Categories

اعلان

Loading…

هلمند مدني ټولني د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۶یمي کلیزي په مناسب وینه ورکړه

د هلمند مدني ټولني د مشر سردار محمد همدرد تر څنګ د ولایتي شورا غړي بشیراحمد شاکر او په لسګونو مدني ځوانانو د هېواد د خپلواکۍ د شپږنیویمي (۹۶ یمي) کلیزي په ویاړ وینه ورکړه.
مدني فعالین د غازي امان الله خان د تل پاتي ویاړ د ساتني په خاطر بُست دولتي روغتون ته ورغلل او د ویني بانګ ته ئې وینه ورکړه.
د بُست روغتون روغتیا پالان وايي چي په روغتون کي د ویني د نشتون سره مخامخ دي، په داسي حال کي چي په سیمه کي د جګړې قربانیان او ټپیان ویني ته اړتیا لري.
د مدني ټولني مشر وایي چي د جګړې د قربانیانو او ټپیانو سره د ویني مرسته کوي او هر کله چي روغتیاپالان د ویني د ورکړي غوښتنه ځنې وکړي نه به ورته ونه وايي.
نوموړی وايي چي الله ج د قران شریف په یوه ایت شریف کي فرمايي: ((چاچي د یوه انسان ژوند وژغورئ، داسي دئ لکه د ټولو انسانانو ژوند چي ئې ژغورلی وي.))
په هلمند کي د ولایتي شورا د امنیتي کمېټې مشر بشیراحمد شاکر وايي: ((موږ د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۶ یمي کلیزي په مناسبت د لسګونو مدني ځوانانو په شمول د خپلو سرتېرو د ستایني او ملاتړ په موخه بُست روغتون ته راغلو او وینه مو ورکړه.))
له نن څخه پوره شپږ نوي کاله وړاندي افغانانو د پاچا امان الله خان په مشرۍ د وخت له ځواکمني امپراتورۍ – بريتانيا څخه د خپل هېواد بشپړه خپلواکي وګټله.
غازي امان الله خان په ۱۹۱۹ زېږدیز کال اعلان وکړئ، ”زه خپل ځان او خپل هېواد په بشپړ ډول خپلواک اعلانوم.”
له کلونو کلونو د زمري /اسد ٢٨ نېټه د افغانستان په کليز کې عامه رخصتي وي، د جګړو تر کلونو مخکې دا جشن په خورا رنګينو، زړه راښکونکو، او شاندارو مراسمو لمانځل کېده.
د وخت څخه په ګټه اخیستنه د مدیني ټولني ټوله فعالین د هېواد ټول دروند او پتنمن ولس ته د افغانستان د ۹۶یمي کلیزي مبارکي وايي.

هلمندمدني ټولنه

185 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2