیر نورو ولسوالیو کې د افغانستان د ۹۶ یمې کلیزې استقلال د بیرته اخستو ورځ چې د زمري له ۲۸ نیټې سره برابره ده په ډیرو شاندارو مراسممو ونمانځل شوه .

د نظامي او ملکي غونډو سربیره د هیوادوالو د خوشحالولو لپاره وطني سندرې وغږول شوې ، اتڼونه تر سره شول او د نیزه بازۍ لوبه هم ولوبول شوه .

د پکتیکا ولایت دمرکز د غونډو په تالار کې په همدې موخه په جوړه شوې غونډه کې د پکتیکا والي امین الله شارق ګډونوالو ته د ولسمشر محمد اشرف غني د مبارکۍ د وړاندې کولو تر څنګ وویل چې افغان ځواکونو تل خپله ازادي د ولسونو په مټ ګټلې ده او نن هم زمونږ شمله ور مشران د امنیتي ځواکونو په منځ کې قرار لري ،

شارق وویل ملي امنیتي ځواکونه مو غښتلي دي ، تل به غښتلي اوسي او تر اخري سلګیو به د دښمن مقابله کوي او ازادي به ساتي .

د پکتیکا ولایت د ملي اردو ددوهمې پلې لواء قوماندان جنرال عبدالواسع میلاد هغه چاته چې په افغانستان کې لاسوهنه کوي او نه پریږدي چې دا وطن جوړ شي د لستوڼي مار لقب ورکړ او ویې ویل چې د لستوڼي ماران دې د خپلې خاورې او ازادۍ قدر وکړي او دې ته دې متوجه وي چې یوه ورځ به د افغان سرتیري د توپک تر ماشې لاندې راشې .

د پکتیکا ولایت امنيي قوماندان علي مست مهمند د افغانستان د خلکو غزم وستایه او ويې ویل چې افغان ملت ازاد دی ، هیڅکله نشي کولی چې د چا تر لاس لاندې ژوند وکړي .

مهمند وویل د خپلو نیکونو په امانت کې به چې دوی ته یې ازادي پریښې ده خیانت نه کوي او همدا ازادي به په قوي عزم او ارادې سره تر راتلونکو نسلونو په میراث رسوي

د پکتیکا ولایت د ولایتي شورا رییس افسر خان سلیمان خیل پکتیکا میشتو قومونو ته په خطاب کې وویل چې زمونږ او ستاسو عزت او بری د امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ او ملاتړ کې ده .

د پکتیکا د مدني ټولنو د همغږۍ د دفتر مرستیال خورشید امان کټوازي دولت او ولس په دې کې پاتې وبلل چې د ازادۍ د ګټلو سره سره یې په هیواد کې د استخباراتي جنګ مخه نده نیولې ، ده زیاته کړه چې د لستوڼي ماران به هغه وخت له منځه یوړل شي چې په کور دننه یې ځیني کسان ونه روزي.

کلیپ خورشید امان

دا په داسې حال کې ده چې د مرکز سربیره د پکتیکا په ارګون ، سروبي ، یوسف خیل ، جانیخیلو او یو شمیر نورو ولسوالیو کې هم د هیواد د ۹۶ کلیزي د ازادۍ د بیرته اخیستلو د ورځې په مناسبت غونډې او جشنونه تر سره شول .

258 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2