Categories

اعلان

Loading…

نن/ سيدشاه سقيم

نن د ډاډ ورځ ده، نن د قدر ورځ ده، نننۍ ولولې د اخترونو لښکر ننګوي.

نن يو ويده ولس اړخ بدلوي، نن يوې بې‌اسرې کونډې ته خندا ورځي، نن د شهيدانو ارواوې څلورلارو ته راوتې دي، نن د دښمن زړه له غمه چوي.

نن ژوندي وګړي له هغو بېل ښکاري چې ضميرونه يې مړه دي، نن اروامړي، وجدان‌مړي او غيرت‌مړي پر خپل ضمير ساندې وايي او د وطن زامن د خپلواکۍ ترانې.

نن دا غرونه تر انسانانو واړه دي، نن دا کاڼي تر زړونو نازک دي، نن د طوفانونو زړونه تر مرغيو نري دي، نن بې‌وسه او بې‌کسه تر پهلوانانو زورور دي.

نن پر وطن د خپلواکۍ شپږنوييم کال رابر دی. نن څه کم پېړۍ وروسته د شهيدانو په وينو لړلی بيرغ، ولس پر اوږو هوار کړی، نن د پېړۍ ويده ولس، خپل خوب، پوره بولي.

رښتيا نن لېوني ته هم خلک د زوکړې د کليزې مبارکي ورکوي، کلونه وړاندې، نن لېونی زېږدلی وو، کلونه وروسته، نن هم په هغه حال دی، درسته ورځ يې په اوښکو تېره کړې.

که ساه وي، د دې وطن لپاره دې وي. که زړه غورځي، له دې خلکو سره دې غورځي. که سترګې غړېږي، همدا وطن دې يادېږي.

که دا نه وي، هيڅ دې نه وي.

14 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *