Categories

اعلان

Loading…

د افغان ملي غورځنګ د مبارکۍ پیغام

د ګران هېواد د خپلواکۍ د ۹۶مې کلیزې په مناسبت

کابل – چهارشنبه، د زمري اته ویشتمه ۱۳۹۴

د زمري ۲۸ مه زموږ د ویاړلي تاریخ هغه نېکمرغه ورځ ده چې د غازي امان الله خان تر مشرۍ لاندې افغانانو له انګریزي استعمار نه د خپلې خپلواکۍ په ډګر دفاع وکړه. افغان ملي غورځنګ ټول افغان ملت ته د زړه له کومي د دې ویاړمنې ورځې مبارکي وايي.

په داسې حال کې چې له کلونو راهیسې د ملي هویت دا ارزښتمنه ډالۍ له یاده ایستل شوې او یواځې په مختصرو مراسمو او اعلامیې خپرولو بسنه شوې، پکار ده چې د برم او ویاړ د یاد دا فرصت په رنګینو مراسمو ونمانځل شي. افغان ملي غورځنګ د دې ورځې د نمانځنې په موخه د پراخو مراسمو تابیا کړې وه خو په کابل کې د تېرې اونۍ خونړي بریدونه یوه خوا او ملي هویت او افغان ځمکنۍ بشپړتیا ته وروستي ګواښونه بله خوا د دې لامل شول چې د دې اعلامیې له لارې په خپل ولس یواځې د بشپړې هر اړخیزه خپلواکۍ د تر لاسه کولو لپاره غږ وکړو.

ملتونه د فکري خپلواکۍ په مټ د سترو قدرتونو، ښکېلاکونو او نیواکګرو قوتونو په وړاندې د خپل ملي غرور، ویاړ او برم ساتنه کوي، افغان ملت د همداسې فکري خپلواکۍ په مټ په تش لاس انګریز او وروسته بیا شوروي مات کړ او دادی یو ځل بیا د نړیوالۍ ترهګرې د وحشت او دهشت په مخ کې تش لاس ولاړ دی. افغان ویاړلي ولس تل د سرونو په قربانیو خپله خپلواکي ګټلي، یرغلګر یې مات کړي، پردې پال یې رسواکړي او د پردیو شومې دسیسې یې په هسته کې ناکامه کړې؛ خو د خپلواکۍ په ساتلو کې پاتې راغلي، ددې لاملونه ګڼ دي، خو تر ټولو ستر لامل یې سواد د کچې ټیټوالی، د علم او پوهې څخه لرېوالی او بلاخره د ولسي مشرتابه نه‌شتون په ګوته کولی شو. افغان ملي غورځنګ د افغان انسان په تعلیم او تربیه، سیاسي شعور لوړوالي او د ملي ارزښتونو پخپلولو ټینګارکوي. راځئ په ګډه ددې ورځې د نمانځلو په پلمه له جهالت سره جهاد، د افغان انسان د فکري ودې اوپرمختګ لپاره د علمي مراکزو ، څیړنیزو جوړښتونو او د کتاب او قلم د کلتور د عامولو تابیا وکړو.

په ورستیو ترهګریزو بریدونو کې کوښښ شوی چې افغان ولس په وحشت او دهشت کې ورک وساتلی شي، د افغان ولس د ښوونې او روزنې مراکز ړنګ کړای شي، د افغان ولس ترمنځ نفاق ته لمن ووهلی شي، او بلاخره د سیمې او نړۍ استخباراتي شبکې له دې لارې خپلو شومو اهدافو ته ورسیږي. ددې ټولو طرحو ماته او شکست د افغان ولس په اتحاد، د ملي شعور په لوړوالي او یووالي کې نغښتی دی، له دې امله، غورځنګ د ولس تر څنګ، اوږه په اوږه د هر ډول ترهګریزو بریدونو، دسیسو، او طرحو د شنډولو او برملا کولو کوښښ کوي او په دې لار کې به زیار وباسي تر څو ولس په یوه خوله جګړې ته نه ووایې، او یوې افغاني، معقولې او په ټولنیز عدالت ولاړې سولې ته لاره هواره شي.

افغان ملي غورځنګ د جګړې له دواړو خواوو څخه غوښتنه کوي چې د افغانستان د ملي ګټو، ارزښتونو د ساتني په پار، د افغان ولس د خپلواکۍ د پالنې لپاره سولې ته لار هواره کړي، د خپلو ګوندي، شخصي او سمتي ګټو پر ځای ملي ګټو ته غاړه کیږدي، او پرینږدي چې د افغان ملت تاریخي دښمنان له دې حالت څخه د ځان په ګټه استفاده وکړي.

هېواد په حساسو شرایطو کې دی، بېلابېل ګواښونه زموږ هویت او ځمکنۍ بشپړتیا ګواښي، د دې ویاړمنې تاریخي خاورې بچیان اوس د افغان انسان په توګه په ستره ازموینه او سختو شرایطو کې دي چې د ټولو مسؤلیت دی چې باید لاس په لاس کې ورکړي او د واقعي خپلواکۍ لپاره سره یو ځای شي.

افغان ملي غورځنګ یو ځل بیا په ټولو هېودوالو غږ کوي چې د خپلو تاریخي مسؤلیتونو د ترسره کولو لپاره چې نن یې له ازموینې سره مخ کړي یو د یووالي او بېدارۍ لاره ونیسي او اجازه ورنکړي، چې په دې حساسو شرایطو کې تاریخي ویاړونه او برم له مسؤلیت څخه بې پروايي رانه وتروړي.

د یوه خپلواک او تل آباد افغانستان په هیله

افغان ملي غورځنګ

12 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *